د افغانستان ولسي جرګې په نننۍ ناسته كي پرېكړه وكړه، چي د اطلاعاتو او كلتور وزير دي استيضاح ته وغوښتل سي.
وكيلان وايي ملي شورا شپږ مياشتي دمخه د مطبوعاتو قانون تصويب كړى دئ، خو د اطلاعاتو او كلتور وزارت دغه قانون تر اوسه پوري عملي كړى نه دئ.
د جرګې غړو تر يو لړ ناندريو وروسته پرېكړه وكړه چي د اطلاعاتو وزير عبدالكريم خرم دي ولسي جرګې ته د سوال او جواب دپاره ورسي.
د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت مقامات وايي د مطبوعاتو قانون د ولسمشر كرزي له خوا تر اوسه نه دئ توشيح سوى، نه په رسمي جريده كي چاپ سوى، نه هم د عدليې او پارلماني چارو وزارتونو له خوا دوى ته رسېدلئ دئ، نو ځكه يې عملي كېدل قانوني بڼه نه لري، خو د ولسي جرګې غړي بيا وايي يو ځل چي قانون د ملي شورا له خوا تصويب سي، بيا د ولسمشر توشيح ته اړتيا نه ليدل كېږي.
وكيلان وايي د ولسي جرګې رئيس به پرېكړه وكي چي ښاغلى كريم خرم په كومه ورځ د استيضاح غونډي ته ور وغواړي.
عبدالكريم خرم چي ولسمشر كرزي ته نيژدې كس ګڼل كېږي، كه د ولسي جرګې غړو ته د قناعت وړ ځوابونه ونه وايي، ښايي دا دنده له لاسه وركړي.