کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / امريکايان ، ولې جهادي رسنۍ بندوي ؟

امريکايان ، ولې جهادي رسنۍ بندوي ؟

امريکايي ورځپاڼې  ( والسټريټ ژورنال  ) وړمه ورځ دپنتاګون دسرچينوپه حواله ليکلي وو،چې دوى هغه انټرنيټ پاڼې اوراديويي خپرونې بندوي چې په وينايې طالبانوته منسوبې اويادهغوى خواخوږي دي ، پنتاګون علت ښوولى چې دغه انټرنيټ پاڼې اورسنۍ يوخوقانوني جوازاوليسنس نلري اوبل داچی ورځ په ورځ په زیاته اندازه خلک دطالبانولوری ته اړوی اودامریکااوملګروپه ضدیې راپاروی اودکابل اداره لاپسی کمزوری کوی.

ترټولوړومبى بايدداخبره واضحه شي چې امريکايانو، ان له تيروڅلورو اوپنځو کلونو راهيسې پراخې اومسلسلې هڅې کړي چې دغه ويب سايتونه اوخپرونې چې اوس يې دوى دبندولوهيلې لري غلې اوشنډې کړي ، يانې دا يې کوم نوى ګام اوتازه هڅه نه ده چې وايي دوى دطالبانومطبوعاتي سرچينې اودنشرلارې چاري يې له خنډاوځنډسره مخ کوي ، بلکې په دغه تيره موده کې يې چې څه وخت  لاس برشوى صرفه يې نده کړې ، منتهى اوس دنړى پرمخ دبيان ، ژبې ، عقيدې اوقلم داستردښمنان دخپلوپخوانيو جنايتونوله مخه پرده پورته کول غواړي ، ترڅويونوى فشاردخلکوپه اذهانوپريباسي چې دوى داکارهم سرته رسولى شي ، پداسې حال چې دوى ددغه اختناقي اواستبدادي عمل ازموينه  په کراتومراتوتردې پخواسرته رسولى ، خوالله تعالى شرمولي اومجاهدينوته الله تعالى ، پخپل فضل  دومره استعداداوهنرورلورولى چې دخپلو غليمانو اودښمنانوپه تکنالوجى اودننه کې خپل ځواک اوغږ نړۍ ته ورسوي اودبشريت ددښمنانوله تورمخ نه پرده اوابهام لري کړي.

 امريکايان خوبايدخپل ځان ته دالوى عاراوشرم وګڼي چې  له خپل  دومره لوى مادي قوت اويکتازىسره سره ، يوڅوهغه سيمييزې انترنيت پاڼې اودايف ايم ، راديوګانۍ چې  له  شلوکلومترولرې  فعاليت نشي کولاى  دومره ورنه ويره اوترهه لري چې  پنتاګون پرې  تصميم نيسي اودغه محدودې  اوګوته په شمارخپرونې دځان لپاره لوى خطربولي ، په داسې حال چې  يواځې امريکايانو په افغانستان اوياله بهرنه  په سلهاوو، راديوګانې ، په سوونوتلويزوني دستګاوې  اوپه زرګونواخبارونه ، جرايداومجلې  په کاراچولې ،ترڅو دطالبانوپرخلاف زهرجن ، دروغجن اوکرکجن تبليغات  خپاره کړي اوپه افغانستان کې دطالبانوله لاسه هرورځ وراوړيدونکي درانه تلفات اوزيانونه پټ اوچيرې کومه خپرونه ، خبري اژانس اوويب سايت ونه وايي چې نن دافغانستان په فلانۍ سيمه کې دامريکايانوټانګونه والوتل اوپه دقيق ډول يې دومره فوځيان ووژل شول .

همداامريکاپلوې اوډالرهضمې بې شميره خبرې سرچينې دي چې له تيرواتو کلو نو راهيسې همدانغاره غږوي چې نن په افغانستان کې يوبل امريکايي عسکرمړاويويادوه تنه يې ژوبل شول اوددوى په خبره چې له دغه  وژل شوي عسکرسره په افغانستان کې دوژل شوو امريکايانو شميره څلورسوه ياڅلورسوه لسوته ورسيده ،  سره لدې چې که له تيرو٧کلونوراهيسې ددوى  دراپوروپه تخمين دورځې يوامريکايي هم په افغانستان كي وژل شوي وشميرل شي ، تعداديې ، (٢٥٢٠)ته رسيږي ، البته هغه پيښې به په ځاى پريږدوچې په چاودنو، مخامخ حملواوفدايي بريدونوکې له لسوډيراودرځنونه امريکايي عسکرله منځه وړل شوي.

دکتونکوله نظره ، دامريکايانودغه ورستى اعلان چې  دخپلومخالفينورسنۍ اوانترنيټ پاڼې  بندوي ، يوډير، له بزدلى اوډارنه ډک ناقانونه عمل دى ، ځکه چې دادامريکايانودمخالف لوري حق دي ترڅودخپل ولس غږ اوخبره نړۍ ته په رسااندازورسوي اودهغوله حقوقو دهمدغورسنيوله لارې  دفاع وکړي ، دنړۍ هغه ادارې اوسازمانونه چې دبيان ، ژبې ، عقيدې اوقلم دحريت اوازادى ، نارې وهي  ،که رښتياخپلودغودعوواوشعارونوته ژمنې وي ، نوبايددامريکايانودغه نارواهڅه محکومه ،  شنډه  اولږترلږه کلکه  خويې و غندي  .

تبصره نسته

  1. تېره ورته ليکنه لطفاً ړنګه او دغه سمه برخه يې پر ليکه کړی !

    سميع الحق صاحب ښه مو ضوع ته مو پام شوی دی ،

    په دې هکله لوستونکي بايد سالم قضاوت وکړي چي شيطاني کردار څوک تر سره کوي :

    په کابل کې د اروپا سفيرانو په يوه ګډه مطبوعاتي اعلاميه کې پر افغان حکومت غږ کړى
    چې د رسنيو نوى قانون بايد عملي کړى شي، دغه سفيران په افغانستان کې د رسنيو روان
    حالت د انديښنې وړ بولي او وايي چې د بيان د آزادۍ پر وړاندې خڼدونه مخ په ډيريدو
    دي.

    اروپايي سفيران په داسې حال کې د رسنيو د نوي قانون د عملي کيدو غوښتنه کوي چې د
    شنبې په ورځ د کلتور وزير له دې امله ولسي جرګې د استيضاح غوڼدې ته غوښتى چې د
    رسنيو نوى قانون يې د بهرنيانو تر فشار لاندې تصويب شوى بللى وو .خو بل خوا د چارو
    شننوکي د کلتور د وزير هغه نيوکه چې د رسنيو نوى قانون يې د بهرنيانو تر فشارونو
    لاندې تصويب شوى بللى پر ځاى بولي او ښکاره بيلګه يې همدا د سفيرانو وروستۍ غوښتنه
    بولي چې د افغانستان د رسنيو د قانون په اړه يې کړې ده . د رسنيو نوى قانون که عملي
    کړى شي د افغانستان ملي راډيو ټلويزيون د حکومت له ولکې وځي او ديوه لس کسيز
    کميسيون په واک کې به ورکړل شي .

    اوس چي د امريکا او د هغه د اروپايي انډيوالان و دغه شيطاني دوه مخي ته ګوري نو
    هغوی د يوې خوا د رسنيو دغه روان حالت د ندېښنې وړ بولي او په ريا او تذوير سره
    وايي چي د بيان پر آزادی باندي بنديزونه او خنډونه مخ پر ډېرېدو دي، خو د بلي خوا
    پخپله بر هغه رسنيو باندي چي ددوی پر ضد واقعيتونه خپروي پر هغو باندي بنديزونه
    لګوي . که څه هم ښايي چي په ځينو دغه شاني رسنيزو پاڼو کي به رشتيا پټ وي خو دا
    بايد لوستونکي په ګوته کړي نه دا چي پر هغوی باندي بنديز ولګول شي !

    تاسو دغه شاني امريکايي شیطنت او منافقت څه شاني ارزوی ؟

    په درناوي

  2. وروره ښه ورته غوږ شه!!!
    دوخت دمسلمانانو له خولو ،ارادو ، اوبزدیلۍ څخه خو داسې مالومیږي چې ته به وایی داد لوی کفر اوالهاد پر وړاندې مبارزه اوجهاد یوازې اویوازې دطالبانو دنده ده ،
    وروره په دې پوه شه چې دا لوی ښامار به دهیڅ یو افغان اومسلمان ابرو اوعزت ، اوملي غرور ورپرینګدي )
    نو څه پکار دی………………………………………………؟؟؟؟/
    یوازي اویوازي یی پر وړاندې دمبارزې په ډګر کې پر هیڅ صرفه نه کول اوبس

  3. دا جهادي رسني به موقتي بندي سي ،خو د مسلمانانو د زړونو جهادي رسني به هڅکله بندي نه سي انشاا لله .