کور / تازه خبرونه / د بلوچستان حالات كړكېچن دي

د بلوچستان حالات كړكېچن دي


په بلوچستان ايالت كي د بلوڅ ملتپالو د درو مشرانو تر وژل كېدو وروسته د دې ايالت په بېلابېلو سيمو كي تاوتريخوالى او مظاهرې رواني دي.
د كوټي، توربت او خضدار بازارونه نن دريمه ورځ هم تړلي وو.
د بلوچستان ملتپالو ګوندونو له ولس څخه د خپلو مشرانو پر وژل كېدو د پراخو مظاهرو او كاربنديز غوښتنه كړې او د پاكستان پر استخباراتو (آى، ايس، آى) باندي تور لګوي چي د دوى د مشرانو په وژلو كي لاس لري.
بلي خواته د بلوچستان ايالتي حكومت وايي نن يې د شپږو كسانو مړي موندلي دي چي د وسله والو كسانو په ډزو وژل سوي دي.
پوليس وايي په دغو مړو كي درې تنه كشميريان، دوه پنجابيان او يو هم د پښتونخوا ايالت اوسېدونكى دئ.
دغه تاوتريخوالى وروسته له هغه رامنځته سو چي د چارشنبې په ورځ د بلوچستان په توربت سيمه كي پوليسو د بلوڅ ملتپالو د درو مشرانو لالامنير بلوڅ، غلام محمدبلوڅ او شيرمحمد بلوڅ مړي وموندل.