هغه ورځي مي د پرون په څير ياد دي چي د پاکستان کرکټ لوبډلي د برياليتوبونو پر وخت به مي د لاسونو ورغوي په چکچکو سره کړي وو .
د اوس څخه څه باندي ١٠يا ١٢ کاله مخکي هغه مهال چي موږ د پاکستان په کراچي ښار کي اوسيدو کوم وخت چي د پاکستان کرکټ لوبډله د دوهم ځل لپاره د نړيوال جام په سياليو کي لوبېدله نو د ګڼو پاکستانيانو په څير به زما څخه هم کار روزګار پاته وو او په يو هوټل کي به مي د تلويزون پر پرده د کرکټ لوبه څارله ، که به پاکستاني لوبغاړو د مقابل لورى کوم لوبغاړى و سوځاوه او يا به يې ٦ يا ٤ ووهله په هوټل کي به يو شور جوړ سو ټولو به زما په شمول لاسونه و پړکول . زما داحرکات سمبوليک نه وو د زړه له تله د پاکستان په برياليتوبونو خوښيدم او په ناکامۍ يې ډير زيات زوريدم ښايي علت به يې دا وو چي پاکستان زموږ د هيواد ګاونډى دى يا دا چي مسلمان هيواد دى او يا دا چي موږ پکي اوسو . خو ددې سره سره به مي بيا هم زړه خوړى په هوټل کي به مي شا وخوا وکتل ټول به پنجابيان ، سنديان او نور پاکستاني توکمنونه را غونډ وو يوازي زه پکي افغانى وم ځان به بد را ته و ايسيده او په سوچ کي به ډوب سوم ( کاشکي افغانستان هم داسي يو لوبډله لرلاى يا کوم وخت به افغانستان داسي لوبډله ولري چي په خپل هيواد کي خپلي لوبډلي ته د خپلو افغانانو په منځ کي لاسونه په چکچکو سره کړم ) د ځان سره به مي سوچ کاوه که هم دا نن په افغانستان کي د کرکټ لوبډله جوړه هم سي نو کيداى سي چي په ٢٠ کلونو کي دې مقام ته را ورسيږي . دې حالت به د نااميدۍ سره مخ کړم .
دا خو د انسان خپل سوچ او فکر دى خو مهربان خداى يې چاته له هغې لاري ورکوي چي فکر هم نه کوي هم داسي وسول زما د فکر خلاف د ٢٠ کلونو پر ځاى افغان لوډلي يوازي په يوه کال کي هغه ځاى ته ځان ورساوه چي ما غونډي ډيرو ته يوازي خوب ښکاريدى خو ما دتله لکه څنګه چي ښايدله لاسونه سره نه کړه علت يې دا وو چي دلته خلک د دې هر څه په ارزښت نه پوهيدل او نه يې هم سر ورباندي ګرځوي ما غوندي کسانو ته به يې د ليونو ګمان کاوه او ويل به يې چي په هيڅ باندي خوشحالي کوي خو ماته اوس هم دا هر څه خوب ښکاري ګمان مي نه راځي چي دا هر څه دي حقيقت ولري .
دلته خو د افغانانو لوبه پر تلويزون نه ښوول کيده يوازي اى سي سي ( د کرکټ نړيوالي شوار ) او يو شمير نورو پښتو ويبپاڼو دا هر څه په مخامخ ډول خپرول چي ټول په ليکلي ډول وو ، ټوله ورځ به مي لوبه څارله چي کله به افغانانو لوبه و ګټله بيا به نو په منډه ولاړم په ملګرو به مي په ډيرو تودو احساساتو زيرى وکړ خو هغوى به يوازي د ( امممم ) په ويلو سره دا هر څه پاى ته و رسول او زما پر احساساتو به يې اوبه توى کړې .
دې حالت ته په کتو سره مي و پتېيله چي يوه داسي خپرونه جوړه کړم چي په هغه کي د افغان لوبډلي برياليتوبونه ، کرکټ لوبه او ارزښت يې و څېړل سي تر څو يو شمير کسان چي د درک خاوندان دي دا هر څه واخستلاى سي او د هغوى په واسطه بيا نور کسان دې بهير ته رامات سي .
نو مي د خپل وس او توان پر اندازه يو ساعته ځانګړې خپرونه جوړه کړه چي د هلمند په سيمه ايزه راډيو بْست کي درې ځلي خپره سوه او اوريدونکو زياته خوښه کړه . يوازي د هلمند اوسيدونکي نه بلکي په ټول افغانستان کي اوس هم زيات شمير کسان دې لوبي او د افغانانو برياليتوبونو ته هيڅ ارزښت نه ورکوي فکر مي وکړ چي دا خپرونه په انټرنيټ کي هم پر ليکه سي تر څو نه يوازي په افغانستان کي بلکه د نړۍ په هره څنډه کي د افغانانو د پوښتنو غوټي ورپرانيزي .
