وه نه وه په تيرو زمانوكې ددوليوانوكلكه ملګرتياوه، كوچني سره راولوى شوي و، په هرغم ا وخوشحالي كې ګډ خو ږ ژوند راتيركړي و ، داملګرتيا له پلروورته په ميراث پاته و ه ، يو ځاى ګرځيدل يوځاى اوسيدل كومه مظلومه ميږ چې به له رمې پاته شوي وه په ګډه يې ښكاره وله، راواوړه يې په منځ كې يې ښودله په خوښي يې په خورامينه پيل ورباندي كاوو،وختونه تيريدل سورژمى و، هري خواته سپنې واوري پرتې وي پسونه هم په كدانو كې خوندي و ، په هر كوركې دسپوكلكه پيره ولاړه وه، هغه دچا خبره مرغه پرنه شواي وهلاي ، واوري اوريدې بدمه وه ،ليوانو چې كوم ښكار په كوركې درلود، هغه تمام شوى و، لوږي اوسړو ډير په تكليف كړل نوريې دزغملو توان نه درلود، دواړو پريكړه وكړه چې صحراته ووځي ګوندي يو ځه دښكارلپاره ومومې . ډيروګرځيدل ځه يې پيدانه كړل ،كلي ته ورغلل دميږ و بوي پرولګيدو ډيريې سپږمې كش كړي خو دښكاره لاري تړلې وې دسپو غپاوه، وورسته له كلي وتلي يوه كورته ورغلل چې كله كله له پلارسره دلته دښكار لپاره راتلل ، پركدانه وګرځيدل دوازه تړلې وه لوټمبه ورته پرته و ه ، هر ځومره زورونه يې ووهل بريالي نه شول چې دروازه پرانيزي ، يو ملګرى يې ډير ستړي او وږي و دابل ته يې وويل :دروازه ونه كاږو كارنه كيږي ،- دروازه ډيره لويه ده وخت غواړي موږ ستړي او وږي يو خاوند پر راسيږي .- ګوره موږ ډير وږي يو په لوږه كې بايد له هيځ شي ونه ويريږو،پردي سره سلا شول چې له كوره ولاړشى .له كوره راووتل ښه لري ولاړل دوږي ليوه ستړيا ډيره شو له لوږي يې هم نوره خونده نه وه ترځان په واك او تكړه ليوه ته يې وويل :– بيكاري دي وكړه كه تراوسه موكاركړي وايې دروازه ختله ، تاپريښوده .- ګوره موږ ډير ستړي اووږيو، نه شواي كيداي چې په اسانې دروازه ختلې وايې ،- ولي پلار دي هيرشو چې له كوچنۍ مورۍ كدانې ته ورننوتلي و ، ښه يې ځان ډك كړي و، كله چې راووت په مورۍ كې بندشو، دكورخاوند ورباندي راغلى په وهلويې په مورۍ كې وواژو،– ته په مړو ځه كارلري دخپل ځان غم دي وخوره ما چيري ستا دپلاركيسې كولې چې له خرتوبي يې په رڼا ورځ دكلي په چرګانو پسې منډي وهلې، كليوال پسې راووتل ويې نيو، مړيې كړ، پوست يې له پروړي ډك كړ دكلي په منځ كې پرديوال ورداوو ، دليوانو نوم يې بداوپزه يې پريكړه،اوس له شرمه هغه كلي ته يوه ليوه نه شې ورتلى ،– هغه خواره كى ډير ساده وو كه نن هم په ما بني ادمان بآور وكړي ورځم يو ځآى ورسره ژوند كوم ، دلايقانو ځونه ښه ژوند دى، ايا داښه كار نه دى چې له انسانانو سره يو ځاى ژوند وكړو ؟دوږي ليوه خونده نه وه له لوږي يې سترګې مړې شوې ، بدن يې لږ ولړزيدو ،ډير كمزوري شو ى و، غورځيدوته ورلنډو په واك ليوه ورته وويل :ته غواړي كلي ته ورشې ورشه چې دپلارغوند دي سرپريكړي ،اوپرديوال دي ورسره يو ځاى كيږدي .- زه نه پوهيږم ډير وږي يم حيران يم ځۀ وكړم ، دهيځ شې توان نه لرم زړه مې بديږي ،پښې مې سستي كوي ،- دخداى زوره وره تا په دي قدرت او توان غوښتل كلې ته ولاړشې .- هو تاته معلومه ده چې ماهيځكله دبل دلاس خواړه نه د ي خوړلي، اونه مې چاته تمه كړيده ،تل مې په ميړانه دبني ادمانوله لاسونو خپل ښكار راوړى دى خپله ځه چې په تاغوندي ډيرو نورو مې هم خوړلى دى ،سرلوړى ژوند مې كړى دى ،ته خوښه پوهيږي چې تل له شاراپسې وې .دوږي اوكمزوري ليوه له دي خبرو سره سم له پښو سيك وخوت پر ځمكه ولويدو،هرڅو نه هځې يې وكړ ې ، نورله ځمكي پورته نه شو ،ملګرى يې ترده په زوركې وو، پرخبرو ورته ډير خواشنې و،په دي پو شو نور دولاړيدونه دى ورغلى، شاوخوا ورباندي وګرځيدو ، غاښونه يې ورجك كړل خوله يې په وله لګوله، چې و ګوري دولاړيدو دى كه يې ځان اچولى ، هغه به سرراپورته كړبيرته به ولويدو دده په حركتونوانديښمن شو،وروسته يې په كوناټو خوله ورولګوله ترلكۍ يې كش كړ .