د ليبيا جمهور رئيس معمر قذافي چي په خپل تورت ويلو سره مشهوره دئ، څه موده مخکي د عربي اتحاديې په غونډه کي په يوه تونده بيانيه کښي پر عربي مشرانوباندي سخت لګېدلئ وو چي لوی جنجال يې را پورته کړ . تازه نوموړي بيا د خپلو خبرو په ترڅ کي ويلي دي چي د امريکا د جمهور رئيس بارک اوباما د ترور احتمال ليدل کيږي .
د رويټر د خبري آژانس په حواله، قذافي د اوباما دهغه څه په باره کي چي د چک جمهوريت د خپل وروستي سفر په ترڅ کي يې هيله څرګنده کړې او ويلي يې وه چي دی غواړي داسي يوه ورځ را ورسيږي چي نړۍ د اټومي وسلو څخه پاکه وي، ويلي دي : چي دغه منطقي خبره د امريکا د تېرو جمهور رئيسانو د احمقانه خبرو څخه توپير درلود. د امپرياليستانو توره دوره نوره تېره سوېده . که قرار دا وي چي نړۍ داسي يوه لاره و وهي نو موږ د هغه سره يو.
قذافي زياته کړېده چي د بارک اوباما د سلامتۍ څخه اندېښنه لري او وايي چي هغه وېره لري دغه ځوان او نوی جمهور رئيس به هم لکه د جان کينډي او ابراهام لينکلن او د تورپوستانو مبارز مارټين لوټر کينګ غوندي چي تلاښ يې کاوه د امپرياليسټي سياستونو څخه ځان ليري کړي، ترور سي .