کور / خبرتیا او پيغامونه / دکرکټ خبرونه : : افغانستان سکاټلنډ ته سخته ماته ورکړه

دکرکټ خبرونه : : افغانستان سکاټلنډ ته سخته ماته ورکړه

 کرکټ: افغانستان سکاټلنډ ته سخته ماته ورکړه



رحيم ګل څاروان


د جنوبي افریقا په سیالیو کي نن افغانستان د سکاټلنډ هیواد ته د دوهم ځل دپاره ډیره سخته ماته ورکړه.
افغان لوبغاړو نن له پیله ښه پیل وکړ او د اتو لوبغاړو په سوځېدو یې مقابلي لوبډلي ته ۲۹۶ منډي هدف وټاکه، چي سکاټلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ایله ۲۰۶ منډي جوړي کړې او په ۴۰ آوره کي یې ټول لوبغاړي د لاسه ورکړه.
د نن ورځي تر ټولو ډیري (۵۸) منډي محمدنبي وکړې او حمید حسن بیا ډېر (۳) لوبغاړي وسوځول.
د لر او بر اداره د افغان لوبډلي د دې بري په اړه ټولو افغانانو ته مبارکي وایي.
=====================================================================


سکاټلینډ وروستي لوبغاړي ډېره ښه لوبه کوي، دوی دواړه بالران دی. د سمیع الله پر ځای حمید حسن بېرته بالینګ ته راغی. سکاټلینډ په ۸۶ بالونو ۱۱۱ منډو ته اړتیا لري. نبي عیسی خېل زیاتې منډې ورکړې او کوم یو یې لا ندی سوځولی. اوس سمیع الله شینواری او محمد نبي عیسی خېل بالینګ کوي، دوی دواړه ورو بالران دي. له دې سره حمید حسن په ټول ټورنمنټ کې دوهم بالر دی چې زیات لوبغاړي سوځوي. حمید حسن اتم کس وسوځاوه، سکاټلنډ ۱۴۳ منډی کړی، دا د حسن دریم کس دی چی نن یی سوځی.نبي عیسی خېل ۲۷ اوور وکړ، دوه منډی یې پکې ورکړې، ۲۸ اوور حمید حسن کوي، که حمید حسن یو بل لوبغاړی وسوځوي، نو هغه به د ټورنمنټ دوهم بالر وي چې زیاتې لوبغاړي یې سوځولي، دي، حمید حسن تر دی سیالۍ وړاندې ۱۵ لوبغاړي سوځولي، سکاټلینډ په ۱۴۴ بالونو ۱۵۹ منډو ته اړتیا لري. حمید حسن ۲۶ اوور کوي، سکاټلینډ اوس ۱۱۷ منډې لري، دری لوبغاړي ورسره شته. حمید حسن ۲۲ اوور کوي، د سکاټلینډ بل لوبغاړی وسوځاوه، حمید حسن په لومړي اوور کې هم یو لوبغاړی سوځولی وو. یو ویشتم اوور خالقداد نوري وکړ، هغه د سکاټلینډ ویکټ ساتونکی لوبغاړی کولین سمیټ وسوځاوه، خالقداد نوري ډېره ښه لوبه کړی، هغه په ۵ اورونو کې ۲ لوبغاړي سوځولي او ۲۰ منډې یې ورکړي. حمید حسن د سکاټلنډ پنځم نفر وسوځاوه، کی جی کوتزر ډیر وخت ودریدی، ۴۵ منډی یی جوړی کړې. سکاټلینډ ویکټ ساتونکی تیزه لوبه کوي، هستي ګل عابد ورته بالینګ کوي، هستي ګل تر اوسه په پرلپسې توګه خپل نهم اوور کوي، هغه دوه لوبغاړي سوځولي. سکاټلینډ په ۲۰۷ بالونو ۲۱۳ منډو ته اړتیا لري. ۶ لوبغاړي لا ورسره شته. اتل ستوري هستي ګل عابد د سکاټلینډ کپټان واټسن وسوځاوه، د هغه کېچ اتل ریس احمدزي ونیاوه. سکاټلینډ ۸۳ منډې لري، ۱۶ اوور هستي ګل عابد کوي، سکاټلینډ اوس ۷۲ منډې لري، ۳ یې سوځېدلي. افغانستان ته اړتیا وه، چې له دغو دوو لوبغاړو یو یې وسوځوي. خالقداد نوري ۱۳ اوور ته راغی، هغه د سکاټلینډ تیز منډه جوړونکی مکولم وسوځاوه، ایل بي ډبلیو شو، خالقداد نوري په تېرو ټولو لوبو کې ښه ځلېدلی، هغه ښودلی چې ښه بالر دی. د سکاټلینډ ۶۶ منډې دي، ۲ یې سوځېدلي، ۱۳ اوور روان دی. په دوولسم اوور کې هستي ګل عابد دوه منډې ورکړي، دولت احمدزي ۶ اورونه کړي، ۴۰ منډې ورکړي، یو یې سوځولی، هستي ګل عابد ۶ اورونه کړي، ۲۶ منډې ورکړي، یو یې سوځولی. سکاټلینډ ۶۲ منډې کړي، ۲ لوبغاړي یې سوځېدلي. داسې ښکاري چې د سکاټلینډ دغه دوه لوبغاړي ډېره تېزه لوبه کوي، دولت احمدزی ۱۱ اوور کوي. سکاټلینډ ۱۱ منډې لري، ۲ یې سوځېدلي، اتل ستوري هستي ګل عابد په څلورم اوور کې د سکاټلینډ بل لوبغاړی مجید حق وسوځاوه، هغه ایل بي ډبلیو شو، څلورم اوور هستي ګل عابد کوي. د افغانستان له لوري بالینګ پيل شو، لومړي اورونه دولت احمدزی او هستي ګل عابد کوي، دولت احمدزي د سکاټلینډ تکړه لوبغاړی همیلټون وسوځاوه، د هغه کېچ نورعلي ونیاوه. د جنوبي افريقا په سياليو كي اوس د افغانستان او سكاټلنډ ترمنځ لوبه روانه ده.
نننۍ لوبه د پنځم او شپږم مقام پر سر كېږي، چي افغانستان لومړى بيټنګ ته ودرېد او په پنځوسو آورو كي يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سكاټلنډ ته ۲۹۶ منډي هدف وټاكئ.
د نن ورځي په لوبه كي محمدنبي ۵۸ منډي، سمېع الله شينواري ۵۲ اونورعلي ۴۵منډي جوړي كړې.
اوس تفريح ده، وروسته به سكاټلنډ بيټينګ ته ودرېږي او وبه كتل سي چي دا لوبه څوك ګټي.
خو افغانستان د دې لوبو په دوهم پړاو كي سكاټلنډ ته ماته وركړې وه او د څارونكو په وينا سكاټلنډ د ۲۹۶ منډو پوره كول سخت هدف دئ چي افغانستان ته ورته وټاكئ.
=================================================================
خالقداد نوري راولاړ سو، له هستي ګل عابد سره ودرېدئ.
رئيس احمدزى په ۳۹ منډو اوټ سو.
هستي ګل عابد له رئيس احمدزي سره ودرېدئ.
سميع شينواري ۵۲ منډي وكړي اوټ سو.
رئيس احمدزى او سميع شينوارى بيټينګ ته ولاړ دي.
افغانستان ۱۸۱ منډي، پنځه سوځلي ۳۳ آور روان دئ.
نوروز منګل او نبي ولاړ دي، افغانستان ۱۳۱ منډې کړي، ۲۲ اوور روان دی. د شپاړلسم اوور ۵ بالونه شوي. افغانستان ۹۹ منډې کړي، د ۱۶ اوور لومړی بال شوی، نبي او نوروز منګل ولاړ دي، نبي ۱۷ او نوروز ۱۷ منډې کړي، افغانستان ۹۶ منډې کړي، ۱۵ اوور لا روان دی. نوروز منګل په ۱۵ اوور کې دوه څلورې ووهلې، نبي ۱۶ منډې کړي او نوروز منګل بیا په ۱۳ بالونو ۱۲ منډې کړي. اوس کپټان نوروز منګل ولاړ دی. په دولسم اوور کې نورعلي کېچ شو، هغه ۴۵ منډې وکړې ولې ډېرې تېزې منډې وې. یوولسم اوور روان دی، افغانستان ۷۴ منډې لري. نور علي او محمد نبي ولاړ دي، نورعلي په ۲۴ بالونو ۴۴ منډې کړي، ۹ څلورې یې وهلي، نبي عیسی خېل بیا په ۱۶ بالونو ۷ منډې کړي، یوه څلوره یې وهلې. نورعلي او محمد نبي ولاړ دي. کریم صادق وسوځېد، هغه دوه شپږې او یوه څلوره وهلې وه، کریم په ۲۰ منډو وسوځېد. افغانستان اوس ۵۴ منډې لري، ۷ اوور لا روان دی. نورعلي د اوووم په لومړي دوو بالونو دوه څلورې واخېستې. نورعلي په ۱۵ بالونو ۲۶ منډې کړي، کریم بیا په ۲۱ بالونو ۲۰ منډې کړي. کریم صادق او نورعلي نور ډېره تېزه لوبه پیل کړې. کریم صادق او نورعلي ولاړ دي. افغانستان په پنځو اورونو کې ۲۵ منډې کړي. افغانستان ټاس ګټلی. په لوبه کې بدلون لیدل کیږي، شهزاد خان او شاپور نشته، پر ځای یې هستي ګل، دولت احمدزی او خالقداد لوبې ته رستانه شوي. افغانستان نن خپله سیالۍ له سکاټلینډ سره پيل کړه، دا سیالۍ د پنځم مقام د ترلاسه کولو په موخه ترسره کیږي.





