کور / خبرتیا او پيغامونه / کرکټ : هالنډ افغانستان ته ماتې ورکړه

کرکټ : هالنډ افغانستان ته ماتې ورکړه

د هالنډ لوبډلې نن افغانستان ته په ویکټو ماتې ورکړه، پدې توګه افغانستان خپله څلورمه لوبه وبایلله، تر کینیا وروسته له هالنډ وروسته دا د افغانستان لپاره دویمه ناکامي ده. د افغانستان په نننۍ لوبه کې تر ټولو کمزوری ټکی دا وو چې په بېټېنګ کې ونه ځلېدل، نوروز منګل په صفر وسوځېد او له کریم صادق او محمد نبي عیسی خېل پرته نورو لوبغاړو کومه لاسته راوړنه نه درلوده.

د افغانستان په ګروپي سیالیو کې وروستۍ لوبه له متحده عربي اماراتو سره ده. متحده عربي اماراتو نن له ډنمارک نه په لوړو منډو لوبه وګټله. حمید حسن ۴۳ اوور کوي، افغانستان ته پکار دي چې د هالنډ لوبغاړي ژر ژر وسوځوي. هالنډ ۱۴۹ منډې کړي، ۵ یې سوځېدلي، سمیع الله شینواری ۴۱ اوور کوي. هالنډ ۱۴۶ منډې کړي، ۳۹ اورونه شوي دي. د هالنډ پنځم لوبغاړی د په منډه وسوځېد، شفیق وسوځاوه. هالنډ ۱۳۹ منډې کړي، ۳۷ اورونه شوي. سمیع الله شینواري ۳۷ اوور وکړ، ۶ منډې یې ورکړې. محمد نبي ۳۶ اوور وکړ ، ۴ منډې یې ورکړې. هالنډ ۹۰ بالونو ۷۶ منډو ته اړتیا لري. ۳۶ اوور محمد نبي کوي. کریم صادق ۳۵ اوور وکړ، درې منډې یې ورکړې. هالنډ په ۳۴ اورونو کې ۱۲۶ منډې کړي، ۴ یې سوځېدلي، په ۳۴ اوور کې محمد نبي درې منډې ورکړې.

هالنډ پر ۳۳ اورونو کې ۱۲۳ منډې لري، ۴ یې سوځېدلي، ستوري کریم صادق ۳۳ اور وکړ، ۲ منډې یې ورکړې. په ۳۲ اوور کې محمد نبي یوه منډه ورکړه، هغه هم وایډ شو. هالنډ ۱۲۰ منډې کړي، ۴ یې سوځېدلي، ۳۱ اورونه شوي. په یو دېرشم اوور کې له کریم صادق نه درې منډې واخېستل شوې. هالنډ په دېرشو اورونو کې ۱۱۷ منډې لري، ۴ یې سوځېدلي. پر محمد نبي په دېرشم اوور کې یوه شپږه ووهل شوه. دیرشم اوور بیا محمد نبي کوي. کریم صادق ۲۹ اوور وکړ، هغه په لومړي اوور ۳ منډې وشوی. د سمیع الله شینواري په یوه اوور کې ۹ منډې واخېستل شوې.

په ۲۷ اورونو کې هالنډ ۹۸ منډې کړي، ۴ یې سوځېدلي، د حمید حسن په شپږ اوور کې یوه څلوره ووهل شوه. هالنډ ۹۲ منډې کړي. سمیع الله شینواری ۲۶ اوور کوي، په پنځو بالونو کې ۲ منډې ترې اخېستل شوي. حمید حسن ۲۵ اوور وکړ، ۲ منډې یې ورکړې. سمیع الله شینواري ۲۴ اوور وکړ، په پنځم بال یې د هالنډ له خوا مزبوټ شاټ ووهل شو، خو افغان توپ نېونکي ډېر ښه ونیاوه او د څلورې مخه یې ونېوله. د هالنډ ۸۵ منډې دي، ۴ سوځېدلي، ۲۴ اورونه شوي‌ دي. ۲۳ اوور حمید حسن وکړ یوازې ۲ منډی یې ورکړې. هالنډ په ۲۲ اورونو کې ۸۲ منډې کړي. سمیع الله شینواري ۲۲ اوور مېډن کړ، یعنې منډه یې ور نه کړه. یو ویشتم اوور حمید حسن کوي. د هالنډ هغه سخت او خطرناک لوبغاړی وسوځېد، هغه د حمید حسن په بال شاټ وواهه، مخامخ سمیع الله شینواري ته ورغی، او سمیع الله شینواري په منډه وسوځاوه. سمیع الله شینواري ۲۰ اوور وکړ، ۵ منډې یې ورکړې. هالنډ په ۱۹ اورونو کې ۷۵ منډې کړي.

