یارمي پرمخ څپیړه راکړه
زه یې دکن کې بې ورورکه ولیدمه
د مارچ ، ۲۸ – ۲۰۰۹
یادونه :
دمارچ دمیاشتې وروستې ورځې په هندکې دفارسی ژبې دمینه والو لپاره دپاملرنې وړورځې وې ،
په دې ورځو کې حیدرآباد اوددغه ښار عثمانیه پوهنتون دفارسي استادانو او څیړنونکو د یوه نړیوال کنفرانس میلمه و ،
دعثمانیه پوهنتون د ژبواوهنرونو پوهنځی – چې دنړیوالې معنوي معمارۍ بیلګه ده
په دغه غونډه کې له ټول هند، افغانستان، ایران ، او تاجکستان څخه ختیزپوهانو اواستادانو برخه اخیستی وه ، ددغې علمي بلنې په پرانیستونکې غونډه کې په هندکې دافغانستان داسلامی دولت دسفارت مرستیال محمدالله افضلی، کلتوری مسوول پروفیسور رشید ،دایران فرهنګی مسوول نجفی ، دایران دصدا وسیما مشر ښاغلی خجسته برخه واخیسته چې ددغې نړیوالې غونډې مسوولینو اودعثمانیه پوهنتون درییس ښاغلی راو له خوا هرکلی وویل شو، په عین حال کې دنوموړو هیوادو استازو غونډې ته یې دفارسی ژبې او دهغې دبډایو ادبیاتو په باره کې اوږدې خبرې وکړې ، غونډې ته دافغانستان داطلاعاتو اوکلتور د وزیرښاغلی خرم پیغام په هند کې دافغانستان داسلامی دولت دسفارت دفرهنګی مسوول له خوا وړاندې شو ، غونډې ته په لسګونو هندی ،افغاني ، ایرانی او تاجکی پوهانو خپلې مقالې واورولې چې دټولو موخه او موضوع ( دهند په جنوب کې دفارسي ژبې دآثارو وده او ایجاد) وه ، په دې مانا چې فارسی ژبې پرهغه مهال چې په دغه هیواد کې رسمي ژبه وه دهند په جنوب کې خپله وړتیا او پیاوړتیا درلوده ، هلته یې دکلونو په اوږدو کې وده وکړه اویوشمیرلیکوالواو شاعرانو پردغه خاوره هم دپارسی ژبې پرتم اوچت وساته ، ددرې ژبې نومیالی طنزلیکونکی هارون یوسفی هم له لندن څخه دغې غونډې ته رابلل شوی واو ددغې غونډې په بیلابیلو بحثونو کې یې برخه واخیسته.
سالارجنګ موزیم ، چې دپښتوژبې ستراثرخیرالبیان یې په زړه کې ساتلی
دغه غونډه چې دحیدرآباد عثمانیه یونیورستی او دټول هند دفارسي ژبې دڅیړونکو اوپه هندکې دافغانستان دسفارت دفرهنګی څانګې په مرسته جوړه شوې وه ، دري ورځی روانه وه، په دغو دریو ورځو کې دغونډې ګډون کوونکو دحیدرآباد دښارله تاریخي ځایونو لکه چهارمنار ،
ګلکنده کلا ، هغه نه تسخیرکیدونکی کلا چې په پنځه پوړیزه کلا باندې نامتوده .
ګلکنډه کلا، سالارجنګ موزیم او نورو تاریخی او فرهنګی ځایونو څخه کتنه وکړه ،دغوندې په دوو ورځو ددغه ښارمخورو حیدرآباد استوګنو پښتنو ښاغلو منهاج احمدخان او تاج احمدخان اوالیاس محمدخان دمیلمنو کوربانه وو
دحیدرآبادپه بیلابیلو تعلیمی موسسو کې د دوو سووپه شاوخوا کې زده افغاني زده کونکی زده کړې کوي، چې زیاتره یې دسیاسې علومو په برخه کې دي ، دپرانیستونکې غونډې په پای کې ما( رشید) دعثمانیه پوهنتون له ریس ښاغلی راو سره دهغه په غوښتنه کتنه وکړه ، نوموړي ریس سره له دې چې دافغاني محصلینو له زده کړو او عملی کړو وړوخوښی څرګنده کړه ژمنه یې وکړه چې دوی به په راتلونکې هم دافغاني محصلینولپاره په زړه پورې آسانتیاوې برابرې کړي ، له نوموړې ریس څخه داهیله هم وشوه چې په خپل پوهنتون کې دافغاني محصلینولپاره پرټولنیزو برخو برسیره په نورو برخوکې هم دزده کړو لاره چاره برابره کړی . دکتنې په پای په داسې حال کې چې ددغه پوهنتون دوه مرستیالان هم حاضروو داهم وپتیل شوه چې دکابل پوهنتون او عثمانیه پوهنتونو ترمنځ به دعلمی تفاهم اوعلمي راکړې ورکړې دیوه پروګرام دلاسلیک لپاره ګام اوچت کړل شي.