د کرکټ سيالي په ژوندۍ بڼه وګورئ !


 







د لراوبر د لوبو البم 






افغانستان د كركيټ په لوبه كي د نړيوالو لوبو جوګه سو



  سلېمان  –  نېټه : ٢٨ / ١ / ١٣٨٨  |  2009-04-17


د ۲۰۱۱ كال د كركيټ نړيوالو سياليو ته د لار موندني په دوهم پړاو كي افغانستان خپله وروستۍ لوبه له نيميبيا هيواد څخه وګټله او د جنوبي افريقا د اوسنيو سياليو په ۱۲ لوبډلو كي يې شپږم مقام ترلاسه كړ، چي د څارونكو په وينا د افغان لوبغاړو دپاره بېسارى برى دئ.
افغانستان كه له يوې خوا د ۲۰۱۱ كال له نړيوالو سياليو بې برخي سو، خو له بلي خوا يې د نړۍ له ډېرو پياوړو لوبډلو، اسټراليا،جنوبي افريقا، ويسټ انډيز، هندوستان، انګلستان، سريلانكا، پاكستان، بنګلدېش او نورو هيوادونو سره د يوې ورځنۍ لوبي امتياز ترلاسه كړ، چي له مخي به يې د لوبي په ډګر كي د افغان لوبډلي تجربه ډېره او ورسره به د كركيټ له نړيوالي شورا څخه زياتي مالي مرستي ترلاسه كړي.
افغان لوبډله به تر دې وروسته كال ۱۲ مياشتي د نړۍ بېلابېلو هيوادونو ته د لوبو دپاره ځي او همدا راز به د نړۍ د پنځو وچو په اتلوليو كي ګډون كوي.
كه افغانستان د دوهم پړاو له څلورو لوبو څخه دوهمه پر كاناډا نه واى بايللې د ۲۰۱۱ كال نړيوالو سياليو ته يې وتل حتمي ول او يا نن اماراتو يا هالنډ خپله لوبه بايللې واى هم د افغانستان د وتلو چانس موجود وو.


د لر او بر افغانستان ويبپاڼه ټولو هيوادوالو او د افغان لوبډلي شازلمو ته د دې مقام د ګټلو مباركي وايي او د لوى خداى (ج) له دربار څخه د نورو برياليتوبونو غوښتنه ورته كوي. 





کرکټ : افغانستان نميبيا ته ماته ورکړه


بشپړ راپور : رحيم ګل څاروان 


افغانستان وګټله. مبارک د نمیبیا وروستی لوبغاړی حمید حسن وسوځاوه. نمیبیا ته په ۱۳ بالونو ۲۸ منډې پکار دي. شاپور دا لوبغاړی وسوځاوه.


نمیبیا یو وروستی لوبغاړی پاتې دی، د نمیبیا دوه لوبغاړي پاتې دي، نمیبیا ته په ۱۹ بالونو ۳۶ منډې پاتې دي. همدا اورونه د پاور پلې دي، له ۴۳ اور نه تر ۴۷ اور پورې پاور پلې ده.


نمیبیا په ۳۶ بالونو ۵۸ منډو ته اړتیا لري. کریم صادق په ۴۴ اور کې د نمیبیا بل لوبغاړی وسوځاوه. بولډ یې کړ.


نمیبیا په ۴۸ بالونو ۶۹ منډو ته اړتیا لري. د حمید حسن پر ځای کریم صادق راغی. نبي ۴۲ اوور وکړ، یوه څلوره پرې ووهل شوه. حمید حسن د یو څلوېښتم اوور په دوهم بال د نمیبیا هغه لوبغاړی وسوځاوه چې ۵۴ منډې یې کړې وې، د نمیبیا دغه لوبغاړی ګیری سنیمن نومېده.


په ۴۰ اوور کې نبي یوازی یوه منډه ورکړه، نمیبیا په ۶۰ بالونو ۷۸ منډو ته اړتیا لري. نمیبیا اوس په ۷۸ بالونو ۸۸ منډو ته اړتیا لري. د نمیبیا بل لوبغاړی د کریم په بال شهزاد خان کیچ کړ.


نوروز منګل په خپله راغی او بالینګ کوي. ۳۴ اور نوروز کوي. سمیع الله شینواری په ۳۳ اوور کې ۷ منډې ورکړي. نمیبیا په ۱۰۸ بالونو ۱۳۳ منډو ته اړتیا لري. کریم صادق ۳۲ اوور وکړ ۴ منډې یې ورکړې.


نصرت په ۳۱ اوور کې ۷ منډې ورکړي، افغان لوبډلې ته پکار دي چې دا لوبغاړي ژر وسوځوي، که نه ورته ستونزی پېښولای شي. نمیبیا په ۱۲۰ بالونو ۱۴۴ منډو ته اړتیا لري.


