کور / ترخې خبري / د امروز خصوصي تلويزيون خبريال د ايران په غوښتنه بندي سوی و

د امروز خصوصي تلويزيون خبريال د ايران په غوښتنه بندي سوی و

د امروز په نامه خصوصي ټلويزيون خبريال چې د څارنوالۍ له خوا نيول شوى و او د ملي امنيت په توقيف كې و، څه كم له يوې مياشتې وروسته خوشې كړاى شو.
فهيم كوهدامني ازادۍ راډيو ته وويل چې له قيد څخه په ضمانت خوشې شوى او په دې موده كې له ځينو نورو زندانيانو سره يوځاى ساتل كېده.
هغه په دې تورن و، چې ځينې خپرونې يې د افغاني كلتور او دود و دستور خلاف وې. خو كوهدامني د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنې ته ويلي چې  ملي امنيت رياست د يوه ګاونډي هېواد په اشاره دى توقيف كړى و.
د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې خبريال د خوشې كېدو هركلى كړى، خو په دې اړه يې د زياتو توضيحاتو غوښتنه كړې ده.

د موضوع په اړه لراوبر ډاټ کام ته د ايران د سفارت څخه لېږل سوی مکتوب په لاس ورغلی دی چي د نوموړي خبريال يې د خميني او نورو ايراني مشرانو په سپکاوي تورن کړی دی .



څه موده وړاندي په افغانستان کي د ملي کنګرې په نوم د يوې ډلي مشر لطيف پدرام د افغانستان د خپلواکۍ ستوري غازي امان الله خان په نوم د سپکاوي ډکي خبري کړې وې چي د افغان ولس لخوا په کلکه وغندل سوې او له دولت څخه يې د نوموړي د محکمه کېدو غوښتني د لاريونونو په ترڅ کي وسوې ، دولت د نوموړي د محکمه کېدو ژمنې وکړې خو موضوع لکه د ډيرو نورو داسي موضوعګانو غوندي هېره سوه .

 




لراوبر ته د پاچا ګل پاچا رالېږل سوې تبصره :

د ايران سفير بايد د خپلي کمبلي سره پښې وغزوي

په لروبر ويب  پاڼه کي مي  « د امروز خصوصي تلويزيون خبريال د ايران په غوښتنه بندي سوی و

»  تر سر ليک لاندي خبر  ولوست  او  زموږ د هيواد ستري محکمې ته مي  د ایران د سفير د مکتوب متن  چي په ټول افغان ويب پاڼه کي هم خپور سوی وو، هغه مي  هم وليد . خواشینی په دې شوم چي نن د فهيم کوهدامني غوندي زموږ وطنپاله افغان ژورناليسټان  بايد په خپلو ليکنو کي  ان د سفيرانو خيال هم وساتي او داسي څه خپاره نکړي چي خدای مکړه هغوی ورباندي په قهر شي او يا د ايراني آخوندانو د سفير په څير  په افغانستان کي يې  زنداني او  په ايران کي  يې اعدام کړي . 

متأسفانه دلته زموږ د بهرنيو چارو وزارت هم د ايران په ډيکټه عمل کوي کنه په افغانستان کي د ايران د اسلامي جمهوريت سفير چي ځانته « کل اختياره » وايي، هغه ته بايد زموږ د بهرنيو چارو وزارت  په ګوته کړي وای چي  تاسو چه کاره ياست چي زموږ و اداري او حکومتی ادارو ته مستقيماً مکتوبونه استوي او په هغه کي بيا هغوی ته امرونه کوی چي دا کار داسي وکړی او د هغه نه بدتره  بيا داچي د هغوی نه غواړي چي د خپلو اجراآتو نه هغوی ته اطمينان  هم ورکړي !!

مګر موږ د ايران مستعمره يو؟ ايران که څو تنه موردار خوره پلورل سوي آخوندي مزدوران لري او په شورا او يا کابينه کي يې پورته کشته کوي نو دا خو به عجالتاً زموږ بده ورځ وي چي د مجبوريت نه اوبه ورسره غلبېله وو خو داسي نده چي افغانان ويده دي او د خپل هيواد دښمنان نسي په ګوته کولای  اويا هغوی ته سبق نسي ورکولای .

 د ايران سفارت  خپل هر مشکل  بايد دډيپلو ماټيکو چينلو د لاري  حل کړي نه داچي مستقیماً زموږ د هيواد افغانستان و دولتي او عدلي ادارو ته ډيکټې وکړي چي داکار داسي وکړی او يا هاسي .

 د ايران سپير ته بايد پته وي چي  دا د افغانانو وطن دی!