له بدمرغه چې په افغانستان کې دم ګړۍ یوشمیربې مسلکه اوپه پوهه ناپوهوکسانو په دغه اوهغه نامه دهیواد په تعلیمی موسسو درنې خیټې اچولې ، اودزده کړو ملي اوتعلیمی موسسې یې دځاني، قومی اوسمتی ګټوترسیورې لاندې راوستی دی ، افغان دولت ته وړده چې داډول بې مسلکه کسان له تعلیمی دغوموسسو وشړي اوپرځای یې داسې څوک وګماری چې له یوې خوا مسلکي وي اوله بلې خوا .په دغه برخه کې دهیواد له راتلونکې سره مرسته وکړاي شي.
پښتانه اسلامي عالمان اودهغوی د دکن یادګار
جامعه نظامیه
دافغانستان اودهند دنیمې وچې په تاریخ کې دهندوستان دبیلابیلو برخو په ترڅ کې یوه هم ددغه پراخ هیواد جنوب دی چې په سانسکر یت او هندي ژبه کې ( دکشن ) یاجنوب ورته ویل کیږي چې دزماني اوژبني توپیرونو په ترڅ کې راساده شوی اواوسنی وینګ یې دکن شوی دی ، دهندپه جنوب کې نن سبا څوایالتونه راڅي لکه تامل نادو، اندراپردیش ، مها راشتهرا ، کیراله، کرناټکه اونورچې په دغو ټولو کې اندراپردیش (داندرا څښتن سیمه ) چې پلازمینه یې دحیدرآباد ښاردی چې دهند ترخپلواکۍ پورې دمسلمانوواکمنانانو ( دحیدرآبادنظام شاهي کورنې) دادارې مرکزو. دغه ښار په دکن یادهند په جنوب کې تراوسه هم په علمي اوفرهنګی لحاظ خورانامتو ښاردی ، داچې پخواپه دغو سیمه باندې دڅه ډول تمدن ویاړنې نښې ښکاري اودڅه پرتمینواساطیرو سیمه وه په دغه ټکی موږ دلته خبره نه کوو ، خوله هغه مهاله چې داسلام ددین روښانه وړانګې دهند پرلته باندې راځلیدلې ،پښتانه خلجیانو لومړنې افغانان وو چې ددکن پولو ته له شماله راورسیدل اودلته یې داسلامي تمدن نښې له ځان سره راورسولې . دلته دهرې واکمنې کورنې نومیالیو واکمنانوپه خپلو زمانوکې خپلې خپلې نامتو کارنامې ، ویاړونو ، ستونزې او ماتې ګردسره پردغه سیمه باندې له ځانه پریښې دي . نامتو مغل واکمن محی الدین محمد اورنګ زیب چې دمغلې پرتم وروستی ستوری ورته ویلای شو اوله دکن سره یې ځانګړې لیواتیاوه هم دلته له سختو نښتو او ستونزو سره مخامخ شو، له هم هغه مهاله دکن اوددغې سیمې پلازمینه حیدرآباد دځانګړي پرتم لرونکی ښارو چې ترننه هم له خپل دغه پرتمه نه دی رالویدلی ، پردکن باندې داسلامی واکمنو کورنیویوشمیرلکه قطب شاهانو ، عادلشاهانو اونظام شانو په لسګونو کلونو واکمنی کړی چې دډیرو دواکمنیو پرمهال یې په هراړخیزه ( تاریخی ، فرهنګی او هنري ) لحاظ دپاملرنې وړ پرمختګ په برخه شوی دی، داسې چې دهغو له مخې اوس هم سړی له شکه پرته داحکم کولای شي چې پردغه سیمه باندې تراوسه هم داسلامی تمدن پراخ اغیزددغه ښکلي ښار حیدرآباد په هسکواوټیټوباندې ښکاري.
