تېره ورځ د ځینو افغانستانیانو په غوښتنه د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزیر ښاغلی عبدالکریم خرم د افغانستان د ګډوډیشن خونې (پارلمان) ته د استجواب لپاره بلل شوی وؤ. لکه څنګه چې ویل کېږي چې غل نه وې له بادشاه هم مه ډارېږه دغه ښاغلی هم پرته له کوم ځنډ د استجواب لپاره د دوی په غوښتنه عمومي غونډې ته د وري په ۲۹ نېټه ورغی.
اجنډا داسې ټاکل شوې وه چې نوموړی وزیر به ځینې افغانستانیانو ته چې د افغان د کلمې ضد او هیڅکله نه غواړي افغانستان د افغانانو کور شي په دوؤ موضوعګانو معلومات ورکوي.
یو دا چې ولې د رسنیو قانون د دغه وزارت له خوا نه دی پلې شوی او بل دا چې ولې ښاغلي خرم د خلکو استازو ته سپکاوی کړی.
خرم صاحب د موضوع په اړه بشپړ معلومات د خلکو وکیلانو ته ورکړل، او د خلکو وکیلانو هم په قناعت وکړ خو ځینو نورو چې د خلکو وکیلان نه بلکې د ځینو نورو کړیو استازیتوب یې کاوؤ دغه ځوابونه یې په ځای ونه ګڼل او ویل یې چې قناعت بخشه نه دي او نوموړی وزیر یې د نصاب د حاضرو وکیلان په اکثریت سلب اعتماد کړ.
ما دغه بهیر د ملي ټلویزیون له لارې بشپړ تعقیب کړ. ډېرو وکیلانو خپل نظر ورکړ او ډېرو نورو بیا د خرم صاحب په شخصیت توهین هم وکړ. په دې لړ کې د کابل ولایت د خلکو استازې آغلې نجیبه شریف یوه د هغو کسانو نه وه چې په وزیر یو څو څو اعتراضونه درلودل.
زه نه پوهېږم چې دا آغلې له کوم ځایه راغلې ده او چا دې آغلې ته رایه ورکړې چې د خلکو استازيتوب وکړي. نوموړې داسې وویل:
وزیر صاحب تاسو د ملت یو استازي ډاکټر زلمي ته وویل چې ماته لکه یو نخود نه ښکارې.
زه به دغه آغلې ته ووایم هغه وکیل چې خپل حیثیت نه پیژني لکه تاسو نو باید همدغه شان خوله ماتونکي ځوابونه ورته ورکړل. ښاغلی زلمی هغه څوک دی چې د افغانستان ملي خاین ته یې د ملي ټلویزیون له لارې رحمت الله علیه وویل. دا هغه په جمعیت خرڅه شوې څېره ده چې هيڅکله هم د پښتون نوم ده ته ارزښت نه لري او نه هم پښتون دی.
ده ویل چې تاسو د خبرو آزادي یوه مفته خبره ګڼلې.
اول زه دا وایم چې دغه د خبرو آزادي چې کومه په افغانستان کې روانه دا ريښتیا هم مفتې خبرې دي دغه شان وکیلان چې په پارلمان کې ناست دي دوی هیڅکله هم د خبرو آزادي نه مني. که دوی چېرته منلی نو دوی د پرېږدې هغه طوطئه چې همدغه د ملت استازي یې روزانه خلکو ته جوړوي، پرېدېږدي چې دغه طوطئه د مطبوعاتو له لارې خلکو ته خپرې شي او خلک په دې وپوهېږي چې د ملت واقعي استازي په ملي شورا کې څوک دي. او څوک دي چې په ریښتينې توګه د خپلو ځورېدلو ولسونو درد ته مرحم اېږدي. زه په داسې یو ځای کې یم چې روزانه موږ ته د پارلمان وکیلان راځي چې دا مې وراره دی د ده پلانکۍ کار وکړه او دا پلانکۍ دی د ده پلانکی کار وکړه کله چې څوک په دغه موضوع خپل نظر څرګند کړي دوی هغه بیا د وکیلانو سپکاوی بولي او هغه د بیان د آزادی خلاف دی زه نه پوهېږم چې ښاغلي وکیلان د بیان دآزادۍ نه څه مفهوم لري. او بیا په دې مسئله خپله وزیر صاحب رڼا واچوله چې هغه ولې د بیان آزادي مفته کیسه ګڼلې.
