بسم الله الرحمن الرحيم
لكه څرنګه موچې دوه ورځې وړاندې دهيواد دملي امنيت دكاركوونكوله خوا ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمشرتابه پلاوي دغړي اوددريځ خپرونې دمسئول مديرمحمداجمل هوډمن دنيول كيدو په هكله په ګڼوچاپي ، غږيزو ، انځوريزو اوبريښنايي خپرونوكې خبرونه خپاره شول اوپدې اړه يې له دريځوالوسره خپله خواخوږي وښودله ، چې له نيكه مرغه دغو فرهنګيانواودګران هوډمن دكاري دفترهمكارانودنوموړي په راخوشې كيدوكې نه ستړې كيدونكې منډې ترړې كړې .
نولدې امله ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې مشرتابه اوغړي له ټولوهغوكسانوڅخه چې دمحمداجمل هوډمن په راخوشې كيدوكې يې له دريځوالوسره مرسته كړې ، دزړه له تله مننه كوي اوكورودانى ورته وايي اوله سترڅښتن ( ج ) څخه ورته په ټولوورځنيوچاروكې دپوره برياوو هيله كوي .
په تل پاتې كليواله پښتني مينه
ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمشرتابه پلاوى اوغړي
په ډیرې خواشنۍ سره مې خبر ترلاسه کړ ، ګران اوقدرمن قانونپال هيوادپال ځوان محمد
اجمل هوډمن دروان ليږديزلمريزكال دغوايي دمياشتې په يوويشتمه نيټه د ځینو مالومعاتو
له مخی ښاغلی محمد اجمل هوډمن د ملی امنیت د کارکوونکو له خوا نیول شوی دی، داسې
مهال په كابل ښاركې چې دخپل كارله دفترڅخه دراوتلوپه حال كې وه .
قدرمن قانونپال هيوادپال ځوان محمد اجمل هوډمن يورښتينى مسلمان ځوان دى تل يې هڅه
كړې دخپلې هیواد او دافغانانو د اسلام او د افغانستان د اساسی قانون په رڼا کښی په
دفاع کښی همیشه کټور نظروركړي دی ، اوكله يې هم داسې څه ندي ترسره كړي چې هغه دې د
اسلامي او دافغانستان اساسی قانون ګټواوارزښتونوسره په ټكركې وي .
نولدې لامله زه عبدالحق عمری د يو ژورنالست په حیث د حکومتی چارواکو او د دښاغلی
وزیر خرم او د هغی اداری چی د ژورنالستی د دفاع په بهانه بهر ملکونو چکری وهی او
ډالر جیبونو کښی اچوی د هغو نه غواړم نوموړی هرڅومره ژر ممكن وي خوشي كړي .