د عزيز مراد نوم هر چا ته د کورنيو او کوڅه په کوڅه جګړو زړه بوږنوونكى انځور ياد ته ورولي. هغه وخت رباني په واك کې و او عزيز مراد يې وياندويي كوله .
که مبالغه ونه شي دا اروښاد ښاغلى په دروغو کې د مور يوزوى و ، خو دده لوى كمال دا و چې هنري دروغ يې نه ويل، سپين دروغ يې ويل چې د سترګو په رپ كې به ثابت شول .
عزيز مراد به له بي بي سي او امريکا غږ راډيو سره په مرکو کې د رباني د کوڅه يي جګړو په پرمختګونو كې داسې افراط كاوه چې خپله به رباني هم ورته ګوته په غاښ شو .
دا ويندويي به کله کله ډاکټر صاحب عبد الله هم کوله که څه هم چې عبد الله په دروغو کې مراد صيب ته نه شوى رسيدلى خو بيا هم د شوراى نظار د ښو دروغجنو په لست كې يې نوم بر دى.د نظارشورا او اوسنۍ متحدې جبهې د درواغجنو وياندانو ميراثي څوكۍ اوس سانچاركي ته وركړل شوې ده، هغه سنچارکي چې د مخدوم رهين د وزارت پر مهال يې د بيروكراسۍ اواختلاس دوسيو د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ملا ماته كړه ، خيرنورو ته خو دروغو په درد وخوړل داكترصيب يې وزارت ته ورساوه اومراد كه مړ نه وى هم به لكه صديق چكړي زور وزير واى خو افسوس د سانچاركي په حال دى ، لكه دې شومې ناوې بخت يې تور دى چې اطلاعاتو فرهنګ وزارت كې معين شو د رهين كاسه يې چپه كړه ، چې اقتدار ملي ګوند ته ورغى د كاظمي دربار يې وڅاټه اواوس خو چې په متحده ټلواله هره بلا پريوځي د همدې سنګچاركي له بده شامته به وي .
اوس دروغجن ډيرشول ګني سانچاركي ته خو سخته اړتيا وه . د ده د شناخت لپاره د ده دروغ لوى كمال دى سنچارکي تر وزارت رخصتيدو وروسته د پنځوسو ډالرو په خاطر ډيرې دروازې وټکولې په ډيرو انټرنيوزونو او پژوهشګاوو وګرځيد ، د اجمل نقشبندي پر وژنه يې هم ستر بيزنس روان کړى واو که ووايو چې د نقشبندي قاتل هم سنچارکي و دا به هم د زلمي نقشبندي په حق كې زياتى نه وي ځكه ده او يوبل د ژورنالستانو مدافع طلبان په تحريم وګواښل اود زمري په خوله كې بند نقشبندي يې ځوانيمرګ كړ .
را به شو د نن خبرې ته سنچارکى د نظارشورا او اوسنۍ متحدې جبهې وياند دى په دولت بې دريغه ګوزارونه کوي په فساد يې ککړ بولي او کرزى يو ضعيف ولسمشر بولي موږ به له سنچارکي وپوښتو چې په دغه ناکام حکومت کې ته څومره کامياب وې ؟ او څومره له فساد نه په امان وې؟
سنچارکي به ځواب نه لري خو زه به ووايم چې په دغه حکومت کې ستا او ستا د استاد وزير رهين د ناروا كړنو داسې پرپړې پرتې دي چې نږدې ده خپلې كورنۍ اوخپل اولادونه درباندې شاهدۍ ووايي .
سانچاركى له عزيز مراد او داكتر عبدالله نه هوښيارندى خو ګټه يې له هغوى زياته ده سانچاركۍ د قلم جنګسالار دى چې وجدان يې پاس په تاخ كې اېښى اوكله چې د ديموكراسۍ لوبه كې د كوم بل ګول وهلو اړتيا شوه نو دى به ګوندې بيا هم معين انديشمند وي .
په شېرپوركې د سانچاركي ماڼۍ دده دهوښيارۍ نغده ګټه ده چې كله هزاره اې ايران پرور شي ، كله افغانستانى ، كله پژوهشګر- سخنور او كله هم مجاهد كمونست.د سانچاركي د يارانو كړۍ په ټول دولت كې خوره ده خو څوك په خپل پوستكي كې ښكاري څوك په نورو پوټكو كې ننوتلي دي، دوى كله كله غټ غټ خلك داسې تيرباسي لكه خپل زامن .
تيره ورځ مې يې له آزادۍ راډيو ښکرور درواغ واوريدل سنچارکي وايي سترې محکمې يا دده په وينا دادګاه عالي د کرزي د واک د اوږديدو په باره کې شوې پريکړه په داسې حال کې کړې چې قاضي القضات نه دى پرې خبر سنچارکي وايي موږ ته موثقو درواغجنو راپور را کړى چې د دادگاه عالي په پريکړه قاضي القضات نه دى خبر د سترې محکمې وياند د سنچارکي په ځواب کې يواځې يوه نرۍ خندا کړې او بس نو اوس سړى دې نتيجه رسيږي چې سنچارکيانو او پاوکيانو ته نور څه نه دي پاتې او غواړي په درواغو خپل مړه ځانونه را ژوندي کړي ، زه باور لرم چې اوس د افغانستان خلک پخواني نه دي او د هر چا په *****پوهيږي چې چيرته دى او د څه لپاره دى .
پدې هيله چې ددروغو مزلونه رښتيا لنډ شي