کور / تازه خبرونه / تازه خبر: د المان صدراعظمه له بريد روغه ووتله

تازه خبر: د المان صدراعظمه له بريد روغه ووتله

په كندز كي د جرمني پوځيانو پر مركز (پي، آر،ټي) راكټي بريد وسو، چي مرګ ژوبله نه لري.
د كندز ولايت د پي آر ټي يا ولايتي بيا رغوني مركز وروسته له هغه په نښه سو، چي تر دې شل دقيقې دمخه د جرمني صدارعظمي انجيلا مركل او د دفاع وزير فرانز جوزيف جنګ ليدنه ځني وكړه.
دا په يوه اونۍ كي دوهم ځل دئ چي پر دغه مركز راكټي بريد كېږي، د بريد مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو معمولاً دغسي بريدونه د طالبانو له خوا ترسره كېږي.