بله موضوع چې د آغلې ورته اشاره وکړه چې د ملي ټلویزیون کارکونکي د ښاغلي وزیر له کړو خوښ نه دي. زه چې څومره پوهېږم دغه آغلې هم د ملي ټلویزیون پخوانۍ کارکونکې ده او ده ته د ملي ټلویزیون پخوانۍ او اوسنی رنګ هم ډېر ښه معلوم دی. د ملي ټلویزیون رنګ خو ایله د همدغه وزیر په وخت کې ملي شو، اوس هم زه دغه ټلویزیون ملي نه ګڼم خو بیا هم دا احساس کوم چې دغه ټلویزیون د یو کوچني قوم پښتنو لپاره هم خپرونې لري.
دا چې د ملي ټلویزیون کارکونکي ولې له وزیره نه دي خوښ زه په دې هم نه پوهېږم خو دومره پوهېږم چې د ملي ټلویزیون کارکونکي له هیچا نه دي خوښ دوی په هغه پخواني رئیس پسې هم خبرې کولې آن تر دې چې هغه رئیس یې له دندې ګوښه کړ. زما په ګمان د دغه ټلویزیون کارکونکي لکه مرۍ (مهرې) هر خوا ته غړي. زه تاسو ته په يقین وایم چې دغه نوي رئیس ښاغلی واحد نظري هم مسلکي هم علمي او هم تکړه اداره چي دی خو دا چې ولې د دغه ځای کارکوونکې هم له دې خپه دي هم له هغه بل زنکه باز، شرابي، بې اهلیته هم خپه دي.
بیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت خو یوازې د ملي ټلویزیون برخه نه لري نور ډېر ریاستونه پکې شته چې کارکونکي نه یوازې له وزیر څخه خوښ دي بلکې وزیر د وزارت د کندې له ژغورل څخه مهمه سټه هم بولي.
همدغه راز دې آغلې د ښاغلي شفیقي پوست په وزارت کې غیر قانوني بللو، زه ورته وایم چې کله مشاور په وزارت کې غیر قانوني وي زه نه پوهېږم نو ولې دغه نور وزارتونه په سلګونو مشاورینو لري. ښاغلی شفیقي د وزیر صاحب مشاور او وزیر صاحب دا حق لري چې یو نه څو څو مشاورین ولري خو زه په ډاډ سره ویلی شم چې د وزیر صاحب مشاورین به درو څلور نه وي زیات. او بل دا چې دا آغلې وايي چې ښاغلي شفیقي د پیسو په بدل کې په خپله ویسا ورځپاڼه کې لیکلي چې د ولسي جرګې دغه پریکړه چې وزیر استیضاح کړي احساساتي ده. زه تاسو ته دغه وایم که تاسو چېرته شفیقي نه وي پیژندلی نو اول د هغوی په اړه خپل معلومات بشپړ کړئ ښاغلی شفیقي هغه څوک دی چې هیڅکله هم د دروغو لپاره خپل نوم نه بدوي او د ریښتیا لپاره هر کله له خپل سر څخه تېر دی. زه د ملت له استازو غواړم چې دغه آغلې اړ باسي چې د خپلو دغو بې مسؤلیتو خبرو په اړه له شفیقي صاحب څخه بخښنه وغواړي.
زه دا وایم چې د ولسي جرګه دغه استیضاح احساساتي نه بلکې د کینې، عقدې او ځان پلورنې ښکارندويي کوي، دغه وکیلان چې کوم یو د وزیر صاحب په استیضاح ملاتړي دي هغوی ټول خرڅ شوي وکیلان دي ده نه یوازې په دې موضوع په ډېرو نورو موضوعات کې هم دوی ځانونه خرڅ کړي دي.
