د پښتنو شعور

کال باندې دېرش کاله کیږي چې خپل لمڅي ته مو اور اچولی دی او دادی میاشت باندې اووه کاله کیږي چې خپلې غوښې خورو. سره ددې چې نژدې ټوله دنیا په زړه کې راته دکم عقلو ، بې کفایته ، مفسدو ، خونخوارو، وحشیانو او بې غیرتوپه سترګه ګوري ، مګر مونږ ته ځانونه هوښیار، کارپوهان، دینداره، مینه ناک، سیال ا و شملور ښکاري. پخوا به چې دافغان یا پښتانه نوم یادیده نو ورسره به هرچا ته په ذهن کې د غیرتي، مرکچي او شوکت لرونکي قوم او ملت انځورورګرځید، مګر نن دافغان او پښتانه وطن باید بل څوک وساتي، سوله او مرکې یې باید نور ور وکړي او دجهالت او تورو تیارو له امله خو یی آن دتروریستانو نوم ګټلئ دئ .

پخوا به پښتونولي دویاړ وړ وه مګر نن خلک له پښتونولۍ نفرت لري. پخوا به ویل کیدل ( دپښتو قانون له شرعې سره سم دی + چې په شرعه برابر نه وي پښتون ندی) مګر نن زمونږ یو شمیر پښتانه له مسلمانۍ نه سر ټکوي او یو شمیر پښتانه مسلمانان مو له پښتونولۍ نه تښتي. پخوا پښتنو نه یوازې خپل وطن درلود ، ورسره ورسره یې نورو ته هم په خپله غیږه کې پناه او سرپناه ورکوله ، مګر نن پښتون نه خپل وطن لري او نه په نورو وطنو نو کې پناه ځای . داسې ډیر تفاوتونه راغلي دي چې په پایله کې نن پښتون ولس دخوارۍ او ذلت ژوند تیروي. نو څه کول په کاردي چې په رښتیا سره نړیوالو او سیالانو ته ثابته کړو چې مونږ دپخوانیو په څیر د جنګ، سولې او پرمختګ باتوران یو؟



  1. خپل  قوي او کمزوري ټکي پیدا کول


  2. دکمزورو ټکیوله منځه وړل 


قوي ټکي:




  1. قومي جوړښت  او دقومي مشرانو موجودیت ) که څه هم یوڅه زیانمن شویدی(


  2. په ژبه  او لوظ باندې دریدل ) که څه هم استثنا موجوده ده(


  3. دجرګو او مرکو عنعنه


  4. اسلامي ارزښتونو ته درناوي  ) که څه هم ځینې ورته دمولۍ ارزښت هم نه ورکوي(
     

کمزوري ټکي:



  1. بې اتفاقي  (یوبل ته غوږ نه وروړل)


  2. دمسایلو سره عاطفي او احساساتي برخورد


  3. خودکش بیګانه پرور خصلت


  4. په ملی او قومي ګټو باندې شخصي اوفامیلي ګټو ته ترجیح ورکول
     

هدف 

هدف دادئ چي دا روانه  غمیزه ( چي بدبختانه ځینو ته اختردئ) په څه ډول پای ته ورسوو؟

په ډیر ه خواشینۍ سره باید ووایم چې پښتانه ددې پرځای چې دغمیزې دپای ته رسولو په اړه فکر اوکار وکړي پدې باندې اخته دي چې دې غمیزې ته څه ډول مشروعیت ورکړي. زما په آند انتخابات یا دشر او فساد پدې اوسنۍ اداره کې د پښتنو ونډه زیاتول ، یا دملکی تلفاتو مخنیوي یا …. داټول دغمیزې پروسې دي. اصلآ که هرڅوک ضمیر او وجدان لري ( نور نو زه هم نشم ویلاي چې څوک پښتون یا مسلمان وي، ځکه چې ماته هم دادوه کلمې اوس بې مانا شویدي) نو باید دغمیزې پدې پروسو کې نه یوازې داچې ونډه وانخلي بلکه ورسره په لوړ همت مخالفت وکړي او ټول انسانیت ته دا ووایي چې لومړي مونږ ددې غمیزې پای ته رسول غواړو. غمیزه خو په انتخاباتو پای ته نه رسیږي ، غمیزه خو په وزارتو نو کې دڅو نورو دپیسو او قدرت د زامنو پښتنو په ګمارلو سره پای ته نه رسیږي ، غمیزه هلته پاي ته رسیږي چې مونږ له هرڅه وړاندې په سوله ایمان راوړو.

