نن مې په ډېره خواشینۍ سره خبر تر لاسه کړ چې د خوست د علی دیې په سیمه کې سرو کافرو عملیات ( وینڅښنه )کړی ، چې په نتیجه کې یې د یوه درې میاشتنی ماشوم په ګډون پینځه تنه شهیدان شوی او دوه نور ټپیان دی او درې تنه یې نور له ځانه سره وړی .
نیواکګر ځواکونه د ډاکټر برایډن او مکناټن لمسیان وایی چې دوی په نوموړی وینڅښنه کې ټول طالب قهرمانان وژلی دی . نو تاسو ځواب راکړی چې یوه خوستۍ پېغله او یوه خوستۍ مور چې له کوره بهر د خپلې بې کچې کلیوالی ښځینه غرور او حیا له امله په لاره سمه نشی تلای هغه به څنګه القایده او یا هم طالبه شی؟ او که چېرې ریښتیا هم هغه د دوی پر خلاف وسلې ته لاس کړی بیا نو داد خنزیر په غوښو ماړه بادماشان کولای شی چې لاره یې ونیسی ؟
نه! هېڅکله هم نه !!!
او بیا تر ټولو بده یې خو یې دا دعوی ده چې یو درې میاشتنئ ماشوم هم دوی په القایده او طالبانو کې حسابوی، خدای د دوی خبره ریښتیا کړی چې زموږ هره مور، هر ه خور ، هره لور او هر یو ورځنی ماشوم د دوی لپاره طالب او القایده شی .
اوس خبره داده چې ایا ددې خلکو او ددې عزتمنو کورنیو د غم د خوړلو هم څوک شته؟ او که بس د چا کور چې وران شو د هغه مېراته شوه نور یې نو څوک په غم کې نه دی .
نه !
داسې نده ! دا مور چې وژل شوی زما ،ستا او د ټولو خوستیانو او پښتنو مور ده او همداراز دا خور د ټولوده، دا ورور د ټولودی او دا ماشوم زما ، ستا او د ټولو دی .
کرزی یې څه کوی هغه خو په ارګ کې ناست دی د هغې ښځه خو څوک د کور دننه په سپیو نه ورداړی او نه هم مرویس کرزی څوک په امریکایی زهری ګولیو باندې ور ولی . هغه ښه خوشاله دی خپل عېش کوی . همداسې یې وزیران درواخله ټول خرڅ شوی او ټولو ته په پوزه کې مهارونه وراچول شوی په کومه خوایې چې کشوی ځانونه ورپسې راکاږی .
د مشرانو جرګه او که د امریکا د دسیسو او نیواکګرو پلانونو د تسویب تر ټولو ستره اداره په هغه کې هم ټول داسې کسان راغونډ دی چې ضمیرونه یې اخیستل شوی او خرڅ شوی دی او که څوک یې په درې میاشتنی ماشوم د القایده او طالب نوم کېږدی دوی یې ورسره په پټو سترګو منی اوهغه تر ټولو سخت بنسټګر بولی .
زه دې ته حیران یم چې دوی خپل زامن نه لری ؟ او که دوی له اسمانه دا (ګارېنټی) تر لاسه کړی چې د دوی اولاد به تر عمره هم څوک په سپیو نه ورداړی او نه به یې په امریکایی زهری ګولیو باندې د مور په غېږ کې له مور سره یو ځای ور وژنی .
مخکې له دې چې د لیکنې اصل ته راوګرزم او یا د پارلمان له وکیلانو جامې او باسم تاسو یې امین کړی دا سوال کوم چې اې خدایه! ددې مشرانو ،غټانو ، او هر هغه چا چې د یوه بې وزله په غم یې زړونه نه دردیږی ، په کورونو دغه د اروپاغله ورخېژولای کړې چې د خپلو ماشومانو کریغې واوری ګوندې د هغو بې وزله پښتنو ماشومانو کریغې ورپه یاد شی چې د دغو اروپایی بادماشانو د تیری په وړاندې هېڅ نلری یواځې تش لاسونه او ښېراوې ورپاتې دی .
د پارلمان له وکیلانو خو زموږ د سیمې لوپران هم ښه دی که لږ پوهیږی او که ډېر خو د چا خبره خو په سر نه منی ، پردی ډول ته نه ګډیږی ، سر ماتولی شی خو دچا خبره په سر نه شی وړلای .
اوس راځو د خوست پېښې ته !
