کور / تازه خبرونه / ملي امنيت د بريد كوونكو د نيولو خبر وركړ

ملي امنيت د بريد كوونكو د نيولو خبر وركړ


د افغانستان د ملي امنيت چارواكو په ننګرهار ولايت كي د يوه شكمن ځانمرګي كس د نيولو خبر وركړ.
د زينهووا آژانس وايي ملي امنيت د سيف الدين په نوم يو كس له چاودونو موادو سره يو ځاى د جلال آباد په ښار كي نيولى دئ.
د سيف الدين د نيولو اصلي وخت نه دئ ښودل سوى، خو وايي دى افغان دئ او تر ډيورنډ په ها خوا يې د ايبټ آباد په ښار كي يې د طالبانو په يوه مدرسه كي روزنه ترلاسه كړې ده.
همدا راز چارواكي وايي د شمس په نامه يې يو بل كس تر كابل دباندي د سنګ نويشته په نوم سيمه كي له ۲۰۰ كيلوګرامه چاودونكو موادو سره نيولئ دئ.