کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / له بارک اوبامه سره د ۱۹مي پېړۍ “ناورین لوبه”

له بارک اوبامه سره د ۱۹مي پېړۍ “ناورین لوبه”

د امریکا ولسمشر بارک اوبامه د مارچ پر 31 د هاګ په غونډه کې د افغانستان او پاکستان لپاره خپله نوې نظامي ستراتېژي وړاندې کړه :

سربېره پر 47000 سرتېرو به 21000 نور هم افغانستان ته ولېږل شي . دغه سرتېري باید په افغانستان کې طالبان او په پاکستان کې القاعده له منځه یوسي . افغان ولسمشر ښاغلي کرزي هم دغه ستراتېژي وستایله، خو افغان او امریکایي ولس د اوبامه د “بدلون” له شعارونو څخه افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږد تمه نه درلوده . یو خوا د ځواکونو لېږد د جګړي د غزېدو په مانا ده چې پایلې یې یوازې ولس وژنه او د افغانستان ړنګول دي، بلخوا دا ښه کېدون لري چې د لویدیځ لپاره هم دغه جګړه د 19 پېړۍ “ناورین لوبه” وګرځي .

 

تاریخ زباد کړې ده چې هېڅ جګړه سوله نه شي یقیني کولی، په تېره بیا په افغانستان کې . دلته د وخت هر زبرځواک ځان ازمېیلی دی . یا سر بایللی او یا یې تېښته منلې ده . المانی شاعر تېئودور فونتانې د کابل -جلال آباد پېښې ته چې له 13000 ډېر انګرېزان پکې مړه شول، د “ناورین لوبې” نوم ورکړ او داسې یې زمزمه کړه :


»Wir waren dreizehntausend Mann,
موږ دریارلس زره کسان وو

Von Kabul unser Zug begann,
له کابله مو کاروان پیل شو

Soldaten, Führer, Weib und Kind,
سرتېري، سربولن، ښځې او ماشومان وو

Erstarrt, erschlagen, verraten sind.
یخ وهلي، ډبولي غلیم ته په لاسر ورغلو


افغانستان ته د یورانیمو په بمونو، په دقیق او له لرې څخه کنترولوونکیو راکټونو سوله نه راځي . ځکه چې د اوو کالو راهیسې همدا بمبارۍ روانې دي، خو سرزیان یې له ٪ 80 څخه ډېره ولسي وګړي دي، هر ګوره د دوی له ډلې څخه ډېر یې ماشومان او ښځې دي . همدا لامل دی چې د لویدیځو ځواکونو پر وړاندې د خلکو کرکه لس چنده شوې ده .


که چېرې امریکا او ناټو ریښتیا هم غواړي چې سوله راولي، نو تر هر څه وړاندې باید خپله ړنده بمباري او نظامي عملیات ودروي . د اړتیا په اکر کې دې باید خپل عملیات له افغان ځواکونو سره همغږي کړي . امریکا او د دوی ملګري باید نور د خلکو د کورو ورونه په بمونو وا نه لوزوي . د کورونو پلټل، د بې ګنا خلکو نیول، په تېره د ماشومانو او ښځو هغه باید ژر تر ژره پای ومومي . سربېره پر دې باید د افغانستان اقتصادي او سیاسي ګټو ته پام وشي . امریکا باید له افغان دولت سره د خپل مزدور او لاسپوڅي په څېر چلند ونه کړي، ځکه چې د افغانستان د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راځي، د خلکو باور په حکومت نور هم کمېږي او د خلکو او حکومت تر منځ یو لوی واټن رامنځته کېږي چې ګټه یې یوازې او یوازې د افغان دولت د وسلوالو مخالېفینو په برخه ده . او همدا په خپل وار سره د خونړۍ جګړې د غزېدا لامل ګرځي .


سربېره پر دې باید امریکا د افغانانو د اسلامي ښندوالې او “طالبان کېدو” لاملونه له منځه یوسي . افغانان پوهېږي چې طالبان دوی ته د میاشتي له پینځوسو ډالرو، یوه بې انصافه عدالت او یوه ناپوه، جاهل، پنجاب مزدوره او ړانډه حکومت څخه بل شی نه شي وړاندې کولی، خو بیا هم افغانان په دغه پینځوسو ډالرو کې د خپلو کورنیو نفقه ویني . د میلیاردو ډالرو مرستو سره-سره چې افغانستان ته راغلې، بیا هم نیستي د هر وخت په پرتله لوړه ده . د ملک ٪80 وګړي بې کاره ده . نوی نسل مو ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو علمي او حرفوي بنیادونو ته اړ دی . ملا عبدالسلام راکټي چې د ښاغلي کرزي سره د زابلي ځوانانو د کانکور د ازموینې په اړه خبرې وکړې، په دې مانا چې ښاغلی راکټي پوهېږي چې دغه بې کاره ځوانان چې له لوړو زده کړو څخه هم بې برخې شول، د کورنیو د نفقې د پیدایښت لپاره له طالبانو سره یو ځای کېږي . نو ځکه باید ژر تر ژره دغه ځوانانو ته د زده کړې موکه برابره شي .