کریم صادق په ۴ اورونو کې ۱۱، نصرت په ۶ اورونو کې ۲۳ یو یې سوځولی. کریم صادق او نصرت بالینګ کوي، د نمیبیا دغه لوبغاړي ښکاري چې په احتیاط لوبه کوي.


نمیبیا اوس په ۱۳۲ بالونو ۱۵۴ منډو ته اړتیا لري او پنځه لوبغاړي یې پاتې دي. په ۲۸ اوور کې کریم صادق ۶ منډې ورکړې، په ۲۷ اوور کې نصرت ۵ منډې ورکړې.


نمیبیا ۸۰ منډې لري، ۵ یې سوځېدلي، په ۲۶ اوور کې کریم صادق هېڅ منډه ور نه کړه، اوور کریم صادق کوي.


نصرت ددی ترڅنګ چې په ۲۵ اوور کې یو لوبغاړی وسوځاوه همدا اوور یې مېډن هم کړ، نصرت د ۲۵ اوور په دوهم بال د نمیبیا کپټان لویس برګر وسوځاوه، دری وروڼه برګران نن سوځېدلي، د نمیبیا برګران وروڼه خورا زیات خطرناک ول.


نصرت ۲۵ اوور کوي، څلور ویشتم اوور کریم صادق وکړ هغه پدې اوور کې یوه منډه ورکړه. نمیبیا ۷۸ منډې کړي، نمیبیا په ۱۶۲ بالونو کې ۱۶۶ منډو ته اړتیا لري. دری ویشتم اوور نصرت وکړ، پدې اوور کې نصرت یوازی ۲ منډې ورکړې.


دوه ویشتم اوور محمد نبي عیسی خېل کوي. نمیبیا ۷۱ منډې لري، یوویشتم اوور نصرت الله نصرت وکړ پدې اوور کې نصرت ۳ منډې ورکړي، نمیبیا ۶۷ منډې کړي، ۴ سوځېدلي، ۲۰ اوور روان دی.


محمد نبي عیسی خېل د نمیبیا بل لوبغاړی وسوځاوه. نمیبیا ۶۷ منډې کړي، ۴ یې سوځېدلي، اتلس اورونه شوي، نمیبیا ۶۰ منډې کړي، ۳ یې سوځېدلي، اتلسم اوور محمد نبي مېډن کړ یعنې منډه یې ور نه کړه.


سمیع الله شینواري په اوولسم اوور کې ۱۰ منډې ورکړې. نمیبیا اوس ۴۶ منډې لري، ۳ یې سوځېدلي، ۱۵ اورونه شوي دي.


سمیع الله شینواري پدې اوور کې ۳ منډې ورکړې. نمیبیا ۴۴ منډې کړي، ۳ یې سوځېدلي، ۱۵ اوور روان دی سمیع الله شینواری یې کوي.


په ۱۴ اوور کې محمد نبي یوه منډه ورکړه. نمیبیا ۴۱ منډې لري، ۳ یې سوځېدلي، دیارلسم اوور سمیع الله شینواری کوي. د نمیبیا تکړه لوبغاړی سکور د نصرت له خوا په منډه وسوځول شو.


نمیبیا ۴۰ منډې کړي، ۲ سوځېدلي، ۱۲ اورونه شوي. دولسم اوور محمد نبي عیسی خېل وکړ هغه ۲ منډې ورکړې. نمیبیا په یوولس اورونو کې ۳۸ منډې لري، ۲ یې سوځېدلي.


دوولسم اوور روان دی. یوولسم اوور سمیع الله شینواري وکړ، هغه په لومړي اوور کې ۵ منډې ورکړې.


نمیبیا ۳۱ منډې کړي. پر حمید حسن په لسم اوور کې څلوره ووهل شوه. نمیبیا په نهو اورونو کې ۲۷ منډې کړي. شاپور ځدراڼ په پنځو اورونو کې ۲۲ منډې ورکړي. یو یې سوځولی حمید حسن په څلورو اورونو کې ۵ منډې ورکړي، یو یې سوځولی.


په اتم اوور کې د افغانستان د ملا تیر حمید حسن په لومړي بال د نمیبیا هغه لوبغاړی چې لوبه یې تېزه کړې وه، وسوځاوه، نمیبیا ۲۱ منډې لري، یو سوځېدلی، ۷ اورونه شوي.


په اووم اوور کې شاپور ځدراڼ ۶ منډې ورکړې. نمیبیا ۱۵ منډې کړي، ۶ اورونه شوي. افغان لوبډلې ته پکار دي چې ژر ژر د نمیبیا لوبغاړي وسوځوي. په شپږم اوور کې حمید حسن درې منډې ورکړې.


د حمید حسن په لومړیو دوو بالونو منډه لا نده شوې. په پنځم اوور کې شاپور دوه منډې ورکړې، یو نوبال وشو او بله منډه وشوه. پنځم اوور شاپور ځدراڼ کوي.


حمید حسن څلورم اوور مېډن کړ یعنې منډه یې ور نه کړه. نمیبیا اوس ۱۰ منډې لري، یو یې سوځېدلی، څلورم اوور حمید حسن کوي، حمید حسن په خپل لومړي اوور کې یوه منډه ورکړې وه.


په درېیم اوور کې په شاپور ځدراڼ شپږه ووهل شوه، نمیبیا ۳ منډې لري، یو سوځېدلی. د افغانستان له لوري شاپور ځدراڼ اوور پیل کړ، هغه د نمیبیا تکړه لوبغاړی جي بي برګر چې څو ځله یې سلېزې کړې وی ، وسوځاوه، د شاپور په بال نبي عیسی خېل کېچ ونېاوه. د نمیبیا لوبغاړي مېدان ته راغلل.


په وروستیو دوو بالونو سمیع الله شینواري ۸ منډې واخېستې. شاپور ځدراڼ او نوروز منګل په منډه وسوځېدل، شاپور ځدراڼ ولاړ دی.


نوروز ولاړ دی افغان لوبډلې ۲۳۰ منډې کړي، ۴۹ اوور لا روان دی. افغان لوبډله اوس ۲۲۲ منډې لري، دوه اورونه پاتې دي. شاپور ځدراڼ ښه لوبه وکړه یوه شپږه یې ووهله.


افغان لوبډله اوس ۲۱۱ منډې لري، نوروز منګل او شاپور ځدراڼ ولاړ دي. د ۴۸ اوور په لومړي بال نوروز منګل شپږه ووهله. نبي کېچ وسوځول شو.


افغان لوبډله اوس ۲۰۵ منډې لري. نبي د ۴۷ اوور لومړي بال څلوره په بل بال شپږه ووهله. نبي د ۴۷ اوور په لومړي بال څلوره ووهله، نوروز منګل ۵۹ منډې لری.


 نبي په لومړي بال منډه ونه کړه، نوروز منګل ۵۵ منډې کړي. پدې اوور کې ۵ منډې واخېستل شوې. اوس نبي عیسی خېل میدان ته راغی.


