اى د خداى نيازبين پيغمبره !
اى د خوبونو رښتنيه تعبير کونکيه !
تا چې د مصر په زندان کې د کوم بندي خوب تعبير کړى و ، رښتيا شو.
تا د هغه زنداني سړي خوب چې پر سر يې د ډوډۍ شکور و او مرغانو ترې تښتولې وي ، تعبير وکړ چې عمر يې ختم دى او په دار به وځړول شي ، رښتيا هم همداسې وشو.
اى تر ټولو انسانانو حسينه پيغمبره !
موږ هم يوه رښتني تعبير ته اړتيا لرو.
زموږ له لاسونوهم خلک ډوډۍ تښتوي.
زموږ په نوم راغلې د سوال پيسې د څو جنابانو جيبونو ته ځي.
موږ په تڼاکو لاسونو ګټلې پيسې د دې لپاره ورکوو چې په عريضه مو يو تش لاسليک وشي.
له موږ نه په هغو ادارو کې هم پيسې اخستل کېږي د کومو په ديوالونو چې (و اذا حکمتم بین الناس ان تحکموا بالعدل … الايه ) ليکل شوى وي .
خو اى د خداى ج نيازبين پيغمبره !
دا خوب نه دى
دا هر څه دلته په ويښه کېږي .
د دې تعبير له چا وغواړ ؟
موږ په داسې زمانه کې ژوند کوو چې په ډېرو رښتينو يې هم باور نشو کولى .
خو که موږ ستا په تعبير قياس وکړو نو دوه نتيجو ته رسېږو.
يا زموږ د ولس عمر ختم دى او يا د دې نظام !
محمد نعمان دوست
د غويي ٢٨مه ، کابل
تبصرې ازادې دي ، خو د کلام عفت حتمي دى .