دکن ته دپښتنو تګ راتګ له ډیرپخوا څخه پیل شوی، دلته چې هرواکمن دتګ او رسیدو تکل کړی او یایی دلته واکمني کړی ، دهغوی دادارې بنسټونه په تمامه دپښتنوپرمټو ولاړوو، کله چې ددغه ایالت تاریخ دهنددتاریخ په هره دوره کې لولو ، هلته دایوه خبره روښانه ده چې ددکن پرهره خوا کې له حیدرآباده نیولې بیا ترپونې ، ناګپور او بیجاپوره پورې دپټهان ویاړټاکونکی تاریخ په هراړخیره دلته دپاملرنې وړدی ، په زرګونو پوهان ، عالمان پردغه خوا راغلي ، دلته پاتې شوي او یاهم له دغې لارې پربله خوا وتلي دي، نامتو بیجاپور هغه چې اورنګ زیب دلته نومیالی خټک اشرف خان خټک نژدی څوارلس کاله بندي واچاوه څو چې دلته یې له نړۍ سترګې پټې کړې ، هم په همدغه دکن دی ، په دغه سیمه کې دعادلشاهانو واک اوواکمني تیره شوې چې مرکز یې همدغه بیجا پوردی چې تاریخی کلاه یې اوس هم دهند دتاریخی ویاړنو په ترڅ کې دنړۍ دسیلانیانو پاملرنه وراړوي . اورنګ آباد بله سیمه ده چې هلته تراوسه پورې په زرګونوپښتنې کورنې له پیړیو پیړیو راپه دیخوا اوسیږي چې تراوسه پورې په دغه سیمه کې خپل هغه پخوانی پرتم په ویاړسره ساتي . پرهرډول بیرته خپل آرټکي حیدرآباد ته راځو،
حیدرآباد ددکن زړه دی ، دهغه دکن چې پښتانه یې تراوسه په ښیروکې یادوي ( خدای دې تردکن تیرکړه )په دغه ښارکې تراوسه هم دهغوپښتنوپلرونو زامن په ویاړسره اوسي چې پیړۍ پیړۍ دمخه دلته رارسیدلي ، تراوسه هم په دغه ښارکې دسترګورو پوهانو په خولواوفکرو کې دنامتو افغان مبارز سیدجمال الدین افغاني نوم له خپل ویاړه نه دي لویدلی ، افغاني سید چې دهند دسفرپه ترڅ کې دغه ښارته راورسید، له یوې خوایې انګریزي ضد غږ ددغې سیمې دخپلواکۍ غوښتونکو ترغوږ پورې ورساوه او له بلې خوایې دلته دری اصله (مذهبی یوالی ، ملي یووالی او ژبنی یوالی) دښکیلاک ضد مبارزې په ترڅ کې اعلام کړل ، دغودریواصلونو په رښتیاهم دانګریزي واکمنی کلکه اندیښنه راوپاروله داسې چې سید یې ددې لپاره ناچارکړ چې باید له هندوستان څخه ووزی ، سید په همدغه حیدرآبادکې دهندي ولس په وړاندې ( دیوې ملي ژبې) دلرلو شعارهم پورته کړ،هغه چې تراوسه هم دیوشمیرملتونودیوالی اونه یووالي راز په همدغه اصل پورې تړلی دی ،هغه په دغه اړه په دې نظرو : « لکه څنګه چې دین دانسانانو دنژدیوالی لامل کیږي ، همداسې دیوې ملي ژبې شته والی هم کولای شي چې په یوه ملي یووالي باندې پای ته ورسیږي.په تیره بیا په داسې هیواد لکه هندوستان کې چې دبیلابیلو مذهبولرونکی اولویه جغرافیه یې دځان کړې ده. بیلابیلې ژبې لري او بیلابیل دودونه اودلباسونو ډولونه لري، په داسې یوه هیواد کې دملي ژبې رامنځ ته کیدل په خپله دیوپیاوړي یووالي نښه ده چې دهغه له مخې خپله پیاوړتیاله ځان سره لرلای شي»
دعلامه ابولوفاکندهاري (*) دنظامیه مدرسی( جامعه نظامیه ) اتم مشراوشیخ پل هم لا تراوسه په حیدرآباد کې په
— —————————-
(*)Shaykh Al-Allamah Mawlana Abul Wafa al-Afghani al-Hyderabadi
Shaykh Al-Allamah Mawlana Abul Wafa al-Afghani al-Hyderabadi
Brief Biography of Imam Abul Wafa al-Afghani al-Hyderabadi:
(born: 1310 AH / d. 1395 AH)