نوروز منګل خپله پنځوسۍ ووهله. اصغر کېچ ونېول شو، هغه وسوځېد اصغر په ۳۸ بالونو ۲۷ منډې کړې وې، یوه شپږه دوه څلورې یې وهلي. نوروز منګل ۴۹ منډې کړي. اصغر لومړنۍ شپږه د لوبې ووهله، اوس افغانستان ۱۸۵ منډې لري، نوروز منګل د ۴۳ اوور په لومړي بال څلوره ووهله، اوس افغانستان ۱۷۶ منډې لري، اصغر او نوروز ولاړ دي.


په ۴۲ اوور کې ۵ منډې واخېستل شوې. اصغر ۲۰ منډې کړي او نوروز منګل ۴۳ منډې افغان لوبډلې ۱۶۷ منډې کړي ، ۴۱ اورونه شوي دي، اصغر او نوروز منګل ولاړ دي، نوروز منګل افغانستان ۱۶۶ منډې لري، ۳ سوځېدلي، ۴۱ اوور روان دی.


نوروز منګل ته اړتیا ده چې لوبه تېزه کړي که نه د نمیبیا په وړاندې به کم هدف وټاکه. اصغر ۱۸ منډې کړي او نوروز منګل بیا په ۳۹ منډو ولاړ دی. اصغر ستانکزی ښکاري چې ډېره کراره لوبه کوي. افغانستان ته نور ټول بالونه ۷۲ پاتې دي.


افغانستان ۱۵۱ منډې لري، ۳ سوځېدلي، کریم په ۱۴، نورعلي په ۲ او شهزادخان په ۷۳ منډو سوځېدلي. افغانستان ۱۴۵ منډې کړي، ۳۶ اوور روان دی. له شهزاد وروسته اصغر لوبې ته را ووت اصغر په تېرو دوو لوبو کې په صفر سوځېدلی وو، نن ښه دی دوه منډی یې په ۹ بالونو کې کړي، نوروز منګل هم ولاړ دی.


شهزاد خان وسوځېد بال یې کېچ شو، هغه ۷۳ منډې کړي. افغانستان ۱۳۸ منډې لري، ۲ یې سوځېدلي، ۳۳ اوور روان دی. نوروز منګل ۳۰ منډې کړي دوه څلورې یې وهلي، شهزاد خان بیا ۷۳ منډې کړي ۱۲ څلورې یې وهلي.


افغانستان ۱۲۶ منډې کړي، ۲ سوځېدلي. شهزاد خان ۷۱ منډې او نوروز منګل ۲۰ منډې کړي، نوروز منګل لومړۍ څلوره ووهله. افغانستان ۱۲۰ منډې کړي، دوه سوځېدلي، ۲۹ اوور لا روان دی. شهزاد خان ۷۰ منډې کړي، نوروز منګل بیا ۱۵ منډې وکړې، شهزاد خان تراوسه ۱۲ څلورې وهلي.


 افغانستان ۱۱۴ منډې کړي، ۲۷ اوور روان دی، شهزاد خان خپله دوهمه پنځوسۍ ووهله، هغه ۶۷ منډې کړي.


نوروز منګل بیا ۱۳ منډې لري. افغانستان ۸۱ منډې لري، ۲۱ اوور روان دی، ۲ سوځېدلي. شهزاد خان د یوویشتم اوور په لومړي بال څلوره ووهله، هغه اته څلورې تر اوسه وهلې دي.


د افغانستان له شلو اورونو وروسته ۷۷ منډې دي، ۲ یې لا سوځېدلي، ۲۱ اوور روان دی. د افغانستان لپاره ددې ترڅنګ چې ګټه مهمه ده باید د منډو اوسط هم ښه کړي. افغانستان ۷۶ منډې کړي، شلم اوور روان دی، نوروز منګل او شهزاد خان ولاړ دي.


افغانستان ۷۲ منډې کړي، ۲ سوځېدلي، ۱۹ اوور روان دی. شهزاد خان بله څلوره ووهله، هغه اوس ۳۹ منډې لري، نوروز منګل ۲ منډې کړي.


په ۱۶ اوور کې شهزاد خان بله څلوره ووهله، هغه ۳۴ او نوروز منګل ۲ منډې کړي. شهزاد خان او نوروز منګل ولاړ دي. افغانستان ۵۹ منډې لري، کریم صادق او نورعلي سوځېدلي، ۱۶ اورونه شوي. افغانستان ۵۵ منډې لري، ۲ سوځېدلي، ۱۳ اوور لا روان دی.


شهزاد خان په دیارلسم اوور کې څلوره ووهله، هغه ۲۷ منډې لري. کریم صادق په ۱۴ منډو وسوځېد، اوس کپټان نوروز منګل ولاړ دی.


افغانستان په لسو اورونو کې ۴۹ منډې لري، کریم صادق او شهزاد خان ولاړ دي. شهزاد په لسم اوور کې هم څلوره ووهله. شهزاد ۲۲ او کریم صادق ۱۴ منډې لري. نهه اورونه وشول، افغانستان په نهو اورونو کې ۴۲ منډې لري، یو سوځېدلی، شهزاد او کریم ولاړ دي.


د نهم اوور دوه بالونه شوي. شهزاد خان بله څلوره ووهله، کریم او شهزاد دواړو ۱۴ ۱۴ منډې کړي. کریم صادق ۱۱ منډې او شهزاد خان ۱۰ منډې لري.


د اتم اوور په لومړي بال کریم صادق څلوره ووهله او ورپسې یې یوه منډه واخېسته. کریم صادق ۶ منډې او شهزاد ۱۰ منډې کړي. افغانستان په ۷ اورونو کې ۲۵ منډې لري، شهزاد او کریم ولاړ دي.


شهزاد په اووم اوور کې دوه څلورې ووهلې، هغه اوس په ۸ بالونو ۱۰ منډې کړي. محمد شهزاد له نورعلي وروسته لوبې ته راووت.


نورعلي د شپږ اوور په لومړي بال ایل بي ډبلیو شو. هغه ۲ منډې کړي. نورعلي د پنځم اوور په وروستي بال یوه منډه وکړه، تر اوسه نمیبیا ۸ اضافي منډې ورکړي، کریم صادق ۵ او نورعلي په ۲ منډو ولاړ دي.


په څلورم اوور کې کریم صادق لومړۍ څلوره ووهله. په درېیم اوور کې نورعلي بیا منډه وانه خېسته. هغه په ۱۳ بالونو یوه منډه لري. کریم بیا په په دوهم اوور کې کریم صادق دوه منډې او نورعلي یوه منډه واخېسته. په نورعلي لومړی اوور مېډن شو یعنې منډه یې وا نه خېسته.


د افغانستان له اړخه کریم صادق او نورعلي لومړی لوبې ته را وتي. په افغان کرکټ لوبډله کې یو بدلون تر سترګو کیږي هغه د خالقداد پر ځای د نصرت راتګ دی، نوره پخوانۍ لوبډله ده.


 افغان لوبډلې ټاس ګټلی او کپټان نوروز منګل د منډو کولو پرېکړه کړې. په سویلي افریقا کې د کرکټ د ۲۰۱۱ کال نړیوال سیالیو ته د لارموندنې د وروستي پړاوو وروستۍ سیالۍ نن د جمعې په ورځ ترسره کیږي. دا سیالۍ افغان لوبډلې ته زیاته با ارزښته ده.




