کور / تازه خبرونه / د سمنګان اوسېدونكو والي په فساد تورن كړ

د سمنګان اوسېدونكو والي په فساد تورن كړ


د سې شنبې په ورځ د سمنګان په سوونو اوسېدونكو د والي پر ضد مظاهره وكړه او له مركزي حكومت څخه يې د نوموړي د ليري كولو غوښتنه وكړه.
مظاهره چيانو د څو ساعتونو دپاره له سمنګان څخه مراز شريف ته تللې لار د ټرافيكو پر مخ بنده كړه او والي قاضي عنايت الله عنايت يې په فساد كي په لاس لرلو تورن كړ.
مظاهره چيانو ويل څو كاله كېږي چي په ولايت كي د چښنګ دپاره پاكي اوبه او برېښنا نه لري او نه يې هم په ولايت كي د بيا رغوني د پام وړ كار سوى دئ.
دوى له مركزي دولت څخه د نوي والي غوښتنه كوي، خو والي عنايت الله عنايت بيا د مظاهره چيانو نيوكي نه مني، وايي ځيني د پام وړ كارونه يې كړي او د نورو پلان هم لري، خو په لاس كي كافي بوديجه نه لري.
د يادوني وړ ده چي دغسي يوه مظاهره پرون په بدخشان ولايت كي هم سوې وه، چي د هغه ځاى د والي عبدالمجيد د ګوښه كولو غوښتنه يې كوله.