He is al-Allamah al-Muhaqiq al-Faqih al-Usuuli al-Muhadith al-Naqid al-Sayyid Mahmud Shah al-Qadri al-Hanafi ibn Sayyid Mubarak Shah al-Qadri al-Hanafi, known as Abul Wafa al-Afghani Born in 1310 AH in Kandahar, Afghanistan. He came to Hyderabad Deccan in 1330 and joined from Jamia Nizamiyyah from where he acquired ijazas in tafsir, hadeeth, fiqh, reciting Quran in various styles (hafs, qaluun, dori, warsh, etc.). Amongst his teachers was the great scholar of Islam, Shaykh al-Islam Fazilat Jung al-Imam al-Kabir Mawlana Anwaar ullah Faruqi, the founder of Jamia Nizamiyyah and the world famous Dairat al-Maarif al – Uthmaniyyah. Other teachers included: Shaykh al-Kabir Abdus Samad, Shaykh Abdul Karim, Shaykh Muhammad Yacub, Shaykh Muqri Muhammad Ayyub, Shaykh Rukn ad-Din and many others. Shaykh Mawlana Abul Wafa al-Afghani formed: Lajnah Ihya al-Maa’rif al-Nu’maniyyah , the famous Hanafi research center. The main task of Ihya al-Maarif was to research and publish the books of Fiqh and Hadith of great scholars from Salaf (2nd and 3rd century). Shaykh Abul Wafa visited Hijaz and stayed there for some time. During his stay in Hijaz, he won the respect of noted scholar who visited him and received from him ijazas and asaneed. Some of the books which he researched and published are:
Kitaab al-Athar of Imam al-Qadi Abu Yusuf (d. 182)
Kitaab al-Radd ala Siyr al-Awzaee of Imam al-Qadi Abu Yusuf
Kitaab Ikhtilaaf abi Hanifah wa Ibn Abi Layla of al-Imam Qadi Abu Yusuf
Kitab al-Asl of al-Imam Muhammad bin Hasan al-Shaybani (d. 187) , a very useful book. Has the fiqh of Jihad.
Jami al-Kabir of al-Imam Muhammad bin Hasan.
Sharh Kitaab al-Athaar of Imam Muhammad bin Hasan
Al-Hujjah ala Ahl al-Madinah of Imam Muhammad bin Hasan (with the notes of the great Imam al-Muhadith Mufti Mahdi Hasan. A very useful book )
Mukhtasar al-Tahawi fi fiqh al-Hanafiyyah of Imam Abu Jafar al-Tahawi (d. 321)
Tarikh al-Kabir of al-Imam Bukhari. (just the third volume)
Nafahaat al-Jassaas of Imam Sarkhasi
Usuul al-Fiqh of Imam al-Sarkhasi
Sharh Ziyadaat of Imam Sarkhasi
Akhbar Abi Hanifah wa Ashabuh of Imam Abi Abdullah al-Misri (d. 436)
Manaqib Abu Hanifa wa Sahibeh Abi Yusuf wa Muhammad of Imam Dhahabi
Uquud al-Jam’aan fi manaqib Abi Hanifah al-Nu’man of Imam Muhammad bin Yusuf al-Salihi al-Shafi (d. 942) and many other numerous books.
Shaykh Abdul Fattah Abu Ghuddah, was one of the students of Mawlana Shaykh Abul Wafa al-Afghani. Shaykh Abdul Fattah visited Hyderabad 3 times and took ijazas and asaneed from various other scholars of Hyderabad like Muhadith al-Deccan Shaykh al-Allamah Abul Hasanaat Abdullah Shah Naqshbandi-Qadri.
