د تېر خالي په ورځ د بونېر په سواړۍ بازار کښې د هغه خلقو جلسه اوشوله چې د قامي جرګې په نامه راغونډ شوي وو ـ دې کښې د اهل سنت والجماعت مشران هم وو چا چې د طالبانو بونېر ته د راتګ نه وروستو ددوۍ سره ښې اړيکې درلودلې ، اؤ ورسره د اې اين پي د ضلعې مشران هم ناست وو چې طالبانو سره په ګواخ کښې نه وو مخامخ شوي ـ ددوۍ ټولو وېنا دا وه چې بايد فوځ بونېر ته د راتلو نه ډډۀ اوکړي اؤ بايد پاتې طالبان دې د وسلو په لاس په بونېر کښې ګرځېدل بند کړي ـ دوۍ کښې چا هم د پاتې طالبانو د بونېر نه د وتلو مطالبه اونکړله ـ
سواړۍ د بونېر د سوداګرۍ مرکز دے ـ اؤ د خالي په ورځ دلته مېله هم لګي ـ زه چې په دغه ورځ د پېښوره را اورسېدم نو د مېلي خوند رنګ پيکه وۀ ـ هرڅو چې خلق خبر شوے وۀ چې طالبان صوفي محمد صېب بېرته سوات ته اړولي دي ولې هغه وېره د خلقو په زړونو کښې لا پرته وۀ ، کومه چې د طالبانو بونېر ته په راتګ خوره شوې وه ـ فرق صرف دومره وۀ چې د طالبانو د راتګ سره سم خلقو په ګاډو ، بازارونو اؤ لارو کوڅو کښې په حالاتو خپلې تبصرې کول پرېښودي وو خو دا وار د اختياط نه ډکې اؤ په اڼولو الفاظو څه نا څه تبصرې کېدلې ـ
فضا څه داسې وۀ چې په خپل افق ئې د يو بل طوفان پېشن ګوئي کوله ـ
په خپل دوه ورځني پړاؤ کښې په دې هم پوهـ شوم چې د اولس په مېنځ بې وزنه اؤ بې وزرو خبرونه ډېر زيات دي ـ اؤ له دغه امله وېره لا د خلقو د زړونو نه نه ده وتلې ـ
يوه خبره به مې چې د چا نه اورېدله په هغې به ورسره ټولو خلقو خپل سرونه خوځول اؤهغه دا چې شکر اوباسۍ ، بايد څو رکعته د شکرانې نفل ادا کړۍ چې الله پاک دا بلا په خېر سره زمونږ د سرونو نه تېرباسله ـ دا هغه قسم خلق وۀ چې د طالبانو په راتلو ئې هغو ته د هرکلي خبرې کولې ولې څهرو به ئې وئيل چې دوۍ دا هرڅه د ناکامه وائي ـ
د طالبانو د تللو نه وروستو تر ننه پورې په سرک د ټرافک د اهلکارو نه علاوۀ يو پولس په نظر نه راځي ـ وئيل کيږي چې د فرنټئر کانسټبلري ترلسو پورې پلاټونونه بونېر ته استول شوي دي ولې ما يو ايف سي عسکر هم په سرک ونه ليدو ـ بېشکه چې يو طالب مې هم په نظر رانغللو ـ سوا ددې نه چې د بونېر خلقو په لمړي ځل د دنګو غرونو په سر د شپې بليدلي اورونه اوليدل ـ دا اورونه څوک بلوي ؟ حکومت خو وائي چې ځنې طالبان د غرونو سرونو ته ختلي دي ولې د يو اسکول د ماشومانو د وېنا مطابق هغوۍ په شريکه داسې هېلي کاپټرونه هم ليدلي دي چې د غونډو اؤ غرونو په سر به ترېنه خلق کوزېدل ـ ياده دې وي چې په هره لاره کوڅه ، حجره جومات اؤ محفلونو کښې د مودې نه خلق په دې رائې دي چې د پاکستان فوځ اؤ طالبانو سنګت يو کړے دے يا دا چې يو بل له اوږه ورکوي ـ
ما ته د سواړۍ په بازار کښې په يو دوکان غوټه کپړه هم راياده شوه چې به پرې ليکلي وو