ما چې کله دغه لیکنه کوله راته چا وویل چا دا آغلې د وزیر صاحب له سیمې ده مطلب په وزیر صاحب او دوی دواړه د یوې سیمې دي نو راته هغه د شهید موسی شفیق وینا را یاده شوې چې ویل یې:
د هاتي په غوږ ویده یې بې انصافه
خلک ګرځي د آسمان په کنارو کې
ته لا وایې الف بې د تربګنیو
د نفاق او جهالت په سیپارو کې
خو کله چې ما ډېر دقت وکړ داسې کومه خبره هم نه وه چې ګواکې دا آغلې له وزیر صاحب سره تربګني ولري اما خبره بل چېرته کېدای شي، چې یوه پښتنه د خپل پښتون په ضد داسې خبرې کوي نو خامخا د کوم چا ګوډاګی به وي او د خپلو دغو خبرو په بدل کې به یې لکه د ټولسي ډرامې د اعلانونو بیه اخیستې وي چې هلته په ثانیه باندې پیسې ورکول کېږي. دا خبره تر ډېره ځایه سمه هم ده ځکه دې آغلې ډېر کوشش کولو چې خپلې خبرې اوږدې کړي تر څو له خپل بادار څخه ډېرې پیسې په واخلي.
نورو ډېرو وکیلانو هم بحث وکړ او د وزیر ستاینه او غندنه ډېره وشوه. په دې لړ کې د یوې بلې آغلې صبرینا ثاقب ځینې خبرې هم د یادولو دي.
صبرینا ثاقب هغه څوک ده چې د ځینو په وینا په خپله مصنوعي ښکلا پارلمان ته راغلې ده دغه آغلې چې کله ټولټاکنې وې د دې انځور ما په ځینو دېوالونو ولید او په ریښتیا توګه ډېره ښکلې برېښېده کله چې نوموړې پارلمان ته راغله او وروسته له څه وخته د ټلویزیون په پرده ظاهره شوه نو ډېره بل رقم ښکارېده ما چې کله ولیده و مې ویل چې دا خو صبرینا ثاقب نه ده ځکه هغه ډېره ښکلې وه. کله چې زه صبا سهار پوهنتون ته لاړم نو ځینو ملګرو هم دې خبرې ته اشاره وکړه چې موږ خو دغې آغلې ته د دې د ښکلا لپاره رایه ورکړې خو دا خو بیخې بل څه وختله . خو زه دا وایم چې دې نه یوازې عامو خلکو ته په خپلو مصنوعي ښکلا بازي ورکړه ځینو چارواکو ته یې هم بازي ورکړې. نن دا آغلې راغلې او د فحشا په اړه خبرې کوي. دا وايي چې په ملي ټلویزیون کې فحشا ده.
په پارلمان کې دغسې استازي شته چې د دغه شان کړنو لپاره دوی پیسې اخلي او آغلې صبرینا بیا کوم شخصي فلم پیدا کړی او دا هم په وزیر پسې حسابوي.
دې آغلې نورې ډېرې بې موردې خبرې وکړې، داسې پوښتنې یې مطرح کړې چې په وزیر پورې یې اړه نه درلوده زه نه پوهېدم چې د دې آغلې دریځ څه دی. کله به یې د وزیر یوه ښه کړنه یاده کړه بیا به یې ویل شما چرا اینطور کردید؟ نو زه نه پوهېږم چې په سم کار هم انتقاد کېږي. د بیلګې په توګه د امان الله خان د ښارګوټي د مسئلې یادونه او داسې نور.
د ځینو نورو وکیلانو ویناوې لکه ملالی شینوارې، استاد فرید، او څو نورو کسانو خبرې هم ډېرې اغیزمنې وې چې وکیلان یې راویښ کړل.