( وګورې دغه لاندې اړیکی :
خپله روښانتیا سره پاتې دي ، ابولوفا – افغاني دنظامیه مدرسې دبنسټوال انوارلله فاروقي شاګرد هغه نامتو عالم و چې آثاریې په عربی ژبه باندې په زیاترواسلامي هیوادو کې د اسلامي علومو دتعلیماتوپه برخه کې منل شوي آثاردي ، هغه هم په همدغه ښارکې واوسید اودلته یې ددکن نظامیه مدرسې ته وده ورکړه او دژوند ترپایه یې دهغې څارنه وکړه. ددغه سترعالم هغه اسلامی یادګار تراوسه داوسني دحیدرآباد په زاړه ښارکې داسلامی ښوونو او روزنو لوي او دپاملرنې وړ مرکزدی. چې ددغه ښار په زړه برخه کې پرته ده ، هلته اوس هم په سلګونونارینه او ښځینه زده کوونکي د تجربه لرونکواسلامي پوهانو ترلارښونې لاندې په اسلامي زده کړو بوخت دي.دغه مدرسه په ۱۸۷۶ کال کې د شیخ محمدانوارالله فاروقی کندهاري ( چې تراوسه زموږ په څیړنو پردغه نامتواسلامی شیخ باندې ډیرڅه نه دي لیکل شوي ) په مشرۍ جوړه شوې ده دغه نومیالی عالم دمیرعثمان علی خان په زمانه کې دکن ته راغی ، دنظام په د ربارکې ددکن دمذهبی چارو مسوولیت ور وسپارل شو، په همدغه وخت کې یې دجامعه نظامیه اسلامی مدرسې بنسټ کیښود ، دهغې مدرسی چې په اسلامی نړۍ کې تراوسه د هندوستان دالازهر په نامه سره یادیږي ،د فاروقي کندهاري عالم په اړه داخبره شوې چې :
The Sheikh was from the Noble lineage of Hazrat Shah Rafiuddin Qandahāri Rahimahullah and his predecessors were from the Qandahar.
دهندي الازهر مدرسه( جامعه نظامیه ) چې د حیدرآباد دنظام میرعثمان علی خان په امراوپاملرنه جوړه شوې تعلیمی سستم یې لکه دهندوستان دنورو مذهبی مدرسو سره ورته والی لري ، په عمومی لحاظ دوی دلته د مولوی ، عالم ، فاضل اوکامل په کچه زده کونکی روزي، دفاضل په کچه زده کونکي یې کولای شي دهند په علیګړ، دمکی په ام القرا ، دمصرپه الازهر کې په ماستري (ایم ، ای ) کچه ټولګیوکې داخله ترلاسه کړي. دنژدې ۱۳۲ کالو په اوږدو کې دغې مدرسې دنومیالیو علماوو په مرسته په زرګونودینی پوهان نراوښڅې چې په اسلامی نړۍ او اسلامی زده کړو دخپل وخت نومیالی روزلي دی چې دغه لړۍ تراوسه پورې په خپل اوچت اسلامی کیفیت سره روانه ده. ددغې مدرسې اوسنی مشر مفتی خلیل احمد صاحب دی چې دهندپه لویواسلامی پوهانو کې راڅی ،
جناب مفتی خلیل احمد دجامعه نظامیه اوسنی مشر
هغه دعلامه ابولوفا افغانی – حیدرآبادي په وویل : « دعلامه ابولوفا کندهاري خدمتونه ددغې نومیالۍ مدرسې په وده کې او پیاوړتیا کې هغه ځه دي چې دغه ستراسلامی مرکز یې اسلامی نړۍ ته دیوه ستراسلامی مرکز په توګه ور وپیژاند.دهغه عربی آثار تراوسه هغه ځه دي چې دعربی هیوادو په اسلامی مرکزونو کې لوستل کیږي ، ان چې په نبوی جومات کې هم دده آثارخپل څانګړی څای لري… »