سريې راپورته كړ خوله يې وازه نيولې وه په حيرانتيايې ورته وويل := ملګريه داځه كړ ې زه له پښولويدلى يم، ولاړيداى نه شم ته لوبي راسره كړې ؟تكړه ليوه ځواور ه پر راوګرځيدو مخامخ پر لكۍ ورته كينوست ډيريې ورته وخندل زړه يې ډاډه شو چې نو ر دولاړيدو نه دى نويې وويل :زما وستا ملګر توب دڅه لپاره ته چې دخپل نژدي او دكوچني ولاي انډيوال ته يو ه قربانې ورنه كړ ې نوداانډيوالي نه انډيوالي ده .- پردي مهال چې زه له پښو لويدلي يم ځنګه قرباني غواړې ، چې زه يوار موړشم بيا چې هرځه وايې تياريم ؟- دروغيدو خبري پريږده، اوس بايد قرباني وركړو ،انډيوالي ده، ته خوپه انډيوالي كلك ولاړيې .- داسې ځنګه قرباني ده چې په دې وخت كې ستالپاره ور كولاى شم .- زماساده ګيه ملګريه ته ريښتيا په هيځ نه پوهيږي زه بۀ درته ووايم ، ګوره لويه دښته ده دخورك هيځ شى نشته ته له لوږي او يخنې مړ كيږې ، نو اجازه راكړه چې ز ه دي وخورم يو خوبه ژوندي پاته شو ،پروت ليو ه ورته حيرا ن دريان وكتل سريې وښوراو زړه ته يې نه لويدل چې دټول عمر خوږ ملګرى دي داسې ورسره وكړي، سوكه يې ورته وويل :- ځه شى، ته غواړې ماوخورې زړه ته مې نه لويږي ،ماوتا خوډير خواږ اونزدي ملګري يو ؟- نوريې نو زړه ته واچوه، زه تا خورم بايد ودي خورم ته نو په څۀ يې ؟- اخ افسوس هغه زما وستا دټول عمر خوږه انډيوالي ملګرتو ب ته داسې نه شې كولاي ما به ځنګه خورې ؟- زه هم په همدي خاطر وايم دملګرتوب په خاطر ته بايد دملګرتوب اوانډيوالي حق پرځاى كړې ، دملګري لپاره قربانې دميړنو كاردي چې اوس يې بايد ته وركړې .- ګوره ښه فكره وكړه ماوتا ليوان يو تراوسه يوه ليوه بل ليوه خوړلى دى؟- ولي نه دى خوړلى ، اوكه نه يې وي خوړلى زه يې خورم ،كه زموږنيكه ګانو داكار نه دى كړى ناپوهان و،نه پوهيدو موږ خوهوښياران يو ، دواړه ولي ځانونه وژنو ، زماپرځاى كه ته شې نوڅۀ كړې ، زه اوس دارواج جوړوم ، چې زموږ اولادونه يې زده كړي .- ته ولې داسې كړې ، ټول ليوان به ښيراوي درته وكړ ي ، داناوړه كاردى ؟ – له ماسر ه دځان غم دى په وړ اوناوړه په ښه اوبد دي كارنه لرم .- هې ليونيه ته نه پوهيږ ې چې زما دغوښو خو بدبوي ځي .- ګرانه ، ستاله پلارسره دي خداى ښه وكړ ي چې بنې ادمانو يې پوستوكى له پروړي ډك كړي و ،زه له لوږ ي مړكيږم ته وايې دغوښومې بو ي ځي.- ستا په خبرو مې سر نه خلاصيږي ته اوس ريښتيا ماخور ي اوكه ټوكې كوي ؟- ولې به دي نه خورم ته مړ كيږ ې زه وږي يم ښكار نشته چې و د ي نه خورم نو ځۀ وكړ م .- ښه ته چې دونه ظالم او ناروا شوي يې خپل خوږ ملګر ى خور ې نو يو وصيت خومې پوره كړه بيا مې وخوره ؟- ولې نه پرداوړو سترګوراته وايه .- پريږده چې مړشم، بيا كه هرځۀ رابآندي وكړې ، پروانه لري زړه به مې زرونه راكوي چې خپل ملګر ي ولي دونه ناروا راسره وكړه .- ګوره زه اوته دواړه ملګري يو تادملګرتوب حق پرځا ى كړ قربانې دي وركړه زه هم دملګر توب حق پرځاى كوم ،ژوندى دي بآيد وخورم ،كه مړشو ي غوښي دي بوى كوي زه يې نه شم خوړلاى ، ټپوسان راځې هغه دي په ځوورځو خوري پرتاتكليف تيريږي بيا مې زړه زور راكوي چې ملګري مې پر دښت پروت دى ، بله خبره داده چې ته مړشې دغوښودي بوى ځي ، زما بوي جنې غوښي نه خوښيږي .وږى ليوه يې نوردارمدار او خبروته پري نه ښود پر ورټوپ يې وهل تر غاړو يې ونيو دستي يې ګيډه ورځيري كړه دتودي يني او سږو په خوړلويې پيل وكړ . پاى