د لر او بر ويبپاڼي له ادارې څخه مننه کوم چي زما غوښتنه يې په ورين تندي و منه او دې خپروني ته يې په خپله پاڼه کي ځاى ورکړ .
د افغان کرکټ لوبډلي په وياړ دا يو ساعته په زړه پوري او ځانګړې خپرونه د ښاغلي احمد شاه پاڅون په زيار چمتو سوې ده چي د لاندي پيوندونو په کليک کولو سره اوريدلائ سئ !
Afghan cricket team program part 1 | 30:08 | 32 kbps | 24 kHz | 7.24 Mb | |
Afghan cricket team program part 2 | 31:40 | 32 kbps | 24 kHz | 7.60 Mb |
دخپل ګران هيوادافغانستان د۱۹کالنوژڼکيودکريکټ ملي لوبډله به مې په هره لوبه کې له نږدې څارله،زماپه شان داسې ډیرافغانان به دکويت له ليرې اونږدې ښارونوڅخه دلوبې دليدولپاره په ډيرشوق اوذوق راتلل او افغان لوبډله به يې په غورځيوملي اتڼ اوچکچکودې زړه له کومې بدرګه کوله.
په تېره خودنيپال اوهنکانګ سره زمونږدتنکيوولوبغاړولوبيدل دومره په زړه پورې وو،چې په زرګونه په کويت کې مېشت افغانان اودلراوبرنږدې ټول پښتانه ان ښځينه تماشه کونکي هم راغلي ول .
خودتېرې جمعې په ورځ سهاردکويت په وخت پوره۹بجې افغان لوبډله دبيټينګ کولولپاره دلوبې ميدان ته راووته، دلوبې دکيفيت اونوعيت څخه تيريږم راځم دې خبرې ته چې افغان لوبډله وتوانده چې هانکانګ ته۲۱۵منډې هدف وټاکي.اودابيخي زياتې منډې وې دهانکانګ لوبډلې دلوبې په ورستيوشيبوکې ډيروارپارخطاوو لنډه به يې کړم لوبه دغرمنۍ اودجمعې دلمانځه لپاره ۱ساعت وڅنډيده.
ماسپيښين مهال څه دې پاسه ۱يوه بجه لوبه بياپېل شوه داځل هانکانګ بيټېنګ کاوو.پشتانه اوافغانان تماشه کونکي پدې تمه ووچې افغان ځوانه لوبډله به دپاينل دالوبه ګټي ،بيخي زښت زيات راغلي ول باوروکړﺉ چې له شمېره وتي وو،خومازديګرمهال لوبه دهانکانګ په ګټه پای ته ورسيده،اوافغان تماشه کونکي دومره مړيژن اوخپه ښکاريدل چې په خدای باوروکړﺉ ډيرمې داسې احساساتي ځوانان ليدل چې اوښکې يې تويولې اوژړل يې،که څه هم افغان لوبډلې لادې مخه نړيوال جام ته دې راسيدو وياړدرلودو.
ګرانه پاڅون صاحب!
سلامون او نيکمرغي .
ستا د کرکټ يو ساعته خپرونه مي په ډير غور واوريده .
چي ډيره مينه مي پري ماته شوه او رښتيا هم چي ډيره معلو ماتي او په زړه پوري دي .
زوندئ او بريا لئ اوسي ګرانه پاڅون صا خب
مننه .مننه.مننه
ستا سو ورور سيدالله سعيد خوست
zma kerket na wa khwash aw na pe pohedam la koma wakhta chee
afghani qahramanan mashala medan ta rawatale
no oss me ham qwanen zdade shawee aw ham noro grano hewadwalo ghwnde tola wraz da alla aw besmela pawaoelo sara da doee tol masbekat taqebawam
alla j ta khwast kawam chee da zmaryan pa hess medan ke mat na kre aaammmeeennn mo barak sha tolo afghananota
پاڅون صيب!سلام مې اومنه. دکويت څخه مو دافغانستان ۱۹کالنوتنکيولوبغاړولنډه ليکنه ډيره په زړه پورې ليکنه وه.بيخي همداسې وه،په کويت کې زمايوه نږدې ملګري محترم هلال الدين (هلال)به زه دې تليفون له لارې کله،کله خبرولم،خوستاسوداليکنه مې چې په لراوبرويبپاڼه کې ولوسته،ډیره زياته مې خوښه شوه .خدای ج دې په ګوتواوقلم برکت درته واچوي.سرلوړی اوسې. په مينه جميل (ناصر)