کور / تازه خبرونه / افغانستان د كركيټ په لوبه كي د نړيوالو لوبو جوګه سو

افغانستان د كركيټ په لوبه كي د نړيوالو لوبو جوګه سو


د ۲۰۱۱ كال د كركيټ نړيوالو سياليو ته د لار موندني په دوهم پړاو كي افغانستان خپله وروستۍ لوبه له نيميبيا هيواد څخه وګټله او د جنوبي افريقا د اوسنيو سياليو په ۱۲ لوبډلو كي يې شپږم مقام ترلاسه كړ، چي د څارونكو په وينا د افغان لوبغاړو دپاره بېسارى برى دئ.
افغانستان كه له يوې خوا د ۲۰۱۱ كال له نړيوالو سياليو بې برخي سو، خو له بلي خوا يې د نړۍ له ډېرو پياوړو لوبډلو، اسټراليا،جنوبي افريقا، ويسټ انډيز، هندوستان، انګلستان، سريلانكا، پاكستان، بنګلدېش او نورو هيوادونو سره د يوې ورځنۍ لوبي امتياز ترلاسه كړ، چي له مخي به يې د لوبي په ډګر كي د افغان لوبډلي تجربه ډېره او ورسره به د كركيټ له نړيوالي شورا څخه زياتي مالي مرستي ترلاسه كړي.
افغان لوبډله به تر دې وروسته كال ۱۲ مياشتي د نړۍ بېلابېلو هيوادونو ته د لوبو دپاره ځي او همدا راز به د نړۍ د پنځو وچو په اتلوليو كي ګډون كوي.
كه افغانستان د دوهم پړاو له څلورو لوبو څخه دوهمه پر كاناډا نه واى بايللې د ۲۰۱۱ كال نړيوالو سياليو ته يې وتل حتمي ول او يا نن اماراتو يا هالنډ خپله لوبه بايللې واى هم د افغانستان د وتلو چانس موجود وو.


د لر او بر افغانستان ويبپاڼه ټولو هيوادوالو او د افغان لوبډلي شازلمو ته د دې مقام د ګټلو مباركي وايي او د لوى خداى (ج) له دربار څخه د نورو برياليتوبونو غوښتنه ورته كوي.

تبصره نسته

  1. ټولو هيوادوا لو اودكركت لوبډلي اتلانوته ددي لويي برا مباره كي وړاندي كوم دلوي خداي شكردي چې له ټول ناخوالوسره يي زموږ لوبدلي ته برياليټوب وربه برخه كړ ،
    هرځه چې دي دخداي نعمت دي له لنډوخت كي دونه برياوي دايوازي له الاهي مرستي پرته نه شي ترلاسه كيدلاي ،
    موږ دلوي خداي شكر اداكوچې مو ږته يي داتوان راكړه چې دسيالانو سيال شو ،
    ملي اتلانو
    تاسو دملي يوالي نښي ياست ، تاسو ملي اتلان ياست تاريخ او ځوان نسل درباندي وياړي .
    ملت درباندي وياړي چې دوي ته مو هيله اوخوښي وركړه ، ستاسو په برياو ټول ملت خوشحاله دي .
    تاسوته نور ي لابرياوي له لو ي درباره غواړم تل موبراليتو ب په برخه شه ،
    په دره ناوي رحمتي ګيلانوال

  2. تاسو ټولو ته د ملي لوبډلې د بريا مبارکي وايم او غوښتنه مې د لروبر ويبپانې داده چې دا ولې دومره فاليت نه کوي دوى هم لکه دتول افغان او بي بي سي دغه ميچونه په ژوندۍ بڼه خپاره کړائ و په هر صورت اينده کې که د افغانستان تيم د چاسره مسابقه لري بايد چې توجو وکړي.
    په درنښت

  3. زه پخپله دافغانستان ديوبچي اوديوکندهاري په صفت وټولوافغانانوټولوکندهاريانوپه خاصه توګه وټولوپښتنواو دکرکيټ دلوبډلي اتلانوته دزړه له کومي مبارکي وايم دلوي اولايزال څښتن ډيرډيرشکردي چي افغانستان دجنګونوجګړواونوروناخوالوترڅنګ دسپورت اويا دکرکيټ په لوبه کي دنړي سيال سو داپخپله دافغانستان لپاره اتلولي ده نړي ته معلومه سوه چي اافغانستان دسپورت په ډګرکي هم غښتلي دي اوغښتلتيالري اوزه فکرکوم پدي بريا سره افغانان ملي اتلان اودملي يوالي نښه معلوم سوه دابريادي ټولوافغانانوته مبارک وي موږورته دنوروبرياوؤغوښتونکي او ورته لاس په دعآيو لوي څښتن دي نوري همداسي برياوي ورپه نصيب کړي .

