د هلمند امنيتي مقامات وايي د شنبې په ورځ يې يو بريد كوونكى هدف ته له رسېدو دمخه وژلئ دئ.
د هلمند امنيه قومندان وايي نن سهار د ګرمسېر په ولسوالي كي پوليسو يو شكمن كس هغه وخت وواژه چي پر پوليسو يې د ځان چاودني هوډ درلودئ.
امنيه قومندان اسدالله شيرزاد وايي پېښه نن غرمه پر يوه بجه رامنځته سوې ده.
تېره اونۍ د هلمند په مركز لښكر ګاه كي يوه ځانمرګي بريد كوونكي د نشيي موادو سره د مبارزې پوليس په نښه كړي او د ۳۰ په شاوخوا كسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.