خواتين کا آنا منع هے ـ دغه کپړه اوس هم وېزانده وۀ خو د خواتين لفظ ئې پټ ساتلے وۀ ـ
دوه اوونۍ وړاندې چې زه بونېر ته تللے ووم نو يو سړي راته خبره کوله چې بونېر ته په راغلو طالبانو کښې تاجک اؤ ازبک هم شته دے ـ اؤ دا چې طالبانو د پيربابا د جومات په خوا کښې د ايف ايم چېنل ستن هم اودرولې ده ـ دا خبره زما ذهن ته نه پرېوته ځکه چې د پيربابا په مزار اؤ جومات تالې لګېدلې وې اؤ انتظام ئې سرکار په خپل لاس کښې اخيستے وۀ ، دلته دفعه ١٤٤ هم نافذ کړل شوې وه چې مطلب ئې دا وۀ چې دلته به تګ راتګ نه کيږي ولې دوه ورځې نه وې تېرې چې د هلته نه د طالبانو ايف ايم رېډيو خپل نشريات پېئل کړل اؤ اوس د سرحد ايالت د اطلاعاتو وزير ښاغلے ميا افتخارحسېن هم وائي چې بايد د بونېر نه دې غېر ملکي طالبان خپلې کډې اونغاړي ـ
بل خوا تېره اوونۍ په بونېر کښې د طالبانو کوماندان ددې خبرې نه انکار کړے وۀ چې چې ګنې ددوۍ سره بهرني ملګري هم راغلي دي ، دوئ په لنډو ټکو کښې وئيل چې که داسې څوک چاله هم په لاس ورغلل نو وېنه ئې توئې ده ـ
سوال دا پېداکيږي چې طالبان بونېر ته ولې راغلي وو ؟ د خلقو خېال دا وه چې په مالاکنډ ډويژن کښې د شرعي نظام عدل د لوظنامې نه پس چې کوم صورتحال مېنځ ته راغلے دے ، په هغې کښې به طالبان اونکړل شي چې په اخلاقي توګه خپل عمليات جاري اوساتي ، نو ځکه دوۍ يا ددوۍ په شا ځنې طاقتونه دا پروسه ړنګول غواړي ـ خو وروستو دا خبرونه هم راغلل چې د مالاکنډ په سيمه پراته ټول طالبان د مولوي فضل الله په وس کښې نه دي ـ اؤ په دې اړه د طالبانو مشرانو د عوامي نېشنل پارټۍ اؤ سرحد حکومت واکداران هم په غوږ وخلي دي ـ ياده دې وي چې عوامي نېشنل پارټۍ چې هرکله د صوبې واک اختيار ترلاسه کړلو نو هغه وخت هم د طالبانو سره يوه لوظنامه لاس ليک کړل شوې وه چې هم د دا شان کسانو د لاسه ناکامه شوې وۀ ـ
بل خوا د پېښور د ځنو جورنالستو خيال دے چې خبره دومره ساده نه ده ـ ممکنه ده چې طالبانو د سوات اؤ بونير په مېنځ کښې غزېدلے په عسکري اؤ تاريخي لحاظ مهم د ايلم غر په خپله ولقه کښې ساتل يا راوستل غوښتل ـ اؤ هرکله چې ددې سروے سر ته اورسيدله نو د طالبانو د پاره په بونېر کښې نور هيسارېدل ضروري نه وو ـ
ددې ذريعو خيال دے چې د ايلم غر سروے له به څوک لوړ پوړه مشرانوکښې څوک راغلي وو ـ په دې خبره يقين کول يا ددې سپيناوے څه اسان کار نه دے ـ ولې دا سوال په خپل ځائې مهم دے چې بيا دغه غېر ژبي اورپک چې ذکر ئې نن مياافتخار حسېن کړے دے ، د غرونو په سرونو څه کوي؟ دا به په راتلونکو څو ورځو کښې واضحه شي ـ مقامي خلقو د نائن الېون د واقعې سره سم هم د ايلم غر په دې سلسله کښې فوځي عمليات ليدلي دي چې څنګه به فوځي هيلي کاپټرونه دلته تلل راتلل !