سوله زمونږ لپاره اسلام هم ده، دیموکراسي هم ده، پرمختګ هم دي ، دحقوقو اعاده هم ده، اوله مفسدینو او خاینانو څخه د خلاصون لاره هم. او که سوله نه وي نو یو شمیر مفسدین به مو ددولت له چوکاټه وهي ، یو شمیر به مو ددولت ضد له چوکاټه وهي او یو شمیر نړیوالې مافیایی کړۍ به مو چې څنګه یې خوښه وي هغسې وهي ( تیر اوه کاله هغه متل ذهن ته راولي چې وايي ؛ موږکه خاورې کنه، خاورې دې په کونه). نو ځکه هم سوله مونږ ته ترټولو لوړ ارزښت دي ، ددې په وړاندې باید هیڅ ډول قانون، هیڅ ډول ارزښت ، هیڅ ډول ګټه ، هیڅ ډول تاوان ، هیڅ ډول سلیقه ، هیڅ ډول کاغذي لاسته راوړنې او هیڅ ډول ايتلافونه خنډ نشي. زه له ټول ولس په تیره له لیکوالو او هغو کسانو څخه چې ځانونو په مسایلو پوه بولي اوله هغو څخه چې په مسولیتونو کې شریک دي ، غوښتنه کوم چې داغږ راپورته کړي او ټولو ته ووایی چې مونږ جعلي او کاغذي پروسې نه غواړو، مونږ سوله غواړو او ترهرڅه وړاندې تضمین شوې سوله غواړو.

دسولې لپاره قدرمن ډاکټر فاروق اعظم دا ډیره موده کیږي کارکوي ترڅو یو فورمول رامنځ ته کړي ، پدې وروستیو کې نوموړي یو فورمول رامنځ ته کړیدي چې زما په آند ډیر واقعبینانه دی او افغاني رنګ لري. اوس زمونږ لومړي مسولیت دا دی چې دا فورمول ولولو، تحلیل او تجزیه یې کړو، کمزوري ټکي یې پیدا کړو او بالاخره دا فورمول نهایی کړو. دویم مسولیت مو داد ي چې دهمدې فورمول دعملی کولو غوښتنه وکړو او ورته کاروکړو. زه یقین لرم چې خداي پاک دنیکو کارانو اجر نه ضایع کوي او دا کاربه حتما نتیجه ورکوي. په درنښت.

تبصره نسته

  1. sal pa salo ki di khabari bayad wamanal si

  2. پښتو سوګند کړئ چي اتفاق به هيڅکله هم نه کوو، له ټولو ښاغلو نه مي چي پدې برخه کښي آن د فارمول تر کشف پوري هلي -ځلي کوي هيله داده چي د افغان ولس پر يوه کاسه د
    راټولو تر مخ دي پخپله د يو بل سره راټول او پدې برخه کښي دي د نورو ملګرو سره هم خپله همږغي
    وښيي چي ښه مثال يې له پښتونخوا نه د ښاغلي بريالي جهيش صاحب زيار او کوښښ دئ

    http://larawbar.net/detail.php?id=9125

  3. زمونږ هیواد اوسنی حال ته چی ګورو تر ټولو لویه ستونځه په کی داده چی ځینی خلک لکه تاسو(قانع) چی د حالاتونه رنځ وړی او دا غواړی چی افغانستان پرمخ تللی او سولیز شی نظر مو د ډیرو لپاره هسی د خوشی خبرو په شان بریښی او همدا وجه ده چی نن مونږ په یو ستونځمن حال کی راګیر شوی یو . او غم خو دادی چی د دا ډول نظر لرونکو خاوندانو کچه تر ستاسو ډیره اوچته ده تاسو په اقلیت او دوی په اکثریت کی راځی . دلتد دغی لویی ستونځی داصلاح لپاره مونږ ته لوی مزل په مخ کی پروت دی او دغه مزل د پوهی او تعلیم سره مینه پیدا کول او ځانونه په دغه زیود سمبالول دی . خو کمه دی د دا شان خلکو چی ورته ته هم په غصه کی یی پلویان او هم فکران دومره ډیر دی چی ما و تا نه پریږ دی چی لور اوځّوی مو د ښونځی په څوکی کښینی. نو اوس ځه هم نه پوهیږم چی دا به آخر څنګه شی. مونږ هم د همدی خبری لپاره ځوریږو.

