کور / تازه خبرونه / ګډه اعلامیه: افغانستان،پاکستان او امریکا د ګډ دښمن سره مخ دي

ګډه اعلامیه: افغانستان،پاکستان او امریکا د ګډ دښمن سره مخ دي

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې اغلې هیلري کلنټن ویلي دی چې افغانستان،پاکستان او امریکا د ګډ دشمن سره لاس او ګریوان دي


د حامد کرزي او اصف علي زرداري سره د ملاقات روسته یوې خبري غونډې ته د خبرو په مهال نوموړۍ زیاته کړه چې افغانستان او پاکستان کې د ثبات راوستل د هغې ځایې د حکومتونو سربیره د امریکا ذمه واري هم ده ځکه چې ددواړو هیوادونو امن د امریکا دپاره د ارزښت وړ دی ـ


هیلري د خپلو خبرو په اوږدو کې وویل چې ددرې واړو هیوادونو ترمینځ ننۍ غونډه کې په دې موضوع خبرې وشوي چې څنګه باید دغه ټول هیوادونه سره په ګډه کار وکړي ـ


په دې موقع ښاغلي حامد کرزي وویل چې دا د یوه ښه موقع ده چې د امریکا په څېر هیواد کې په پاکستان او افغانستان کې د ترهګرۍ د ختمولو په باب له خبرې کیږي ـ نوموړي زیاته کړه چې دترهګرۍ خلاف جګړه کې د اولسي خلقو د مرګ ژوبلې د ختمیدو دپاره باید په ګډه کار وکړل شي ـ حامد کرزي دا هم وویل چې که چېرې پاکستان په افغانستان باور وکړي نو موږ پخپله خپل حالات سمولی شوـ


ښاغلي زرداري د ولسمشر اوبامه په دې مننه وکړه چې د درې واړو جمهوري ملکونو دپاره یې د یو تاریخی کانفرنس تابیا کړی ده ـ زرداري وویل چې مونږ په دې خبره هم د امریکا مننه کوو چې دوي په پاکستان کې د جمهوري دولت د ثبات دپاره زموږ سره مرسته کوي ـ نوموړي زیاته کړه چې امریکا،پاکستان او افغانستان د ترهګرۍ ښکاردي ـ ترهګري د جمهوریت دپاره سرطان دی او ددې سرطان علاج خامخا پکار دی ـ


په دې ملاقات کښي د پاکستان او افغانستان ترمینځ په خپل منیځي روابطو او د سېمې په ستونزو خبرې اترې وشوې ـ

تبصره نسته

  1. داولسمشرکرزي امريکا ته سفردخپل اولس په سرو وينو دپښوايښودل
    دي،پکارخوداوه چې ښاغلي کرزي خپل سفر احتجاجا فسخه کړی وای،که څه هم امريکا ته
    راسيدلی وه بيا هم اولس تر اوباما مهم دی، ځکه چې دده په وينا افغان اولس په ښاغلي
    کرزي پنحه کاله دمخه اعتماد وکړ.
    ښاغلی کرزی يې داولسمشری لپاره وومنه.دابه
    اومنو چې اولسمشرپه واروار دداسې بريدونو سره مخالفت ښودلی دی،خوداهرڅه اولس ته اوس
    يوه استهزا اويوامريکايی تمثيل ښکاري.ګوره که رښتيا اولسمشرداکارکړی وای په
    راتلونکو ټولټاکنوکې به اوولس په دابيا اعتمادکاوو.
    اوس افغان اولس پدې پوهيږي
    چې لکه چې مونږ خولا څه چې ان اولسمشرموهم بې واکه دی، ځکه جې هرځل دداسې
    بريدونودبيا نه تکراريدو وعدې دکرزي صيب له خوا همدې اولس ته ورکول شويدي،ښه
    نوترڅوبه دابې چاره اوولس دسرووينوپه بهيدو ددې وعدو په ريښتنوږالي
    باورکوي؟رابه
    شو دمشرانوجرګې اواولسي جرګې ته: ايادې ميزونو په ډبولواوپه تشو ويناوو دکوم
    جابرانه اوظالمانه بريد مخه نيول شوي ده؟ افغانانوداهم ليدلي اواوريدلي دي چې دې
    همدې جرګې دځيني غړيوکورونه دبهرانيانو له خوا پلټل شوي،نيول شوي اوشکنجه شوي
    دي.
    ښه دفراه په ولايت کې شهيدان شوي اوټپيان شوي خلک افغانان نه ول؟ دوی به
    چاته ورشي چاته به فريادکوي ايا يواځې دبهرنيانوپه تشه بښنه اوديوڅوډالرو اوخوراکي
    موادو په ورکولودااوولس قانع کيدای شي دخپلووروڼو،خويندو،ميندو اودتنکيوماشومانوسرې
    ويني اوسلګی هيريدای شي؟
    نو اې مسولو چارواکو!دخدای لپاره داولس سوي چيغي اونارې
    واورﺉ! کيني بيا به افغانستان اوافغلنان يوځل بيا ديو ناوړه برخليک سره مخ شي،چې
    لادې وخته دداسې بدمرغی په لور خوځښت کوي. دې ښه امن په هيله !