 


کرکټ: افغانستان سکاټلینډ ته په ۴۲ منډو ماتې ورکړه


2009-04-16


افغانستان نن په خپله مهمه سیالۍ کې د ټورنمنټ تکړه لوبډلې سکاټلینډ ته په ۴۲ منډو ماتې ورکړه او خپله دوهمه بریا یې په سوپر ایټ کې ثابته کړه. د افغانستان له اړخه د کریم صادق لوبه زیاته د پاملرنې وړ وه، هغه ۹۲ منډې وکړې او دوه لوبغاړي یې هم وسوځول.


پدې توګه کریم صادق د لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو. افغانستان اوس ۴ پواینټه لري. افغانستان د جمعې په ورځ له نمیبیا سره لوبه کوي چې هغه هم ورته مهمه ده. سکاټلینډ ته په ۲۰ بالونو ۴۳ منډې پکار دي. حمید حسن پدې اوور کې د سکاټلینډ بل لوبغاړی وسوځاوه. د شاپور ځدراڼ په اوور کې ۲ لوبغاړي وسوځېدل، یو لوبغاړی شهزاد خان په منډه وسوځاوه او بل لوبغاړی د شاپور په بال سمیع الله شینواري کېچ کړ.


شاپور ځدراڼ بیا بال کولو ته راغی. ریس احمدزي دوه کیچونه ونېول، شپږم لوبغاړی د حمید حسن په بال وسوځېد. یو ځل بیا ښه لوبه وشوه، کریم صادق دوه لوبغاړي وسوځول، سمیع الله شینواري بیا یو لوبغاړی وسوځاوه. اوور کریم صادق کوي. سمیع الله شینواری او کریم صادق بالینګ کوي. دوه دېرشم اوور کریم صادق وکړ، ۴ منډې یې ورکړي. یو دېرشم اوور سمیع الله شینواري وکړ یوازی ۵ منډې یې ورکړې.


دېرشم اوور کریم صادق وکړ ۷ منډې یې ورکړې. نهه ویشتم اوور خالقداد نوري وکړ، له خالقداد نوري نه یې ۱۴ منډې واخېستې. د افغانستان له اړخه محمد نبي او خالقداد نوري بالینګ کوي، سکاټلینډ ۹۰ منډې کړي، ۲ یې سوځېدلي، ۲۷ اوور روان دی. سکاټلینډ ۷۲ منډې کړي، دوه سوځېدلي، ۲۳ اوور روان دی. په نوولسم اوور کې خالقداد ۲ منډې ورکړې. په اتلسم اوور کې محمد نبي عیسی خېل ۴ منډې ورکړې. په اوولسم اوور کې خالقداد نوري د سکاټلینډ لوبغاړی واټسن وسوځاوه. هغه ۱۳ منډې کړې وی. سکاټلینډ ۵۱ منډې لري، یو سوځېدلی، ۱۵ اوور روان دی، خالقداد نوري په پنځلسم اوور کې په دوهم بال ۵ واېډنه ورکړل. سکاټلینډ ۲۸ منډې کړي، یو سوځېدلی، په یوولسم اوور کې شاپور ځدراڼ ۶ منډې ورکړي.


 سکاټلینډ په لسو اورونو کې ۲۲ منډې کړي، یو سوځېدلی. لسم اوور حمید حسن مېډن کړ، یعنې منډه یې ور نه کړه. له شاپور ځدراڼ په نهم اوور کې څلور منډې واخېستل شوی. که تر پایه دوی ښه لوبه وکړي نو کېدای شي د بري چانس پیدا شي. په اتم اوور کې پر حمید حسن یوه څلوره ووهل شوه، هغه پدې اوور کې یوازی ۵ منډې ورکړې. اتم اوور حمید حسن کوي. شاپور ځدراڼ په اووم اوور کې یوازې یوه منډه ورکړه.


اووم اوور شاپور ځدراڼ کوي، لومړي دوو بالونو باندې منډه نده شوې. سکاټلینډ په ۶ اورونو کې ۱۲ منډې لري، په شپږم اوور کې پر حمید حسن لومړۍ څلوره ووهل شوه، سکاټلینډ ۶ منډې کړي او یو یې سوځېدلی.


د پنځم اوور په لومړي دریو بالونو کې ۲ منډې شوي. څلورم اوور حمید حسن وکړ، درې منډې یې ورکړې. شاپور ځدراڼ په درېیم اوور کې هم منډه ور نه کړه. په دریو اوورنو کې د سکاټلینډ یوه منډه ده. د سکټالینډ لومړی لوبغاړی وسوځېد، دا لوبغاړي مجید حق نومېده، شاپور ځدراڼ بال وکړ او شهزاد خان کېچ ونېاوه. د سکاټلینډ لوبغاړي ولاړ دي، څوک یې ندي سوځېدلي، ۱ منډه شوې، لومړی اوور شاپور ځدراڼ وکړ منډه یې ور نه کړه ، دوهم اوور حمید حسن وکړ یوه منډه یې ورکړه. افغانستان سکاټلینډ ته د ۲۸۰ منډو هدف وټاکه. دپاور پلې په لومړي اوور کې ۱۴ منډې واخېستل شوې. افغانستان ۲۱۴ منډې کړي، نوروز منګل پنځوس منډې وکړې.


د پاور پلې په لومړي بال نوروز درې منډې وکړې او بیا ریس احمدزي څلوره ووهله. له ۴۳ اوور نه تر ۴۷ اوور پورې پاور پلې ده. افغانستان خپله پارو پلې واخېسته، افغانستان ۲۰۰ منډې لري، ۵ یې سوځېدلي، ۴۲ اورونه شوي. اوس ریس احمدزی او نوروز منګل ولاړ دي. د افغانستان همیشنۍ ستونزه بیا نن تکرار شوه، هغه د مېډل ارډر لوبغاړو ژر سوځېدل وو، اصغر بې له منډو وسوځېد او محمد نبي بیا ۲ منډې ایله وکړې. کریم ډېره ښه لوبه وکړه. کریم صادق په ۹۲ منډو وسوځېد، هغه په منډه وسوځېد.


د ۳۴ اوور په لومړي بال لوړه شپږه نوروز منګل ووهله. کریم صادق ۲ شپږې ۱۰ څلورې وهلي، ډېرې ښه لوبه یې کړې. په ۳۳ اوور کې ۴ منډې واخېستل شوې، کریم صادق په ۹۶ بالونو ۹۰ منډې کړي او نوروز منګل بیا په ۳۴ بالونو ۲۰ منډې کړي. په دوه دېرشم اوور کې ۵ منډې واخېستل شوی، کریم ۸۸ مندې کړي او نوروز منګل بیا ۱۸ منډې لري. له یو دیرش اورونو وروسته افغانستان اوس ۱۵۶ منډې لري، نورعلي او شهزاد خان سوځېدلي، کریم صادق ښه لوبه کړې، ۸۵ منډې یې کړي، نوروز منګل بیا ۱۷ لري، اتل ستوری کریم صادق او نوروز منګل لا ولاړ دي، کریم صادق په ۲۴ اوور کې لوړه شپږه ووهله، کریم ۶۲ منډې کړي ورسره نوروز منګل ولاړ دی.