  4. ټولو دوستانو او په سوله باور لرونكو افغانانو ته سلامونه!
    د قانع صيب هلې ځلې ستايو او دا نظر چې افغانان تر اوسه د نورو د سياسي او ستراتيژيكي پروژو برخه وو او د نورو له پاره يې سياست غوښته او اوس په كار ده او هم د دې وخت رارسېدلى چې نور پښتانه بايد د ځان له پاره سياست وكړي او له نورو سره د دپلوماسۍ په چوكاټ كې خپلې اړيكې او خپلې ګټې ډاډمنې كړي.
    دغه كارونه تر ټولو لومړى يووالي او ټولنيز_سياسي ډيناميزم رامنځته كولو ته اړتيا لري.
    نوموړى ډيناميزم بايد دومره پراخه او د معتدلې تګلارې او كړنلارې لرونكى وي چې له يوې خوا د ټولو پښتنو غوښتنې، احساسات، هيلې او ارمانونه په ځان كې راونغاړلى شي او له بلې خوا نړيوالو ته د قناعت وړ وي او له نويو نړيوالو سياستونو، دپلوماسۍ، ستراتيژيو، ارمانونو او غوښتنو سره سمون ولري.
    زموږ ځوان نسل د تېرو تجربو په رڼا كې الحمدلله ډېر ښه نظرونه او ارمانونه لري. داچې نن د سولې او يووالي غږ اوچتوو او تصميم يې لرو په حقيقت كې خپله هم په دې لاره كې يو اقدام دى او انشا لله بري ته يوقدم نږدې شوي يو.
    په پاى كې له ټولو سوله دوستو پښتنو غواړم چې په دې اړه خپل غږ پورته كړي او باور ولرئ چې كومې كلمي د سولې په اړه په سايټونو كې را[ي دا هم په راتلونكي سياست خپل اغېز ښندي، نو ښه ده چې بې تفاوته نه اوسو.

  5. په افغانستان کې روانه جګړه له امله نه ده

    چې افغانستان بیطرف نه دی

    د څه مودې راهیسې ډاکټرصاحب فارق اعظم د افغانستان د روانې جګړی د پایته رسولو په
    نامه یو لړ هلې ځلې پیل کړې دي. او په دې لړ کی دی «په رسمي سفر» امریکا ته هم تللی
    ؤ. د امریکې نه چې کله برتانیې ته راستون شو په یو مفصله لیکنه کې د افغانستان د
    حالاتو او د جګړې د پا یته رسولو په باره کې خپل نظریات وړاندې کړل. خو درې ټکي په
    کې ډیر مهم وو: د پیښور په تنظیمونو او د اوسني حالت په پیدا کولو کې د هغوی په نقش
    دی څه نه وایې او اوسنۍ منډې را منډې یې هم د همدې خلکو په بیا منظم کولو متمرکزې
    دي. دوهمه موضوع په کې د افغانستان د بیطرفۍ موضوع ده او وروستۍ خبره د اچې ولې
    افغانستان د هند سره دوستانه روابط لري.

    دادده نظریات دي او باید احترام ورته وشي خو د یو څه وضاحت وړ دي.

    د پیښور د تنظیمونو په اړه باید وویل شي چې دوی ته موقع په لاس ورغله چې حکومت وکړي
    خو د اعلای کلمه الله د شعارونو سره سره دوی په افغانستان کې د جنایاتو بازار تود
    کړ. څرنګه چې په دې موضوع ډیر څه لیکل شوي بیا یادولو ته یې ضرورت نه لیدل کیږي.
    دوی په خپل سیاست کې ناکام شوي او اوس وخت ددې دی چې د خپل ملت په مخکې، چې ډېرې
    قربانۍ يې ورکړې، ملامتي ومني او له میدانه ووځي. سیاسي ژوند یې ختم دی. د
    افغانستان خلک پر دوی نه نور اعتماد کوي او نه دوی ورته د منلو وړ دي. په افغانستان
    کې دا روانه جګړه له دې امله نه ده چې «مجاهدین» په حکومت کې نشته بلکه دا جګړه له
    یوې خوا ددوی د بې کفایتۍ او بله خوا زمونږ د ګاونډي هیواد پاکستان د سیاست له امله
    روانه ده. پاکستان لا تر اوسه هم د «ستراتیژیک عمق» د پیدا کولو ارمان نه دی پریښئ
    او دا عمق په افغانستان کې لږ تر لږه د یو لاسپوڅې حکومت یا د حکومت په نامه د کوم
    شي د منځ ته راوړلو له لیاري غواړي. افغانان اجازه نه ورکوي چې داسې یوه اداره دې
    ددوی په هیواد کې جوړه شي چې د پریو د ګټو د تضمین له پاره وي. خو دا د پاکستان سره
    ددښمنۍ په معنا نه ده. افغانستان د پاکستان سره دوستي غواړي.