دنظامیه جامعه مدرسه په خپل کتابتون کې اوس په سلګوزره ټوکه کتابونه لري چې په هغو کې دوه ډوله کتابونه راڅی، یوډول چاپي کتابونه دي او بل هم قلمی نسخې دي، دعلامه ابوالوفا کندهاری شاګرد ( مولاناصاحب ) هغه چې تراوسه پورې هغه شینی چایی چې بابابه خښلې دی هم څښي ، هغه ځوک چې ابوالوفاصاحب اوس هم دبابا په نامه یادوي وایی چې : « له موږ سره خورا زیاتې پښتو قلمي نسخې وې ، یوزیات شمیریې ما او بابا په صندقو کې واچولې دعبدالحی (علامه حبیبی ) چې پر بابا ډیرګران وپه مشوره مو په ډیلی کې دافغانستان سفارت ته وسپارلې ، ځه نورې چې پاتې وې هغه موپه دې خاطر چې دلته یې لوستونکی نه درلودل عبدالغنی ته ورکړې هغه له څانه سره یووړې ، او س پښتو ځه په کتابتون کې نه لرو… »
ددغې مدرسې یواړوند دیوې ګیلی په ترڅ کې وویل : « دانوارالله شیخ اوعلامه ابولوفا بابا دغه یادګاردهند په جنوب کې داسلامی زده کړو ستراسلامی مرکزدی ، زه ډیرافسوس کوم چې دافغانستان واکمن کرزی چې کله حیدرآباد ته راغی ولې مدرسې ته رانغی ، موږ فکرکاوه چې دی خو به دومره څوک په څنګ کې لري چې ورته ویلی وای چې په دغه ښارکې دکندهاري علماوو دغه یادګار تراوسه پورې په سرلوړی سره داسلامي زده کړو اومعنویت په برخه کې په هلوځلو بوخت دی… هو، له موږ سره اوس دکندهاررابطه قطع شوې ، اوس له هغه ځایه دلته نه عالمان راځي او نه هم زده کونکی … »
مفتی خلیل احمد صاحب صمیمی اومیلمه پال عالم و، په مدرسه کې یې زما اوزمادلارښود الیاس محمدخان پوپلزي تود هرکلی وکړ، زریې مولانا (چې دم ګړۍ نوم زما له یاده ووت ) چې له ماشومتوبه له علامه ابولوفاصاحب سره نژدې پاتې شوی و راوغوښت ، هغه زموږ په راتلو دومره خوشاله شوی و چې زریې زموږ لپاره خپل کورته دشنو چایو احوال ورکړ، په څوشیبو کې یې شین چای په بلغمي شنو پیالو کې زموږ پرمخکې کیښود اوخپلې ټولې هغه خاطرې چې له علامه کندهاري سره یې درلودې موږ ته یوه یوه په خوند خوند سره وویلې . نژدې غرمه وه چې موږ له نظامیه جامعې خڅه په داسې حال کې دمقدسودرسونوغږ له ټولګیوڅخه راته ،راووتو له مفتی صاحب سره مو خدای پامانی وکړاودعایی داوه چې خدای دافغانستان له هغو بلاوو څخه چې دغه اسلامی هیواد یې کله هم لایق نه و او نن ورسره لاس اوګریوان دی وژغوري … مفتی صاحب ته ماداخبره هم وکړه چې خیرکه کرزی حیدرآباد ته راغی اودلته رانغی او تاسې یې ونه لیدۍ ، هیله ده چې تاسې کابل ته راشی اودی ترهرڅه دمخه هلته وګورﺉ …
اوله دغه خدای پاماني سره زه او الیاس محمدخان پوپلزی ( دده کورنې یوازنې پوپلزۍ کورنې ده چې تراوسه په حیدرآیاد کې اوسیږي ، پلاریی حبیب الله خان په ۱۹۴۹ کال کې دافغانستان ددولت له خوا په حیدرآباد کې دوکیل تجار په توګه ټاکل شوی و، هم هلته یې واده کړی او بیاهم دلته پاتې شوی دی، اوس یې زامن اولمسیان په بسیاینه کې ژوند کوي ، الیاس محمدخان لږ لږ پښتو ویلای شي ، دی او کورنۍ یې له پښتو اوافغانانو سره اوس هم لیونۍ مینه لري ) .
داوسنی پرمختللی حیدرآباد له زاړه ښارڅخه د عثمانیه پوهنتون په لورراوخوځیدو.
یاد یې په خیر