القاعده او د دوی فکري او نظامي ښوونځي په پښتونخوا کې نشته، بلکې د پاکستان په اسلام آباد او لاهور کې دي . کله-کله چې د کوم ټولي وینیزه پټه خپره شي چې په ترهګریزو زده کړو بوخت وي، هغه یوازې د پښتنو د بدنامۍ او د نړیوالو د غولولو په موخه کېږي . د امریکا د دفاع وزیر رابېرت ګېټس د مرکې او د نیو یارک ټایمز د ورځپاڼې او د امریکا د استخباراتي ادارو پر بنسټ د پاکستان منحوسه خوني جاسوسي اداره آی اېس آی د طالبانو او القاعدې سره تل اړیکې ساتي . آی اېس آی طالبان او القاعده په هغو روپیو، وسلو او بمونو سمبالوي چې پاکستان یې له امریکا څخه د ترهګرۍ د له منځه وړلو په موخه لاسته راوړي . آی اېس آی همداراز طالبانو ته د امریکا، ناټو او افغان دولت او همدارنګه ساختماني کمپنیو پر ضد د نظامي لارو چارو او حملو لارښوونه کوي چې سرزیان یې ډېر ولسي وګړي دي . نو ځکه باید امریکا او ناټو ځواکونه د ترهګرۍ ریښې له منځه یوسي . دا ولیې په پښتونخوا کې نه، بلکې د پاکستاني حکومت په ادارو کې دي . نړیوال باید هېڅ وخت ترهګرو ته دا موکه ور نه کړي چې افغانستان ته راشي او هلته په خلکو یرغل وکړي .


خو له بده مرغه امریکا تل پاکستان ملګری ګڼي او هر کال په میلیاردونو ډالر ورکوي . د اوبامه د نوې نظامي ستراتېژۍ پر بنسټ به پاکستان ته هر کال یو نیم میلیارده ډالره نور هم ورکړل شي چې چې له آره خو باید د همدغو روپیو لویه برخه په افغانستان کې پر ښوونځیو، پوهنتونو او نورو عملي او حرفوي زده کړیزو بنیادونو لګولې وای، ځکه چې پاکستان په افغانستان کې په زرګونو ښوونځي وسوزول او لا یې سوزوي . هر ګوره که امریکا ریښتیا هم غواړي چې افغانستان ته سوله راشي .


د اوبامه د نظامي ستراتېژۍ په کومه څنډه کې د افغانستان بیاجوړونې ته هم نغوته شوې ده . خو دغه بیا جوړونه د ورځنۍ ړنګېدا په پرتله نه یوازې دا چې ډېره لږه، بلکې ډېره لنډمهاله هم ده . هغه یو څو سړکونه چې په 2002 کال کې جوړ شول، بوش او ښاغلی کرزی به په هره وینا کې یادول، خو همدغه سړکونه په 2007 کال کې  د خراب کیفیت له امله دومره ونړېدل چې بیا جوړونې ته یې بیړنۍ اړتیا لیدل کېده . د اوبامه د بیا جوړونې ستراتېژۍ څرنګوالی به هم همداسې وي .


په نوي نظامي ستراتېژۍ کې همداراز د “منځلارو طالبانو او نورو منځلارو مخالېفینو” لپاره هم د خبرو اترو وړاندیز شوی دی . دغه وړاندیز له آره د افغان او امریکایي ولس او همدارانګه د نورو نړیوالو له غولولو پرته بله هېڅ مانا هم نه لري .
د سعدي عرب سلفي پاچاهي چې د “منځلارو طالبانو او نورو منځلارو مخالېفینو” په موندلو کې بریالۍ نه شوه، امریکایي صلیبیان، د دوی اروپایي غلامان او افغان لاسپوڅی حکومت به یې هېڅ وخت ونه مومي . ځکه چې یو خوا په افغانستان کې د روان جنګي تیاتر د لانځکو د موټنیوي مزي د آی اېس آی سره دي، بلخوا نور “منځلاري مخالېفین” هېڅ شتون نه لري . امریکا باید د افغان دولت له ټولو ولسوالو ناباندې (مخالېفو) ډلو سره، منځلاري وي که ښندوال، ریښتینې خبرې اترې وکړي . ځکه چې افغان لانجې ته نظامي حل شتون نه لري . څوک چې شهادت غواړي، هغه ډېر په ویاړ جنګېږي او وژل هم کوي . لکه څنګه چې تېئودار فونتانې وایي :


 “Sie hören soll, sie hören nicht mehr
دوی باید زموږ غږ واوري، خو نه یې اوري

Vernichtet ist das ganze Heer
ټول ټولی له منځه تللی دی

Mit dreizehntausend der Zug begann,
په دیارلس زرو سره کاروان پیل شو

Einer kam heim aus Afghanistan.”
خو له افغانستانه یوازې یو کس کورته راورسېد


که د فارس د امپراتورۍ، د مغولو، عربو، هېندوانو، تورکو، انګریزانو او روسانو برخلیک د امریکا او ناټو په برخه شو، نه یوازې به د آی اېس آی طالبانو، القاعدې او نورو اسلامي ښندوالو ډلو په افغانستان کې ګټلې وي، بلکې همداسې به د نړیوال جهاد او ښندوالې ځواکمنې څپې لویدیځ ته په ډېره چټکۍ سره خپرې شي . بیا به د “ناورین لوبو” ډګر افغانستان نه، بلکې همدا لویدیځ ملکونه وي چې تاو او دود به یې بیا افغانستان له یو بل ناورین سره لاس او ګرېوان کړي .