 نورعلي او محمد شهزاد سوځېدلي، افغانستان اوس ۱۱۷ منډې لري، ۲ سوځېدلي، وبخښئ له ځنډ نه افغانستان ۱۶ منډې لري، لا ندي سوځېدلی، ۴ اورنه شوي. د افغانستان له اړخه کریم صادق او نورعلي نوري لوبه پيل کړې، لوبه پيل شوې، د سویلي افریقا د جانسبرګ په میدانونو کې نن ډېره مهمه لوبه افغانستان له سکاټلینډ سره پيل کړه. پدې لوبه کې کوم بدلون ندی راغلی، خالقداد نوري او شاپور ځدراڼ په خپل ځای پاتې دي.


 


افغان کرکټ اتل ټېم كاناډا ته ۲۶۶ منډي هدف ټاکلئ وو


 2009-04-13


د افغانستان د كركيټ ملي لوبډلي د كاناډا هيواد ته په ۵۰ اووره كي د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۶ منډي هدف وټاكئ.
د افغانستان په نننۍ لوبه كي نورعلي ځدراڼ سليزه يا (سينټري) جوړه كړه، چي په يوازي سر يې ۱۲۲ منډي وكړې.
اوس تفريح ده، وروسته به كاناډا بيټينګ ته ودرېږي او وبه ګورو چي پايله د چا په ګټه تمامېږي.


کاناډا په شپوږ ويکټونو بازي يووړه خو افغان کرکټ اتل ملي ټېم چي غربي په رسنيو کښي يې زرين انعکاس موندلئ لا اوس هم نړيوال جام ته د رسېدلو دپاره د سکاټلينډ او ناميبيا سره دوو نورو بازيو د ګټلو چانس په لاس کښي اخيستئ دئ .


د افغان کرکټ اتل ملي ټېم ته د دوعا او برياليتوب په هيله !


 


افغان ملي لوبډله له آيرلنډ سره لوبېږي


 2009-04-11
 



د افغانستان د كركيټ ملي لوبډله د جنوبي افريقا په سياليو كي نن د دوهم پړاو په لومړۍ لوبه كي د آيرلنډ له هيواد سره لوبه كوي.
دغه مسابقې د ۲۰۱۱ كال نړيوالو سياليو ته د وتلو په موخه كېږي، چي د اوسنيو اتو لوبډلو څخه به يې څلور لاره ورته پيدا كړي.
د كركيټ نړيوال څارونكي د افغان لوبغاړو استعداد ته ګوته په غاښ دي، چي وايي په ډېر لنډ وخت كي يې خورا اوږد واټن وهلى دئ.
افغانستان د اوسنيو مسابقو په لومړي پړاو كي له پنځو څخه دوې لوبي وګټلې، چي دوهم پړاو ته يې لاره په وموندله.
افغانستان ته ښايي چي له اوسنيو څلورو څخه درې لوبي هرو مرو وګټي.
افغان لوبډله وايي د تېري اونۍ له تېروتنو څخه يې عبرت اخيستئ او انشاءالله اميد لري چي وبه يې ګټي.
د بي بي سي خبريال ايمل پسرلى چي په جوهانزبرګ كي له افغان لوبډلي سره ملګرى دئ، د كركيټ د نړيوالو څارونكو په حواله وايي چي د افغان لوبدلي تر ټولو غټه نيمګړتيا د هغوى سره د كافي تجربې نستوالى دئ، په داسي حال كي چي د هالنډ لوبډله له ۱۹۸۷ كال راهيسي په نړيوالو لوبو كي ګډون كوي. او همدا راز د كنينا لوبډله په ۲۰۰۳ كال د نړيوالو سياليو سيمي فاينل ته وتلې وه.


 


 افغان کرکټ لوبډلې د بيلات سربيره دوهم پړاو ته لار وکړه


 بشير احمد ګواښ     2009-04-08


 که څه هم افغانستان کرکټ ټيم د عرب اماراتو له لاسه په پنځوو ويکټو ماتي وخوړه خو افغان لوبډلې د سياليوو دوهم پړوا )سوپر ايټ( ته لار ومونده.

نن افغانستان لومړی بيټنګ وکړ او د ۸ لوبغاړو په سوځيدو يې ۲۵۸ منډې جوړې کړي. اضغر ستانکزي له ټولو ډيرې ۶۹ ، نوروز منګل ۴۶ او سميع الله شينواري په اتلسو بالونو ۳۱ منډې وکړي. د عرب اماراتو لوبډلې دغه هدف په اته څلويښتم اوور کې د ۵ لوبغاړو په سوځيدو تر لاسه کړ.

که څه هم دا د افغانستان په پرله پسې توګه درييمه ماتې وه خو دې کار هغوی بل پړاو ته له تګ څخه منع نه شو کړای. افغانستان د خپلو دوو لومړنيوو لوبو د ګټلو له کبله د خپل ګروپ د ۶ لوبډلو په کتار کې په څلورم ځای دی او دا چې د ګروپ د سر څلور لوبډلې سوپر ايټ پړاو ته وځې نو په دې توګه افغانستان مخ پر وړاندې لاړ.

سوپر ايټ هغه مرحله ده چې د دې ټورنمنټ د ۱۲ لوبډلو څخه ورته د سر ۸ لوبډلې وځي. د سوپر ايټ په مرحله کې به د سر څلور لوبډلې د ۲۰۱۱ نړيوال کرکټ کپ ته او د سر۶ لوبډلې به د ۲۰۱۳ کال پورې د يو ورځنيوو سياليوو کولو اجازه لاس ته راوړي.

د افغانستان او عرب اماراتوپه لوبه کې څه څه وشول، د رحيم ګل څاروان په ژوندي راپور کې يې دلته ولولئ !


 افغان کرکټ ملي لوبډلي د دريم پړاو اتلولي وګټله !


افغان کرکټ لوبغاړى كريم صادق له يوې لوبي بې برخي سو


سلېمان  2009-04-07
د افغان كركيټ ملي لوبډلي تكړه لوبغاړى كريم صادق د كركيټ د نړيوالي شورا له خوا د يوې لوبي څخه بې برخي سو.
د كركيټ نړيواله شورا وايي ښاغلي صادق پرون له هالنډ سره د لوبي پر وخت د هغوى د يوه لوبغاړي د منډي جوړلو مخنيوى كړى وو، خو كريم صادق وايي دا كار يې په قصدي توګه نه دئ كړئ.
ښاغلى صادق وايي ده د بال په نيولو پسي ځان غوځار كړ، نه د هالنډي لوبغاړي د منډي د مخنيوي په خاطر.
افغانستان د ۲۰۱۱ كال د كركيټ نړيوالو سياليو د لار موندني په وروستيو سياليو كي ګډون كړئ، چي د مارچ له لومړۍ نېټې څخه د جنوبي افريقا په پلازمېنه جوهانزبرګ كي ترسره كېږي.
افغانستان څلور لوبي كړي، چي دوې يې ګټلي او دوې يې بايللي دي، او د لومړي پړاو وروستۍ لوبه يې سبا د متحده اماراتو له لوبډلي سره ده.
كه افغانستان د سبا لوبه وګټي، د ټورنمنټ دوهم پړاو يا (كوراټر فاينل) ته يې وتل حتمي كېږي، خو كه يې وبايلي د خپل ګروپ په نورو سياليو پوري به يې سرنوشت وتړل سي.


