د پښتونخوا ايالت د سوات ولسوالۍ طالبان وروسته له هغه د دې ايالت د بونير سيمي ته ورسېدل، چي تېره مياشت په سوات كي د سولي تړون ورسره لاسليك سو.
خبرونه وايي د مولانا فضل الله تر مشرۍ لاندي وسله وال طالبان له سوات څخه ۱۰۰ كيلومتره ليري د بونير په علاقه كي غرونه ته ختلي او هلته هم د شريعت د نفاذ غوښتنته كوي.
د پښتونخوا ايالتي او د پاكستان مركزي حكومتونو تېره مياشت د مولانا صوفي محمد په منځګړتوب د سوات له طالبانو سره سوله وكړه او په سوات كي يې د اسلامي شريعت تنفيذ ورسره ومانه.
د فضل الله طالبان وايي دا چي د بونير سيمه د ملكنډ ډيويژن برخه ده، نو هلته هم بايد د سوات په شان قانون نافذ سي، او دا په تړون كي د حكومت له خوا ورسره منل سوې وه.
بلي خواته د بونير اوسېدونكو له طالبانو څخه غوښتي چي له سيمي څخه بې ټك او ټوكه ووزي، كه مقاومت وكړي دوى به يې په مخالفت كي له حكومت سره ودرېږي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه