د افغانستان يوه شيعه مذهبه عالم آيت الله محسني له نړيوالو څخه غوښتنه وكړه چي د افغانستان د اساسي قانون درناوى وكړي.
آيت الله محسني د شيعه مذهبو ښځو دپاره د هغه قانون په اړه ږغېدئ چي په دې وروستيو كي له پارلمان څخه تصويب او د ولسمشر حامد كرزي له خوا توشيح سو.
دا قانون له شيعه مذهبو ښځو څخه بېله د مېړه له اجازې له كوره د وتلو او كار كولو حق اخلي، چي د افغانستان په ګډون يې د نړۍ د نورو مدني ټولنو احساسات هم راوپارول.
پر دې قانون تر پراخو نيوكو وروسته ولسمشر كرزي له ستري محكمې څخه وغوښتله چي پر دې قانون غور وكړي، خو ښاغلى محسني وايي دا قانون د افغانستان د اساسي قانون سره سم د اسلام د مقذس دين په رڼا كي جوړ سوى، او د پارلمان (مقننه قوې) څخه تصويب سوى دئ، نو هيڅوك پكښي د بدلون راوستلو حق نه لري.