 افغانستان له هالنډ سره لوبه كوي


 سلېمان  2009-04-06
د ۲۰۱۱ كال د كركيټ نړيوالو سياليو ته د وروستي پړاو په لوبو كي افغانستان د هالنډ له هيواد سره لوبه كوي.
افغانستان په دې ډيويژن كي پنځه لوبي لري، چي درې ترسره كړي او دوې ورته پاتي دي.
له ډنمارك او برموډا څخه يې دواړي لوبي ګټلي، خو د كينيا پر هيواد يې لوبه وبايلله.
افغان لوبډله كه څه هم وروستۍ لوبه يې وبايلله، خو د كركيټ د نړيوالي شورا په وينا د دې هيواد د لوبغاړو تجربې، سابقې او امكاناتو ته په پام سره، هغوى د نړۍ تر ډېرو هيوادونو په دې ډګر كي خورا ښه ځليدلي دي.
 


نن دافغانستان او كنياترمنځ دكركټ سيالې تر سره كيږئ


شفيق همدرد  2009-04-04


نن دكابل پر وخت  غرمه  ۱۲ بجې په سويلي افريقي كې دافغانستان او كنيا تر منځ دكركټ  يوه بله لوبه پيلږئ ، د۲۰۱۱ زيږديز كال دكركټ دنړيوالو سياليودچمتوالي په درشل كې دا سيالۍ په سويلي افريقي كې د۱۲ هيوادونوتر منځ  تر سره كيږئ ، افغانستان تر اوسه دوي رسمې لوبې دډنمارك او برمودا هيوادونو سره تر سره كړي چې دواړه يې گټلي ،او كه چيرې دوې نورې لوبې هم وگټي نو بيا به په نړيوالو سياليو كې دبرخې اخستني جوگه شي


 افغانستان نن له برموډا سره لوبېږي


سلېمان 20-04-02
ټاكل سوې ده چي د افغانستان د كركيټ ملي لوبډله نن خپله دوهمه لوبه د برموډا له هيواد سره وكړي.
افغانستان پرون خپله لومړۍ لوبه د ډنمارك له هيواد څخه په ښو نمرو وګټله، خو برموډا په پرونۍ لوبه كي له عرب اماراتو څخه ماته وخوړله.
د بي بي سي د پښتو څانګي ژورناليست ايمل پسرلى چي د افغان لوبډلي سره جنوبي افريقا ته تللى، وايي د افغان لوبغاړو مورال د پرونۍ لوبي تر ګټلو وروسته اوچت دئ او ټول خداى (ج) ته اميد لري چي د نن ورځي لوبه به هم وګټي.
د جنوبي افريقا په سياليو كي د ۱۲ هيوادونو لوبډلو ګډون كړى، چي څلور ګټونكي ټيمونه به يې د ۲۰۱۱ كال نړيوالو سياليو ته لاره ومومي.


د ننګرهار پوهنتون محصلینو د کرکټ لوبډلې پر بري خوښي وښوده


 رحيم ګل څاروان 2009-04-01


د ننګرهار پوهنتون محصلینو همدا چې د افغانستان د کرکټ د ملي اتلې لوبډلې له بریا خبر شول د پوهنتون صحن ته را ووتل او خپل خوښي یې وښوده، افغانستان په سویلي افریقا کې خپله لومړنۍ لوبه له ډنمارک نه وګټله، د ننګرهار د پوهنتون د حقوقو د پوهنځي محصل انات خان عتیق شینواري لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې محصلینو اتڼونه وکړل او په لوړو چیغو یې خوښي څرګندوله.


 انات خان زیاته کړه د ننګرهار محصلین پدې زیات خوښ ول چې افغانستان ډنمارک ته ماتې ورکړه، هغه هیواد ته چې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم توهین یې کړی وو.


 کرکټ:ډنمارک افغانستان ته ۲۰۵ منډې هدف وټاکه


 نقيب اتل  – 2009-04-01


په سويلي افريقا کې د کرکټ په روانو سياليو کې د ډنمارک کرکټ لوبدلې افغان کرکټ لوبډلې ته په ټاکلو پنځوس اورونو کې ۲۰۵ منډې هدف وټاکه. په لومړي سر کې ډنمارک افغان لوبډلې ته لوبه سخته کړې وه خو افغان سپین بالران وتوانېدل او په ځانګړې توګه کريم صادق وتوانېد چې لوبه کابو کړي. افغان بالرانو ډنمارکي لوبغاړو ته شاوخوا ۲۰ وړيا منډې ورکړې. اوس دمه ده او له دې وروسته به افغان لوبغاړي خپل بيتينګ پيلیوي.


 کرکټ: افغانستان له عمان نه دوستانه لوبه وګټله.


 رحيم ګل څاروان 2009-03-28


په سویلي افریقا کې د ۲۰۱۱ کال نړیوال کپ ته د لارموندنې په وروستي پړاوو کې افغانستان نن شنبه خپله دوستانه لوبه له عمان نه وګټله. لومړی عمان منډې کولو ته مخه کړه، په سر کې د عمان لوبغاړي ښه روان ول، ولې د محمد نبي په بال د عمان لومړی لوبغاړې وسوځېدل، افغان بالرانو نن بیا ښه لوبه وکړه ولې همیشني نیمګړتیا ورسره هم مله یعنې د اضافي منډو ورکول، دوی ۳۱ اضافي منډې ورکړي. عمان د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په سر ایله ۲۲۲ منډې وکړې، هستي ګل عابد یو، شاپور ځدراڼ یو، محمد نبي عیسی خېل دوه، حمید حسن دوه او سمیع الله شینواري دری لوبغاړي وسوځول. افغانستان له لوري په سر کې شفیق الله ښه لوبه پیل کړه، شفیق ۵۱ منډې وکړې، خو تر ټولو د کپټان نوروز منګل لوبه غوره وه ، هغه ۸۹ منډې وکړې، محمد شهزاد ۳۰ ، اصغر ستانکزي ۲۵ ، نبي عیسی خېل ۸، ریس احمدزي یوه، سمیع الله شینواري ۳ او خالقداد ۱۰ منډی وکړې. پدې توګه افغانستان له عمان نه په څلورو ویکټو لوبه وګټله. که څه هم دا دوستانه لوبې وې ولې د کرکټ په نړیوالې شورا کې د نمبر په توګه حسابیږي. افغانستان د اپریل په لومړۍ نېټه رسمي لوبه له ډنمارک سره پيلوي.


 افغان ملي ټيم جنوبي افريقا ته وخوځېد


 سلېمان 2009-03-19
 د افغانستان د كركيټ ملي لوبډله نن د مارچ پر ۱۹ – مه نېټه د جنوبي افريقا په سياليو كي د ګډون په خاطر دغه هيواد ته وخوځېده.
د افغانستان د كركيټ بورډ مشر شهزاده مسعود وايي دغه لوبي به د جنوبي افريقا په پلازمېنه كي د اپرېل پر لومړۍ نېټه پيل سي، چي د افغانستان لومړۍ لوبه د ډنمارك له هيواد سره ده.
د افغانستان د كركيټ لوبډلي روزونكى كبيرخان وايي لوبډله يې تر پخوا هم تكړه سوې ده او هيله لري چي ښې نمرې به ترلاسه كړي.
بلي خواته د افغان لوبډلي تكړه لوبغاړى رئيس خان احمدزى وايي سره له دې چي په دا ځال سياليو كي د پرمختللو هيوادونو له تكړه لوبډلو سره مخ دي، خو د افغان لوبډلي مورال تر پخوا ډېر اوچت دئ، چي انشاءالله ښې لوبي به ترسره كړي.
د افغانستان د كركيټ لوبډله چي په تېرو درو ډيويژنو كي يې لومړي مقامونه ترلاسه كړي، كه په اوسنيو كي څلورم مقام وګټي هم به د ۲۰۱۱ كال نړيوالو سياليو ته د ګډون حق ترلاسه كړي.

