کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ملي جبهه د کراچۍ خاطرې را تازه کوي

ملي جبهه د کراچۍ خاطرې را تازه کوي

هغه مهال د دعوت او جهاد پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي محصل وم ، دا داسې وخت و چې کابل کې زموږ جهادي مشران چې پاکستان کې يې هميشه د تقرير په مهال په ژبو د ( ( وعتصمو بحبل الله جميعا ولا تفرقو .. الايه )) ايات زمزمه کېده ، د قدرت په سر ، سره داسې تفرقه شوي وو ، چې د تفرقې په اور کې يې ټول کابل وسوزېده . 

زموږ درې مياشتنۍ رخصتۍ وې ، خو مجبور وو چې په دغه دوره کې د دمې په ځاى کار وکړو او د خپلو لاسونو په تڼاکو پردي ښارونه جوړ کړو . 

زه له خپلو څو کليوالو سره مخ په کراچۍ روان شوم او هلته د کار په لټه کې وم . 

دا مهال په کراچۍ کې تازه  د پنجابي فلمونو وتلى ستورى سلطان راهي  مړ شوى و . 

د سينما مالکانو ته د راهي مرګ لکه لنګه غوا وه ، د هر اخبار د اشتهار په برخه کې به راغلي وو : (( سلطان راهى کا اخرى شهکار! )  خو چې هغه فلم به وچليده بيا به د بل فلم لپاره هم همدا اعلان  راته او تر څو چې زه دوه مياشتې په کراچۍ کې وم همدا حال وو .

اوس چې کله  د راتلونکو ولسمشريو د ټاکنو لپاره د ښاغلي برهان الدين رباني په مشرۍ د ملي جبهې د ( واحد ) کانديد خبره اورم نو هماغه د کراچۍ خاطرې مې تازه کېږي . 

له څو مياشتو راهيسې دغه جبهه همدا خبره کوي چې د يوه واحد کانديد د معرفۍ وخت را رسېدلى دى خو تراوسه يې دغه کانديد معرفي نه شو .

د کراچۍ د سينما ګرانو اشتهار په ځاى و ، خو د ملي جبهې  اشتهار د مجبوريت له مخې دى .

او هغه ځکه چې د پنجابي فلمونو مينوالو له سلطان راهي سره ډېره مينه لرله او هر فلم يې ورته په ډېر شوق کاته خو په  ملي جبهې کې  د راټولو شويو ککريو ماضي ته په پام؛ څو ک ورسره چندان علاقه نه ښيي . 

دغه جبهه دوه کاله وړاندې د کب په مياشت کې  د برهان الدين رباني په مشرۍ سر راپورته کړ .

د کمونستي رژيم مهم غړي ګلاب زوى ، نور الحق علومي د مليشو مشر جنرال دوستم ، د شاهۍ کورۍ غړى مصطفى ظاهر او يو شمېر جهادي مشران د جبهې د سر خلک دي .

د دغو کسانو تر قوماندې ( له مصطفى ظاهر پرته )  په خپل منځي جګړو کې په زرګونو هېوادوال وژل شوي او معيوبه شوي دي او يو وخت يو د بل وينو ته تږي ناست و خو يو ناڅاپه تر يوه چتر لاندې راټول شول .

دغه جبهه په داسې وخت کې رامنځ ته شوه چې د عراق مشر صدام حسين تازه اعدام شوى و او هم په هېواد کې د انتقالي عدالت پروژې سر راپورته کړى و .

همدارنګه داسې لستونه هم ترتيب شوي وو چې د جبهې دغړو او يو شمېر نورو کسانو نومونه په کې د بشر د ناقضينو په توګه درج شوي وو .

دغه جبهه اصلاً  يو دفاعي سپر و ، دوى غوښتل په دې توګه له بيروني فشارونو سره مقابله وکړي او هم له حامد کرزي څخه امتيازونه ترلاسه کړي .

خو اوس چې ياد شوي بيروني  فشارونه بيرته ساړه شوي او هم دوى امتيازونه ترلاسه کړي دي ، نو د جبهې د غړو ترمنځ پخوانى محبت نه شته .

له څو مياشتو راهيسې چې دوى په يوه کانديد نه جوړېږي ، نو دا په حقيقت کې د هغوى د مصنوعي ايتلاف نتيجه ده . 


دا به تر يوه حده ناممکنه وي چې ددوى په منځ کې داسې څوک پيدا شي چې نور يې تر شاه ودرېږي او کېداي شى ددوى دغه اشتهار ( ملي جبهه به ډېر ژر يو واحد کانديد معرفي کړي . ))  تر ډېره همداسې بېخونده تکرار شي .

شايد ، ددې شعار تکرار يو بل هدف هم ولري او هغه داچى دوى غواړي د معاملو بازار ګرم کړي او  يوه ښه خريدار ځانته پيدا کړي . 

تبصره نسته

  1. ښــاغلی دوســت !

    ستاسو څېړنه سمه ده خو یوڅه پرې زیاتوم هغه داچې دغه ملي ضد جبهه تر حامدکرزي بل ښه لوی معامله ګر ( چـنې وهونکی ) political bargainerنشي پیداکولی لکه حفیظ الله امین چې دخپل ایګوييســزم په خاطر د روسانو په بولۍ دخپل استاد پرخوله بالښـت ورکېښود، په همدې ډول کرزي په پښتوژبه او دپښتنو په هره ورځ بمباریو معاملې وکړې دې ته ورته ډېر نورجنایتونه به هم سرته ورسوي خو که کرزی بیا د واک په ګدۍ کښېني .

  2. نور الله خانه د لندن په عينکو افغانستان ته مه ګوره په څه چې خبر نه وې هوايي ډزې مه کوه کرزى د ډيرو ستونزو سره سره بايد د افغانستان حالاتو ته په کتو قهرمان وبولو دا ته او بل هر څوک که د کرزي ځاى باندې کښيني دا وطن به په ډيره لنډه موده کې خرڅ کړي افغانستان چې دغه حالت ته راغلى دا د کرزي د همت خو نورې ستونزې به هم حل شي ته که احدي خائين يا عبد الله خائين غوندې څوک غواړې نو بيا تاته هم خائين ويل کيږي احدي نه پښتو ته څه کړي نه پښتنو ته يواځې يې ګمرک کې ځانته غله ټاکلي تر څو ناکام کمپاين ورباندې وکړي هغه هم انشاالله ناکام کمپاين احدي به انشا الله د خپلې کانديدۍ رايې هم پوره نه کړي .

  3. shaghalay atal saib salamoona …
    staa khabara sahi da che karzai saib zini kam karoona sahi woo..khoo deer ghat sharmona yee ham zaan ta aw ham pashtanoo ta prishoodel …awal ba da shamal itehaad khanziraan oo waak aw salahiat wagooroo .bbiya dada daa nakaam a palisi warpasi pa idaara da kefaayat na muojoodiat …aw pa akhir ke khanzeer g.bush ta da ghazi amanulllah madaal warkawel…no ta sooch wakra da da koom kaar sam dai….da noorullah barees wroor nazar deer sha nazar dai…za yee manam….

  4. محترمو !
    تاسو د ليکنې په ځاى خپلو کې اړم ياست . ښه به داوي چې په ليکنه تبصرې وکړئ ، دا کار ليکوال سره د نورو ښو ليکنو کې مرسته کوي . خپلو کې تربګني پرېږدئ .