پښتانه متل کوی وایی چې غم په نغری پورې وورې هم ښه دی.کا پوهېږئ خوستیانو دا ستاسو غم دی تاسو باید پرې وژاړئ تاسو باید پرېکړه وکړی چې د دا ډول بې پوښتنې وینڅښنه غواړی اوکه کوم داسې دریځ خپلوئ چې دا خپل ماشومان خپلې پښتنې میندې،خویندې ،لوڼې .مېرمنې او ورېندارې د اروپا او امریکا له سپیوڅخه وژغورئ .
که همت درکې وی ، که ضمیرونه مو وژل شوی نه وی او که په دې راضی نه وئ چې خویندې او لوڼې مو اروپای عسکرو ته وناڅی او که د امریکایی او اروپایی غلو بدرنګ لاسونه د خپلو میندو او خویندو په سینو نشی لیدلای او که د خپلې سترمنې پېغلې هغه وخت چې په درانه خوب اودې وی په سپيو داړلي نشئ لیدلای .
نو!!!!
د خدای په خاطر دا یې وخت دی ، که لږ مو هم د پلرونو او نیکونو وینې په رګونو کې پاتې وی او که لږ مو هم همت په وینه کې پاتې وی نو څه ته ګورئ ؟
هغه وخت مو هېر شوی ؟ چې د الله ستر پېغمبر او د بشریت سترې هستې هغه وخت چې د زرګونو کفارو په وړاندې له درې سوه دیارلس تنه غازیانو سره غزاته ووت نو له مبارکې خولې څخه یی ووتل (نن ټول اسلام د ټول کفر مقابلې ته ور روان دی )
نو ایا تاسو دومره کمزوری شوی یی ؟ چې په خپلو خویندو او میندو غیرت نشی کولای؟ ایا تاسو د جنت په هیله له دې دوزخیانو سره تندی نشی وهلی ؟
ایا نشی کېدای چې د ټول خوست قومونه په یوه غږ په هغو پوځی بارکونو باندې د الله اکبر په ناره یرغل وکړی چې دغه د امریکا او اروپا بادماشان پکې اوسیږی ؟
دا هر څه ډېر اسانه دی خو چې په کوم زړه کې د همت د وینې جوش او د شهامت جذبه وی . هغه د پښتنو په ژبه چې د ګڅ لاس لوبه ده .
که نور وس مو نه رسیږی دا خو کولای شی چې خپل وروڼه او زامن مو چې په اردو او پولیسو کې دي هغه خو ترې را ایستلی شئ ، پدې باندې هم دې بدنامه حکومت ته ښه ضربه ور رسیږی .
او که دا نه وی نو زه د ملګرو ملتونو له سازمان څخه دا غوښتنه کوم چې ددې پر ځای چې تش په نامه مکتبونه ، سرکونه ،پلونه او نور کومکونه راسره کوی د خوست له ځوانانو سره دې یو لس کانتینره د بنګړیو مرسته وکړی تر څو اول له هر چا مخکې ددې مغرورې سیمې ځوانان په حق پوره شی . ځکه کله چې په کوم لاس کې د ظالم او د نیواکګر همدا راز د خپل خدای ،دین ،عقیدې ، وطن ،ملت ، او ټولو عنعناتو د دښمن پر خلاف د تورې د اوچتولو توان پاتې نشی بیا نو له بنګړیو سره جوړیږی چې امریکایی او اروپایی بدماشانو ته یې وشرنګوی .
د پښنتې ملالې زیارت میوند
ددې خواشینې پيښې په اوریدو سره هر انسان لړزیږي او دا دبشري تاریخ یو بل ستر جنایت دی. خو که موږ خلک جذباتو ته راوپاروو لکه چې په تیرو اووه کلونو کې چې مو راپارولي نو دداسې نورو خونړیو پيښو شاهدان به هم واوسو. نن سبا چې په هیواد کې دامن او سولې هلې ځلې رروانې دي که بریالۍ شي انشاالله موږ به دCIA، ISI او نورو دښمنانو له ظلم او تیري څخه خلاص شو. خو داولس دا کړیدل په جګو نور هم ډیریږي.
Da Ore aw de tabahee gham communistano, de khalilzad dalee aw tash po nama Mullaiano aw tarbai shawo Talibano rata baal karrai dee, tar zo che da charz shawee mikrobona wee no de dee gham zacha ba de mong ghairatee aw wakeghee Moselman olas chlass nashee, de mong wolass aslee dochmanan ham doi dee! De Bangrraio chalq maloom dee, che haghoi po har cha zanona charz karri aw ham os charzon ta taiar dee.
afghananoo salamoona …
hagha sook che musalman we a w afghan we pa de peeshy dardegy ..daa da khanzeer aw da spi zaaman faqat yaw illaj lari hagha ham jehaaad…da allah na ghwaroo cha daa da shaadee zaaman halaak aw barbaad kri…..manana.