تبصره نسته

  1. سلامونه!

    په سويلي افريقا کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د يوه لوبغاړي په اړه نوې خبرې دي.
    که په خپله رسنۍ کې ورته يو څه ځاى ورکړئ، خوښ به شم
    او که دغه ليکنه د افغانستان له را روانې لوبې وړاندې خپره شي ښه به وي

    منننه

    ستاسو لمر نيازى

  2. سلام ګرانو هېوادوالو!

    د افغان شازلمیو ستر بری مو مبارک شه، په رشتیا هم چې ډېر د خوشحالۍ او خوښۍ ځای
    دی.

    پرون ماښام د جلال اباد په ښکلي ښار د درونټې په سیمه کې مېلمانه وو، او ماښامنۍ مو
    کوله چې له هرې لورې چغې شوې، خلک له دکانونه او تفریح ځایونو راووتل او یو بل ته
    یې مبارکې ورکول، بیا ډلې ډلې ځوانان او ماشومان سره د ډولونو یوې خوا او بلې خوا
    تلل او دغه بریا یې په اتڼ او خوشحالیو لمانځه.

    کله چې د ښار پر لوري روان شولو، نو بیا هم ننګرهاري ځوانانو او ماشومان د
    افغانستان بیرغ، د کرکټ د لوبو سامانونه او ډولونو سره پر سړکونو دغه ستر بری او
    وړیا یې لمانځله.

    کله چې د پشتونستان واټ یا د ولایت مخې ته څلور لارې ته ورسېدو، نو د ګاډو د تګ او
    راتګ لاره بنده وه او پر دغه څلوري په سلګونه خلک راټول وو او د اتڼ او ګډا سره یې
    دغه بریا لمانځل، چې واقعاْ ډېر په زړه پورې وه.

    زه دغلته د ننګرهار ولایت له چارواکو نه څو ګېلې لر.

    ۱ – په دغه ماښام د جلال اباد ښار پر سړکونو تیاره خوره وه او د سړک پر سر ګروپونه
    ګل وو او خصوصا د ولایت مخې ته چې په سلګونه ځوانان را ټول وو، چې ډېر مې زړه خفه
    شو او د ځوانانو او د مشرقي زون د خلکود خوښیو او بریاوو د لمانڅلو د نه پاملرنې په
    معناده.
    ۲- ددغې بري لپاره باید د ننګرهار چارواکي د خلکو په خوشحالیو او خوښیو کې له دوی
    سره برخه اخستې وه او له دوی سره باید په دغه سمیه کې د لا هڅونې لپاره موجود وای.
    ۳ـ د ننګرهار د ولایتي شوراغړي او ولایتي چارواکي باید خلکو ته شرینۍ او خواږه
    وېشلای وای.

    خو د خوښۍ او وړیا خبرې دا دي.

    ۱ـ د ننګرهار او مشرقي زوند د خلکو دغه لمانځه د دوی د کرکټ ملي لوبډلې ته د قدر او
    عزت وربخښل وو.
    ۲ـ د ننګرهار خلکو وښوده چې څومره پر وطن، هېواد او هېوادوالو مین دي.
    ۳ـ د ماښام څخه د شپې تر نیمایي پورې د دوی لمانځنه دا معنی لري چې په ننګرهار
    خصوصاْ د جلال اباد په ښار کې څومره ښه امنیت شته او دغه ښار څومره خوندي دی.
    ۴ـ ننګرهاریانو یو لوی او روښانه پیغام د نړۍ نورو هېوادونو ورسوله چې افغانان صلحه
    دوست او څومره میناک خلک دي.
    ۵ـ دغه خلکو نړیوالو ته دا وښوده اګر چې مونږ ډېر پیاوړي او غښتلي ونه اوسو بیا هم
    کولای شو خپلو دښمنانو ته داسې ماتې ورکړو چې ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ شي.
    ۶ـ دغه خلکو یو بل پیغام هم نړیوالو ته ورکړه چې مونږ ترهګر او دهشتګر نه یو، بلکې
    د دهشتګردۍ ښکار یو.

    یوه بله مهمه خبره دا چې د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره ډېرو خلکو ځانونه کاندید
    کړيدي، خو افسوس چې پر دغه شپه دوی له خپلو هېوادوالو سره دغه خوښي ونه لمانځله.

    خدای دې وکړي چې په راتلوونکو شپو او ورځو کې دغه پورتني ښاغلي وخت پیدا کړي او د
    هېوادوالو په خوښیو او خوشحالیو کې ګډون وکړي.

    زه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې اتلولانو ته ددغه ستر بری مبارکي وایم او د خدای
    پاک له درباره په زرګونه او لکونه د شکر مراتب پر ځای کوم او هیله لرم چې خدای (ج)
    دې په راتلوونکې کې هم زمونږ دردېدلي او کړېدلې ملت ته خوښي او سرلوړي ور په برخه
    کړي.

    او په اخره کې د افغانستان منتخب جمهور ریس جلاالتماب حامد کرزي څخه دا غوښتنه کوم
    چې زمونږ دغه اتلان دې په ډېرو شاندارو او ویاړلو مراسمو کې ددوی راتګ تابیا د
    نیولو امر وکړي او دوی ته دې زیاتو امکاناتو او تجهیزاتو په برابرولو کې مرسته وکړي
    او دوی دې په ډېر قدر او عزت سره وویاړي.

    بل د افغاني تجارانو او تجارتي شرکتونو نه دا هیله لرم چې خپل اتلان په ښه شان او
    شوکت سره ولمانځي.

    بل د افغانستان له اوسېدونکو نه دا هیله لرم چې لکه د ننګرهار خلک دوی دې هم د
    اتلانو اتلولي ولمانځي.

    په اخره کې یو ځل بیا ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکې وایم.

  3. WE SHOULD BE PROUD OF OUR GREAT CRICKET TEAM, THE TEAM WHICH EMERGED VERY SOON ALL OVER THE WORLD AND SHOULD TO THE WORLD THAT AFGHANS ARE VERY EXPERT AND HAVE THE TALENTS , WHEN SOME ONE LEAVE THEM OR GIVE THEM A CHANCE OF SUCCESS , I SALUTE TO OUR GREAT TEAM AND REQUEST ALL THE PEOPLES OF THE COUNTRY TO SUPPORT AND HELP THE HEROES OF THE NATION , AND I ALSO EXPECT THAT THE GOVERNMENT OF AFGHANISTAN WILL SOLVE ALL THE PROBLEMS OF THE CRICKET BOARD , TEAM, AND ITS PLAYERS

  4. I AM PROUD OF MY AFGHAN NATION CRICKET TEAM AND WE SHOULD ALL PROUD OF IT.


    ايمل وردګ –

    مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک