کور / تازه خبرونه / بلوڅ ملتپالو درې ورځنۍ ماتم اعلان كړ

بلوڅ ملتپالو درې ورځنۍ ماتم اعلان كړ


د بلوچستان ملتپالو ګوندونو په يوه سلا د خپلو درو وژل سوو سياستوالو پر مړېنه درې ورځنى ماتم، مظاهرې او كاربنديز اعلان كړ.
پرون او نن هم د بلوچستان په مركز كوټه او نورو سيمو كي چي بلوڅان پكښي اكثريت دي، دكانونه تړلي، كاروبارونه بند او د پوهنتون په ګډون ښوونځي هم تړلي دي.
پرون د بلوچستان په توربت سيمه كي پوليسو د بلوڅانو د درو سياستوالو شيرمحمد بلوڅ، غلام محمد بلوڅ او لالامنير بلوڅ مړي پيدا كړل، چي ملتپال ګوندونه يې مسئوليت د پاكستان د استخباراتي شبكې آى، ايس، آى پر غاړه ور اچوي.