يه د خوښيو او زرګونو هوسونو كوره !
د مينې كوره ! د سپرليو د ښكلا بوريه !
د شمله ورو ، برېتورو پښتنو وطنه !
يه افغانو مهاجرو ماشومانو ځانګو !
خداى دي له بدو سترګو داسې په امان كې ساته
لكه چې پېغله د لاهور په محلو كې ساتي .
ګرانه بوريه ! دا څو شپې چې دي تندي ته ګورم
الوتى رنګ دي راته بده ګواهي راكوي .
هسې نه خداى مكړه چې ستا په لور هم
د اسمان سرې سترګې درواوښتلې
زما د سوات ، د كندهار او د كابل په رنګه
زما بوريه ! د ننګونو عظمتونو كوره !
خداى دي د تل د پاره وساته له بدو سترګو
ګرانه بوريه ! زه وېرېږمه ښه ډېر وېرېږم
هسې نه خداى مه كړه كه ووشي داسې
نو ستا مغروره دنګې ـ دنګې پېغلې
چې په ټول عمر يې د ګل ګزار خوړلى نه دى
د كوم ناترسه تر دُورو لاندې به چيغې وهي ؟
ستا نازولي ، شمله ور زلمي به كوم زوى مړى
په بېرحمۍ باندې تر تېغ تېروي .
خداى شته زاره خو به مي ترك چوي .
ګرانه بوريه ! خوږ غزنى چې زما مور يادېږي
د وخت ناترسو ستمګرو په پردو ټوپكو
راته ټپي ټپي كړه وو يې ويشته
زخمي موركۍ مي خواته ډكې سترګې واړولې .
په څړيكې ، څړيكې غرېو نيولي غږ يې ووېل راته :
زما د سترګو توره ! ګران بچيه !
زمونږ مشرانو پښتنو داسې متل كړى دى .
چې ( تر خوږې موركۍ را وروسته ترور هم نيمه مور ده )
نو ګرانه بچيه ظلمانو چې زه وويشتمه
په ماته ملا دي اوس پالنه راته ګرانه ښكاري
راشه چې ودي سپارم نيمې مور ته
ګرانه بوريه ! بس هغه وو چې راكډه يې كړم
ستا پښتنې غېږې ته
تا مي د مور په څېر په ښه توګه پالنه وكړه .
خوږه بوريه ! راته ګران يې اوس د مور په ډول
خداى دي له بدو سترګو تل وساته
خېر كه ځواني مي سپېلنى شي درته ودودېږي
ګران سقيم جانه !
لومړى خو سلامونه او نېكي هيلي
بيا بايد ووايم چې پر قلم دي بركت سه او اندېښنې دي دروغ سه ( خو دافغان د خاوري د دښمن مخه روښتيا هم اوس د سوهېلي پښتونخوا پر لور ده چې بورى هم په كې راځي نو فكر كوم چې بوريوالي پيغلي او بوريوال زلمي به هم د خپل تورمخي دښمن له جوړونكيو كړاونو سره مخامخ كيږي )
ستاپه شعر كې له دا يوې مصرعې سره قانع نه يم چې تا ويلي دي چې ( يه افغانو مهاجرو ماشومانو ځانګو ! ) ځكه چې پر موږ دي بيا د چا شك دى چې له غزني څخه راغلى افغان سو ؟
بيا دي هم سل او زر ځله قربان سم بورى ستا او ته د بوري يې او زه كه غزنى پردى ګڼم نو پښتون اوافغان به نه يم