د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د دوو شكمنو طالبانو د نيولو خبر وركړ.
د دغه وزارت له خوا يوه خپره سوې خبرپاڼه وايي چي دوى يې د لوګر په ولايت كي د عينكو د ميسو كان ته نيژدې نن سهار د دغه كان پر كاركوونكو د بريد په تور له يوه موټر سايكل سره نيولي دي.
د عينكو كان د افغانستان د كانونو د وزارت له خوا يوې چينايي كمپنۍ ته وركړئ، چي تېره مياشت يې د كار د پيلېدو خبر وركړل سو.