    بله موضوع د افغانستان حقوقي بیطرفي ده. خو بېطرفي بايد د “خلع سلاح” په مانا نه
    وي. دا اوسنۍ خبره نه ده بلکه په افغانستان د روسانو د یرغل نه وروسته راجګه شوې
    وه. د برتانیې حکومت او پاکستان ددې موضوع پلویان وو او د پاکستان فقید نظامي مشر،
    جنرال ضیاءالحق، یې څو څو ځله یاده کړې وه. خو د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار
    په ګډون یې افغانانو سخت مخالفت کړی ؤ. اوس یو ځل بیا دا خبره د هماغو پخوانیو ګړیو
    له خوا را منځ ته شوې ده. سؤال دادی چې دا سیاست دوی څنګه توجیه کولی شي.

    که د روسانو د اشغال په وخت کې داسې پیشنهادونه کیدل دلیل داؤ چې نه به روسان او نه
    به امریکایان په افغانستان کې خپلې نظامي ګټې لټوي او بر سیره پر دې به د امریکا د
    ډیر نژدې متحد په توګه پاکستان هم د روسیې د سملاسي خطر نه په امن کې وي. خو اوس یې
    ضرورت منتفي دی ځکه چې نه خو نور شوروي اتحاد شته او نه هغه سړه جګړه. برسیره پر دې
    د شلمې پیړۍ د پیل نه د “مثبتې او فعالې” بیطرفۍ سیاست افغانستان خپل انتخاب ؤ او
    ددې سیاست له برکته یې ملي ګټې تامین شوې دي. افغانستان په لومړۍ او دوهمه نړیواله
    جګړه کې د ځینو هیوادونو د هڅو سره سره بیطرفه پاتې شو او د باندونګ د کنفرانس د
    مؤسسو هیوادونو په ډله کې وو. دا بیطرفي افغانانو په خپله خوښه غوره کړې وه او اوس
    هم داسې شواهد په لاس کې نه شته چې ددې سیاست نه د افغانستان انحراف وښئی. د هند د
    ورځ په ورځ زیاتیدونکي سیاسي او اقتصادي قدرت په نظر کې نیولو سره پاکستان به له دې
    نه ویریږي چې افغانستان د هند سره ددوی پر ضد همغاړی نشي. دا تشویش بېځایه دی ځکه
    چې افغانستان د هند سره د دوستۍ باوجود د پاکستان پر ضد کله هم د هند ملاتړ نه دی
    کړی او ددې تاریخي ثبوت د هند او پاکستان درې جکړې دي. نواوس د افغانستان د حقوقې
    بیطرفۍ د خبرې راجګول معقول نه بریښي.

    د بل چا له خوا د کومې بین المللي معاهدې په اساس بیطرفي په افغانستان ور تپل حتی
    په اوسني بحراني حالت کې هم ددې هیواد د ملي حاکمیت پر ضد عمل دی نو باید جدا یې
    مخالفت وشي.

    وروستۍ خبره د افغانستان او هند د دوستۍ ده. افغانستان د دوه تر غاښونو پورې مسلحو
    هیوادونو په منځ کې پروت دی. پاکستان ذروي وسله لري او ایران یې د لاس ته راوړلو په
    هڅه کې دی. برسیره پردې په جنوبي اسیا کې پاکستان د امریکا سټراټیژیکو ګټو ته ډېر
    اهمیت لري اود ظاهري ناند ریو سره سره ایران هم د امریکا له پاره یو مهم هیواد دی.
    ایران په عراق او افغانستان کې د امریکا د اهدافو په پټه ښه مرسته کړې ده. په دې
    حالت کې افغانستان یو بی دوسته هیواد او افغانان بیدوسته خلک دي. خو دوی هم ګټې لري
    او ددې ګټو او د ځان د ساتلو له پاره دوستانو ته ضرورت لري. په سیمه کې هند داسې یو
    هیواد دی چې افغانان ورسره ډیرې ژورې تاریخي اړیکي لري. دا دوستي د چا پر ضد نه ده
    بلکه د افغانستان د سټراټیژیکو له پاره مهمه ده. که د افغانستان ګاونډیان د دې
    هیواد خلاف بد نیت نه لري نو باید له دې اړیکونه په ویره کې نه وي.

    نو د ډاکټر صاحب فاروق اعظم نه باید ددې موضوعګانو د سپناوي غوښتنه وشي او دی باید
    افغانانو ته خپل دریځ په څرګندو ټکو کې توضیح کړي. زه خو یې په دې منډو را منډو کې
    د افغانستان ګټه نه وینم. پای