نور هم ډېر وکیلان وغږېدل او غونډه د ډېرو ستونزو سره مخامخ شوه. خو د اجنډا سره سم دروند وزیر صاحب دېر قانع کوونکي ځوابونه ورکړل او ډېرو مهم فکتورنو ته یې هم نغوته وکړه. مګر لکه څنګه چې ما مخکې یادونه وکړه دغه موضوع قانوني جنبه نه لري او نه هم کوم قانوني تخلف دی. وزیر صاحب صرف د هغه کینه او عقده په اړه پارلمان ته استیضاح شوی وی چې ځینو افغانستانیانو له ده سره درلوده. زه دا وایم چې دغه افغانستانیان په افغانستان کې څه کوي، خو بیا دا وایم چې دومره پرمختګ یې کړی چې آن هغه افغانان چې دوی خپله هغوی نه مني د هغوی استازيتوب کوي.
وروسته له دې چې د غونډې د مشر په غوښتنه وزیر صاحب له تالار څخه بهر شو. د وزیر صاحب په سلب اعتماد کېدو پچه اچونه وشوه چې ډېر شنه او لږ سره کارتونه پکې پورته شوي وؤ.
خو د پچې اچونې په بهیر کې ډېر وکیلان ولیدل شول چې نورو ته یې په لاس کې سره کارتونه ورکړل او ورته وویل شول چې تاسو د شنو په ځای سره پورته کړئ. دا خبره زه له ځانه نه کوم فلمونه ثبت شوي په خپله پارلمان کې هم دغه فلمونه شته او په ملي راډیو ټلویزیون کې هم دغه فلمونه شته. د وزیر صاحب د سلب اعتماد کېدو چانس دېر کم وؤ خو د پچې اچونې په بهیر کې زموږ بې شعوره وکیلان د نورو د ملګرتیا او یا هم پیلتوب تر فشار لاندې راغلل او خپل شنه کارټونه یې ګوز کړل.
زه د مثال په توګه ښاغلی ګلاب زوی یادوم. د نوموړي تر څنګ بل وکیل سور کارت پورته کړی وؤ او هغه غوښتل چې ښاغلی ګلاب زوی هم سور کارت پورته کړي او ډېره هڅه یې وکړه چې ګلاب زوی ته سور کارت ورکړي خو زه نه پوهېږم چې ګلاب زوی ولې د هغې خبره و نه منله او تر پایه یې شین کارټ په لاس وؤ. خو نورو ډېرو وکیلانو خپل کارټونه بدل کړل.
په پای کې پریکړه وشوه چې وزیر باید سلب اعتماد شي. خو بیا هم د ځینو باتورو وکیلان څخه باید مننه وکړو چې د تالار په پرېښودلو سره یې نصاب راکم کړ تر څو د اعتماد پچه اچونه بلې ورځې ته تم شي.
نو د دوشنبې ورځ به هغه ورځ وي چې د وزیر برخلیک به د خلکو د استازو له خوا ټاکل کېږي.
زه د وزیر ملاتړ نه کوم، زموږ ټول حکومت فاسد دی خو دا وایم چې دغه دریځ د افغانانو دریځ نه دی دا د هغو خلکو دریځ دی چې د افغان ضد دي او د وزیر سره شخصي عقده او کینه لري. ګڼې د اجندا پر بنسټ وزیر بریالی راووت او په ښه توګه یې ځوابونه ورکړل.
په پای که له ټولو وکیلانو غواړم چې د دوشنبې په ورځ خپل مړي پرېږدئ پارلمان ته لاړ شئ او پښتنو ته دغه تور نوم مه پرېږدئ چې خپل کاري سړی یې خپله له دندې ګوښه کړ. ستاسو نه تګ پارلمان ته د وزیر نه ټاکل دي. ډېر د شرم ځای دی چې په هغه هېواد کې ۶۵ سلنه وګړي یې په یوه قوم پورې اړه لري خو وکیلان یې په پارلمان کې ۱۰ سلنه هم نه دي. د فزیکي لحاظه کېدای شي وکیلان زیات وي، خو غیرحاضر، خرڅ شوي وکیلان په دغه کچه کې نه راځي.