هسې بونېر کښې د طالبانو موجودګۍ تر ټولو نه زياته پرامنه وۀ ـ دوۍ به هم حېران وو چې په نورو سيمو کښې رانه خلق ځانونه رانغاړي ولې دلته په بونېر کښې به ورسره لوئې واړه ولې څنګ ترڅنګ ګرځېدل ، تردې چې دغه طالبان به ددوۍ د ملګېرتيا نه تنګ راغلل ، دوۍ به ئې ځان نه شړل غوښتل ولې څوک به ترې نه هم نه خوځېدل ـ خو هرکله چې طالبانو په بونېر کښې يوه جلسه جوړه کړله نو څوک ورله هم رانغلل ـ وئيل کيږي چې بونېريانو ډېره ښه پاليسي خپره کړې وه ، د زړه نه به ئې د طالبانو کرکه کوله ، خولې ئې ورته خوږې ساتلې وې ـ بيا هم کله چې د پاکستان نقشو ته اوکتل شول نو دا پنجاب په ځان باندې يو واضح ګواښ محسوس کړلواؤ شور و غوغا ئې جوړه کړله ـ ګنې په پښتنه مزکه څومره ظلمونه اوشول ، طالبانو څومره منطقې د خپلې ولقې د لاندې راوستلې ، خو چا هم غږ نه وۀ کړے ـ ويونکي خو دا هم وائي چې شايد د عوامي نېشنل پارتۍ تهنک ټهېنک دوۍ له د پښتنې سېمې نه پنجاب پله د وتلو لار ورکول غوښتل ـ په دې به طالبان پوهېدل يا نه پوهېدل ولې په سر کښې د طالبانو بونېر ته په راتګ صوبائي حکومت څه خاص سرغوږ هم نه وو څنډولے ـ د طالبانو بونېر ته په راتګ کښې د کمشنر مالاکنډ سيد محمد جاويد پوره لاس ښکاري ـ دا کمشنر چې د صوفي محمد موريد ګڼل کيږي د عوامي ملي ګوند حکومت په دې هيله مالاکنډ ته استولے وۀ چې د طالبانو سره د خبرو اترو لار جوړه کړي ـ
خو اوس دغه کمشنر حکومت د مالاکنډه بېرته راغوښتلے دے ـ
چې واپس راتلم نو د مردان د پنجاب رجمنټ سنټر هغه ډاګې مې د ټېنکونو اؤ بکتربند ګاډو ډکې اوليدلې ، کومې چې نور عمر خوشې اؤ تشې پرتې وي ـ دا څه په راتلونکو ورځو کښې د بونېر نقشه بدله ښائي چې فوځي قواوې به په هغه چا پسې د غرونو غاړې پيسکې لټوي ، چې په نظر خو نه راځي ، بوئي ئې محسوسيږي ـ
زاهد بونېرے – پېښور
ټيلي فون : 0092 314 9626466
نن څلور بجې ماځيګر په بونېر کښې فوځي عمليات شورو شول ـ بونېر ته راتلونکې ټولې
لارې بندې کړل شوي دي ـ پاکستاني قواوې د رستم مردان دسيمې له اړخه بونېر ته
راننوتلې دي خو ورته د بونېر په دغه لار د امبېلې سره نزدې په سرک يو پل وسله والو
په بمونو والوځولو ـ ددې سره سمدست دسواړۍ بازار بند شولو ـ
د بونېر په اسمان د
هيلي کاپټرونو سره سره د پاکستان ايف شپاړلس ډوله جنګي جازونه هم د غرونو په سرونو
اؤ کنډؤنو بمباري کوي اؤ تر اخري خبر راتلو پورې په امبېله ، کړاکړ اؤ ناوې ډهنډ چې
د ايلم د غر کنډؤنه دي ، باندې بمباري اؤ ګولۍ وريدلي دي ـ
اولس په ډېر وېره کښې دےـ بايد خلقو ته اووئيل شي چې په خپلو کلو اؤ کورونو کښې
ناست يوسي اؤ د بونېر نه د باهر تللو هڅه دې نه کوي ـ ځکه چې فوځي عمليات هم په دغه
کنډونو باندې کيږي اؤ پښتانۀ عمومې توګه باندې په شريکه ګرځي ، نو ګومان دے چې په
داسې ګڼه ګوڼه باندې به خامخا د يو نه يو اړخه بريدونه کيږي ـ
د فوځ د
وېاندمطابق بونېر ته څه څلورنيم سوه طالبان راننوتي دي اؤ په غرونو کښې مېشتۀ دي چې
ورسره جديده وسله اؤ د رابطو نظام په لاس کښې دےـ
ددې اپرېشن سرلښکر د فرنټيئر
کانسټبلري يو انسپکټرجنرال کوي ـ