  4. د ټول افغان ملت دی مبارک وی. خصوصا د زلمیانو. او د لوبډلی د اتلانو.
    خبر شوم چی په جلال اباد کی ددی بریا د لمانځنی په موخه په زرونو ځوانان لارو او کوڅو ته راوتلی وو. خو متاسفانه په کندهار یا کوم بل ولایت کی داسی څه تر سترګو نه شول.
    اتلانو ستاسی دی مبارک وی.

  5. سلام ګرانو هېوادوالو!

    د افغان شازلمیو ستر بری مو مبارک شه، په رشتیا هم چې ډېر د خوشحالۍ او خوښۍ ځای
    دی.

    پرون ماښام د جلال اباد په ښکلي ښار د درونټې په سیمه کې مېلمانه وو، او ماښامنۍ مو
    کوله چې له هرې لورې چغې شوې، خلک له دکانونه او تفریح ځایونو راووتل او یو بل ته
    یې مبارکې ورکول، بیا ډلې ډلې ځوانان او ماشومان سره د ډولونو یوې خوا او بلې خوا
    تلل او دغه بریا یې په اتڼ او خوشحالیو لمانځه.

    کله چې د ښار پر لوري روان شولو، نو بیا هم ننګرهاري ځوانانو او ماشومان د
    افغانستان بیرغ، د کرکټ د لوبو سامانونه او ډولونو سره پر سړکونو دغه ستر بری او
    وړیا یې لمانځله.

    کله چې د پشتونستان واټ یا د ولایت مخې ته څلور لارې ته ورسېدو، نو د ګاډو د تګ او
    راتګ لاره بنده وه او پر دغه څلوري په سلګونه خلک راټول وو او د اتڼ او ګډا سره یې
    دغه بریا لمانځل، چې واقعاْ ډېر په زړه پورې وه.

    زه دغلته د ننګرهار ولایت له چارواکو نه څو ګېلې لر.

    ۱ – په دغه ماښام د جلال اباد ښار پر سړکونو تیاره خوره وه او د سړک پر سر ګروپونه
    ګل وو او خصوصا د ولایت مخې ته چې په سلګونه ځوانان را ټول وو، چې ډېر مې زړه خفه
    شو او د ځوانانو او د مشرقي زون د خلکود خوښیو او بریاوو د لمانڅلو د نه پاملرنې په
    معناده.
    ۲- ددغې بري لپاره باید د ننګرهار چارواکي د خلکو په خوشحالیو او خوښیو کې له دوی
    سره برخه اخستې وه او له دوی سره باید په دغه سمیه کې د لا هڅونې لپاره موجود وای.
    ۳ـ د ننګرهار د ولایتي شوراغړي او ولایتي چارواکي باید خلکو ته شرینۍ او خواږه
    وېشلای وای.

    خو د خوښۍ او وړیا خبرې دا دي.

    ۱ـ د ننګرهار او مشرقي زوند د خلکو دغه لمانځه د دوی د کرکټ ملي لوبډلې ته د قدر او
    عزت وربخښل وو.
    ۲ـ د ننګرهار خلکو وښوده چې څومره پر وطن، هېواد او هېوادوالو مین دي.
    ۳ـ د ماښام څخه د شپې تر نیمایي پورې د دوی لمانځنه دا معنی لري چې په ننګرهار
    خصوصاْ د جلال اباد په ښار کې څومره ښه امنیت شته او دغه ښار څومره خوندي دی.
    ۴ـ ننګرهاریانو یو لوی او روښانه پیغام د نړۍ نورو هېوادونو ورسوله چې افغانان صلحه
    دوست او څومره میناک خلک دي.
    ۵ـ دغه خلکو نړیوالو ته دا وښوده اګر چې مونږ ډېر پیاوړي او غښتلي ونه اوسو بیا هم
    کولای شو خپلو دښمنانو ته داسې ماتې ورکړو چې ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ شي.
    ۶ـ دغه خلکو یو بل پیغام هم نړیوالو ته ورکړه چې مونږ ترهګر او دهشتګر نه یو، بلکې
    د دهشتګردۍ ښکار یو.

    یوه بله مهمه خبره دا چې د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره ډېرو خلکو ځانونه کاندید
    کړيدي، خو افسوس چې پر دغه شپه دوی له خپلو هېوادوالو سره دغه خوښي ونه لمانځله.

    خدای دې وکړي چې په راتلوونکو شپو او ورځو کې دغه پورتني ښاغلي وخت پیدا کړي او د
    هېوادوالو په خوښیو او خوشحالیو کې ګډون وکړي.

    زه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې اتلولانو ته ددغه ستر بری مبارکي وایم او د خدای
    پاک له درباره په زرګونه او لکونه د شکر مراتب پر ځای کوم او هیله لرم چې خدای (ج)
    دې په راتلوونکې کې هم زمونږ دردېدلي او کړېدلې ملت ته خوښي او سرلوړي ور په برخه
    کړي.

    او په اخره کې د افغانستان منتخب جمهور ریس جلاالتماب حامد کرزي څخه دا غوښتنه کوم
    چې زمونږ دغه اتلان دې په ډېرو شاندارو او ویاړلو مراسمو کې ددوی راتګ تابیا د
    نیولو امر وکړي او دوی ته دې زیاتو امکاناتو او تجهیزاتو په برابرولو کې مرسته وکړي
    او دوی دې په ډېر قدر او عزت سره وویاړي.

    بل د افغاني تجارانو او تجارتي شرکتونو نه دا هیله لرم چې خپل اتلان په ښه شان او
    شوکت سره ولمانځي.

    بل د افغانستان له اوسېدونکو نه دا هیله لرم چې لکه د ننګرهار خلک دوی دې هم د
    اتلانو اتلولي ولمانځي.

    په اخره کې یو ځل بیا ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکې وایم.

  6. زه خپل سلامونه اونيکي هيلي اودملي ټيم دبريا مبارکي دلروبرکارکونکواوټولوهيوادوالوته ډالۍ کوم خويوه نيوکه چي په لراوبرئي لرم هغه داده چي دوي دملي ټيم په برياليتوب خوشحاليږي ځکه چي پښتانه دي خوخدمت ئي ورته ندي کړي هغه خدمت دادي چي دغه لوبه بي بي سي اوټول افغان نيغ په نيغه نشروله اوتاسي هيڅ دلچسپي پکي نه درلوده په اينده کي کوښښ وکړۍ اوداسي عمل تکرارنکړي لږ ويښ شي اوخپل ملت ته خدمت وکړۍ اوپه اينده کي که داسي لوبي کيدي نشره وي ئي ستاسي دکاميابۍ په هيله

  7. سلامونه! زه د لوگر د خلکو به استازیتوب د افغانستان د ملی کرکت د لوبدلی دغه ستر بری محترم شهزاده مسعود او نورو تولو هیوادوالو ته د زره له کومی مبارکی وایم

    الله دی افغانان تل سر لوری لری

  8. د هر څه دمخه ټولو هيوادوالو ته او د ملې کرکټ اتلانو،بازانو، زمريانو ته ددې ستر برې مبارکې وايم او دا ډيره غټه خبره ده چه دافغانستان کرکټ ټيم په ډير کم وخت کښې يو ورځنې سيالو ته لار پيدا کړه او دا د الله تعالې فضل او ددې مسلمان ملت دعاو برکت ولکه واکمن ورورچه وويل دننګرهار خلکو دا بريا په اتڼو او ګډاګانو سره ولمانځله کاش چه زمونږ په پايتخت کښې هم دا احساس واې ننګرهاريانو خداې مو راته تل ژوندې لره

  9. خپلو ټولو د کرکټ اتلی ډلی٠ او ټول افغانستان ته ددی بی ساری بری مبارکی وايم٠٠
    زمونږ دکرکټ ملی ټيم زمونږ په زړونو کی د وطن مينه ملی يووالی بيا راژوندی کړو٠ چی دا د هر هغه جهانی کپ نه مونږ ته ډير ارزښت لری٠ مونږ به تل د نورو ملکونو مسابقه ليدلی او چا دا تصوور هم نه کولو چی افغانستان به هم يوه ورځ داسی لوبیږی او مونږ به د خپلی لوبډلی په حمايت خپل نظر وايو او د بری هيلی به یي کوو،، چی دا ټوله د لوی ځښتن تعالی پيرزوينه او زمونږ د ملی کرکټ لوبډلی ځوانانو نا ستړيدونکی هځی وی٠

    د لوی ځښتن تعالی نه خپلی لوبډلی ته د ژوند په ټولو چارو کی همداسی کاميابی او سوکالی غواړم٠
    وسلام ستاسی ورور نقيب

  10. دلراوبرکارکوونکواومينه والوته وړاندې کوم اودکرکټ ملي ټيم برياټولوافغانانوته ورکوم زه دټولوافغانانوڅخه غواړم چې خپل دادوياړونوټيم ونازوي .
    په درناوي زريالى جبارخيل