بیا هم هیله کوم، د وزیر لپاره نه د پښتو لپاره صبا ورځ ټول پارلمان ته حاضر شئ او دغه افغان ضد دسیسه شنډه کړئ او افغان ضد کړیو ته دا ښکاره کړئ چې پښتانه د غم په وخت کې یو دبل سره یو موټي دي. زه باید یاده کړم چې په تېره غونډه کې د پښتنو ډېر نامتو کسان په غونډه کې حاضر نه وؤ په دو هیله یم چې دوی پښتو ته له خپل مړي ډېر ارزښت ورکړي او پارلمان ته حاضر شي. په پای کې دغو وکیلانو ته هغه د مجروح صاحب قول ور په یادوم:
هوښیاران په دې خبره باندې ښه پوهېږي
چې خوران په دې دنیا باندې ذبون وي
ما مې خپله غاړه خلاصه کړه افغانه
تر آسمان لاندې ټیټ مه ګرځه پښتونه
نن د سور کارټ او شين کارټ درلودونکي وکيلان چي دواړه په
امريکايي ډالرو معاش خوري نو د پښتونولي او افغانيت هغه د پلرو ملي احساس خو دي
ځانته حاضره وګڼي، ايډيالوژيکي خبري دي يوې خواته پريږدي دلته خو اوس زموږ دوطن د
عزت او بقا مسئله پرته ده، د پښتو او پښتونولي مسئله پرته ده، د افغاني غيرت او
آبرو مسئله پرته ده ، تاسو څرنګه د خپلي پښتني مور شيدې رودلي دي چي د شمال د
ناافغانه اوسانو او د غلو و دسيسو ته ځانونه تسليموی ؟؟؟!!
لږ شاني شرم په کار دی. ګلابزويه، تڼيه، علومي تاسو څرنګه نه شرمېږی چي پر وطن مو
سودا روانه ده تاسو د بدنامه ايډيالوژيکي اوسانو خوا نيولې ده ؟ دغه ايډيالوژي تاسو
د چا د پاره غواړی؟
که دا د خپل افغان وطن لپاره غواړی نو دغه اوباشان خو اصلاً دغه افغان وطن نه مني ،
نو بيا تاسو څه غواړی او په چايې تر سره کوی ؟؟؟!
It is time to reject the INFERIORITY Complex that every Pashtun is suffering from, and learn how to live according to realities. If the Pashtuns cannot reject the INFERIORITY Comlex, I strongly advise them, sepecially the leadership group in Afghanistan to visit a psychologist! Why to suffer in INFERIORITY when we can live a normal peacefull life. Thanks Mr. Lmar Afghan
لمره خدای دی وشرموه دادی څه لیکلي ته نو دې خرم شورنخود فروش ته هم پښتون وایی پرېده چی ورک شي چندانی سړی نه دی ته خو یې دی قواری ته وګوره او خبرو ته یی پام وکړه دده نو کوم ځای پښتون ته پاتی کیږي ته هم هسې په …….. کې باد وهلی یی
Ahmada, ke Khuram sher nakhud ferosh day, khu bya ham wazarat chelawee. Ke ta mong ta wefarma yes che ta pa khpela tsa kara yea, der bu kha shee. Kar ayb ne dai, leg zan metamadena kra. Bela khaber pa tsera da. Noom de Ahmad day, imkan lari che muslman wee, ke muslman yea, no pa de ham bawar lari che tsera khudai dar kerai, no de ta ajad ne dai de yaw che pa tsera wekhandi. Pa de hisa ke leg akhlaqi asas zanta jor kri, kha bu shee. Ke yaw aks lari, chap yeah ka che sta khukla ta ham zeer sho. Mannana.
سلامونه او نیکی هیلی می ومنی !
خرنگه چی د ملک نه د خه مودی لپاره لری یم همداسی یو تعداد مسایل هم په ژوندی بڼه
نه شم لیدلی او تعقیبولی، خو د انترنت په وسیله حان خبروم په هر صورت خرنگه چی
مضوع، پارلمان ته د کریم خرم د ورغوشتنی په هکله لیکل شوی، اول باید و وایم چی کوم
پارلمان او کوم د ملت استازی؟ هغه استازی چی د دوی لمړی کار د یو جنگ سالار او د
ملت د وینی تویونکی، د بیت المال غل او …………. چی په دوبی کی گیریژی او خدای
یی تولی نری ته شرموی، د ولسی جرگی ریس تاکل
هغه استازی چی نور وزیران یی هم صلب اعتماد کړی او تراوسه شیر غوندی مړی سترگی خپل
کار کوی ټول پوهیژی چی مسئله چیرته ده، . هغه وکیلان چی ټوله ورځ د ملت په غم کی
ورک دی، نه د خپل کور نه د خپل موټر او نه د خپلو شخصی کتو په قیصه کی دی……….