په درناوي

تبصره نسته

  1. ښاغلو!
    د ايران سپير ته بايد پته وي چي دا د افغانانو وطن دی!
    دلته ستاسو ډيکټې نه چليږي ، تاسو يو ځل بيا تاريخ ولولی !
    د چپړاسي احمدی نژاد په اوتو بوتو تاسي نشي کولای تاريخي واقعيتونه پر بله کړی !

    ستاسو چپړاسي غوندي جمور رئیس به و هر دله او دوس ته پاتې کيږي خود ايران و جمهور
    رئيس ته نه پاتې کيږي !
    بل داچي،
    دا زموږ افغانانووطن دی!
    يو و خت ستاسو وطن ايران هم زموږ وطن وو!
    هغه مو هم په وچ زور درنه خپل کړی وو ، او بيا به يې هم خپل کړو!

    امام خميني دي و تاسو ته مبارک وي ، موږ افغانان کومه دلچسپي ورسره نلرو .

    موږ کوم څه چي وايو هغه به وايو ، داځکه چي هغه زموږ حق دی ،
    مقصد دا چي د ايران سفير چي کوم څه وايي نو هغه دي داسي پکر وکړي چي هغه د افغانانو
    په وطن کي وايي !!

    په ډرناوي

  2. ګرانو هيواد والو :
    دملي يوالي دوښمنانو زموږ په منځ كې دنفاق داچونې توري كرغيړنې دسيسي له خاوروسره خاوري شوي ،
    پرشاغلي فهم كوهدامنې دي سل افرين وي چې دملي يوالي لپاره يي دايران تورو غارو او دسيسوته ګوته وروړي او هغه يې رسواكړيدي.
    افغانان هيځوك نه شې سره بيله ولاي ، يو مټ افغان اولس دهر دوښمن دخلولي ماتونكى ځواب دي ،
    ايران دخپلو ګوډاګيانو له لاري غواړي خپلي ناوړه دسيسي پرموږ ومني او زموږ پلورل شوي واكمنان هم لاس په نامه ورته ولاړدي
    پر دي ديو ي خبري دكوو لو جرائت ځوك نه لر ي كه ووي كړي نو د فهيم خان كوهدامني په شان به بندي كيږي
    دفهيم ګنا ځه وه چې ځارګري ډلي نيولي او يو ه مياشت يي په بندكي ساتلي وو،لوي ځارنوال ددي پرځاي چې له خپلو هيوادوالو ملاوتړ وكړي دهغو پوښتنه وكړي چې ولي ايران وهې ځورو ي او رااړو ي ظلمونه ورسره كيږي برعكس دوي پر خپلو هيوادوالو پياوړي دي چې دپردو په خوله يي ونسيږي
    افسوس پردي وطن پلورونكو واكمنانو
    ګرانو هيوادوالو وګوري موږ په هر مذهب ا و په هر قوم پوري چې يو نو يو افغان يو دوښمن موپه يو ه توره وهې نوراځي دد وي ددسيسو په وړاندي په ميړانه يو مټ شو ،
    دفهيم كوهدامنې پوښتنه بآيد وشي او دعزت اعاده يې وشي ،
    له ټول هيوادوالو هيله ده چې دكوهدامنې سره ملاتړ وكړي چې دملي يوالي لپاره ددوشمنانو پر خوله غاښ ماتونكې ګزار دي
    په دره ناو ي رحمتيا ر

  3. سلام ,

    ډيرو عزتمندو مشرانو، همځولو او کشرانو .

    په ډيره خوشينۍ سره وايم چي مونږ (پښتانه) دبل هرچاه نه که هر قوم پوری منسوب وي په هر ډګر کي وروسته يو زمونږ نه نور خلک په هر څه کښي بريالي دي حتی په غلامي او جاسوسۍ کي , زمونږ خولي فقت ژړا ته پاتي دي نه مو پري خپل حق ثابت کړي شو او نه مو اواز چا واوريدو د يو او بل نه دشکايت په ځاي يو بل ته لاس ورکول او خپل ورور ته درناوي کول په کار دي دبل چاه هر څه زغملي شو مګر دخپل ورور سلام ته د شک په سترګه ګورو٠ که څوک په رښتيا دپښتانوپه بدو خفه کيږي تر هر څه دمخه دي په ځان کي مثبت بدلون راولي٠ تر څو د ژړا نه خلاصو ن پيدا کړو٠ نور مو په تکراري خبرو ستاسو وخت نه نيسم ٠

  4. درنو لوستونکو!
    اول تر اوله مو په سلامونو هر کلی کوم.
    خو زه بیا خپل سپی ملامتوم هغه داچی د ایران سفیر به هر سه وای او موگ به یی منو؟ زما خو په خپلو مشرانو چی په چوکیو ناست دی خندا رازی چی دوی ولی په گدا نه ستری کیگی چی هره ورز نوی دولچی پیدا کوی او ورته کدیگی.

    په درنشت