وایی یوی کیدړی یو وخت کاغذ پیدا کړی وو، نورو کیدړانو ته ویلی وو چی راځی دا باغ
مااخستی او قباله یی دا ده ټول کیدړان په خوشحالی باع ته لاړل او د انگور په خوړلو
یی پیل وکړ,کله چی د باغ مالک راغلو د کیدړانو په وهلو یی شرع کره نو چغی شوی چی
قباله راوړه هغه ویل قبال داده خو په چا یی منی.
د خرم مسله ، خرم هم د همدغه رشوت خور او فاسد حکومت یوغړی دی او کاری یی هم دومره
د ستاینی وړ ندی خو دومره ویلی شم چی غل، فاحش، رشوتخور، قاتل او …. ندی او که هر
خه دی یو پشتون خو دی.
په درناوی
Grano wroonu, de har tsa kera pa de khpel wakht pa sharayetu, meheet and imkanatu pore taluq nee si. Za ne wayam che khaghelai khuram prekhta da, khu khaghelee khuram ter khpel hada pore der zahmat yestelai, and de da keru qadar buya wa shee. Aya tasu fiker kaway che khuram sahib la qanooni, khalili, zia, dostum, sayaff, and noro be haysaitu afghannu na der khdmat ne dai kerai. Ke taso fiker kawee, che da nor kha dee, no khuram sahib bu leri shee, ama zmong mushkel bu hal na shee. Razai che pa hara masale ke yaw musbit qazawat wukru. De lmar afghan na mannana che da massala yeah raporta kera…
زه لومړی هیله کوم چې له بې ادبه تبصرو څخه چې یو شخص ته متوجه وي ځان وساتئ ځکه دا یو غیر فرهنګي کار دی. هرڅوک پوهیږي چې خرم ددې لپاره استیضاح ته راوبلل شو چې په هغه کې يو څه تریخی او دافغانیت احساس شته او دیو بافرهنګه پښتون په څیر کارونه يي کړي دي. دقانوني خیلو زړه و چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم ځانته خالي کړي او بیا په کرزي خان باندې د چکري په څیر کوم افغان دښمنه ګوډاګی ومني.
her haga Pohton ch de bel pohton pesi khabery kawe haga ham de Kanoni gondy be sharma insan dy pe shmal talwala ki kho insan shta na da haga khlk dy che khpel mor(watan) yi khars kry dy aya taso rata yao(1)?Tajek (parsiban)hoday shy che de belpesi se bad we wayi gle ao khinan yi kahramanan shol kh mong tol bad shlo grano pahtano khpel bikh pe khpela me wahy
salam grano haiwadwaloda har sa da makha tolo ta da cricket raghalu qahramanano ta kha raghlast wayo
salam grano haiwadwaloda har sa da makha tolo da cricket raghalu qahramanano ta kha raghlast wayo
دیر د الله رحم وشوه چی خرم صاحب ده باور رایه واخسته له تولو هغه وکیلانو سخه مننه کوم کوم چی ده باور رایه یی وکاروله
احمده زه پوهیگم چی ته دی کوم سقاو زوی یی پشتون داسی بد نکوی لکه تاچی ویلی دی خدای به دی کوم بریتور طالب جان ته په لاس ورنکری چی تا بی ناموسه ته ادب وشی چی یوه وزیر ته په داسی الفاظو وغگیگی په هغو سقاوانو پسی خبری وکره چی شزی یی؟؟؟؟؟؟؟ سه کوی او دالر اخلی بیا په کوروزین کی په مکروریانو کی چکر وهی