په نوولسم اوور کې له حمید حسن هم دوه منډې واخېستې. په اتلسم اوور کې له محمد نبي نه دوه منډې واخېستل شو. هالنډ ۷۱ منډې کړي، ۳ یې سوځېدلي، ۱۷ اورونه شوي‌ دي، د هالنډ دا ولاړ یو لوبغاړی چې ټین دوسیچیټ نومیږي، ښايي افغانستان ته لږ خطرناک وي. اوولسم اوور حمید حسن وکړ هغه یوازې یوه منډه ورکړه، خدای نور هم وچلوي. د دولت احمدزي پر ځای حمید حسن بال کولو ته راغی، د هغه په څلورو بالونو منډه لا نده شوې. حمید حسن ډېر تېز بالر دی. محمد نبي په خپل درېیم اوور کې یوه منډه ورکړه، هالنډ ۶۹ منډې کړي، ۳ یې سوځېدلي، ۱۵ اورونه شوي دي. د محمد نبي په یوه اوور کې د هالنډ دوه لوبغاړي وسوځول شول. دواړه شهزاد خان یو کېچ کړ بل یې سټمپ کړ. هالنډ په ۱۴ اورونو کې ۶۶ منډې کړي. محمد نبي د هالنډ سر سخت لوبغاړی وسوځاوه، هغه په نورو څو لوبو کې سلیزې وهلې وی، دا لوبغاړی کرویزي نومېده.

د نبي په بال شهزاد خان کیچ ونېاوه. محمد نبي خپل لومړی اوور مېډن کړ، یعنې منډه ور نه کړه. هالنډ په یوولس اورونو کې ۵۹ منډې کړي. هالنډ ۴۸ منډې کړي، یو یې سوځېدلی. لسم اوور روان دی. له هستي ګل عابد په لومړي بال څلوره واخېستل شوه. له دولت احمدزي په نهم اوور کې ۴ منډې وشو، هالنډ ۴۰ منډې کړي، ۸ اورونه شوي، یو سوځېدلی. هالنډ ۳۳ منډې لري، ۶ اورونه شوي‌ دي. اتل ستوري د هالنډ هغه لوبغاړی وسوځاوه، چې لوبه یې چټکه کړی وه. هالنډ ۶ منډې کړي، ۴ اورونه شوي. هستي ګل عابد څلورم اوور کوي،‌ په پنځو لومړیو اورونو کې یې منډه لا نده شوې. د دولت احمدزي په دویم اوور کې دوه منډې واخېستل شوې، دولت احمدزي درېیم اوور پیل کړی، په دوو لومړیو بالونو کې یې منډه نده ورکړې. د هستي ګل پر دوم اوور کې دری منډې وشوې. دولت احمدزي ډېر ښه پيل وکړ، هغه په لومړي اوور کې ایله یوه منډه ورکړه، افغان لوبډلي په ۵۰ اورونو كي د نهو لوبغاړو په سوځېدو هالنډ ته ۲۰۵ منډي هدف وټاكئ، اوس تفريح ده وروسته به هالنډ بېټينګ ته ودرېږي.

په ۳۰ اورونو کې ۱۰۷ منډې دي، څلور لوبغاړي سوځېدلي. ستوري کریم صادق ۶۰ منډې وکړې، په ۳۰ اوور کې دوه منډې واخېستل شوې. اصغر ۹ منډې کړي. افغانستان ۱۰۵ منډې لري، ۲۹ اورونه شويدي. ستوری کریم صادق لا ولاړ دی، هغه ۵۹ منډې کړي، اصغر ۸ منډې کړي. افغانستان ۱۰۱ منډې لري، ۲۸ اورونه شوي دي. ۴ سوځېدلي. اتل ستوری د افغانستان د کرکټ دملي لوبډلې د ملاتیر کریم صادق پنځوسۍ ووهله، هغه اوس ۵۷ منډې لري، خدای وچلوي، دوعا ورته وکړئ. افغانستان ۹۰ منډې کړي، ۲۶ اورونه شوي ، ۴ سوځېدلي. اتل ستوري کریم صادق ۴۷ منډې کړي، خدای دی وچلوي، اصغر ورسره ولاړ دی، اصغر ۶ منډې کړي. محمد شهزاد خان وسوځېد، هغه ایله ۸ منډې کړي، شهزاد هغه لوبغاړی وو چې لوبډله یې په راتللو زیاته خوښه وه.

اتل ستوری کریم صادق ولاړ دی، کریم صادق ۳۴ منډې کړي او محمد شهزاد بیا په ۸ منډو ولاړ دی. کریم صادق او شهزاد خان لوبه کوي. کریم صادق ۲۹ او شهزاد خان ۸ منډې کړي. افغانستان ۵۸ منډې کړي، ۳ یې سوځېدلي، نوروز منګل ته پکار وه چې ارامه لوبه یې کړې وای. شهزاد خان او کریم صادق ولاړ دي، کریم صادق، ۲۱ منډې کړي. محمد شهزاد را ووت، افغان لوبډلې ته اړتیا ده چې کراره لوبه وکړي. کپټان نوروز منګل په صفر وسوځېد، اوس کپټان نوروز منګل په خپله راووت. افغانستان ۴۳ منډې لري، ۲ لوبغاړي یې سوځېدلي، ۱۰ اورونه شوي، دي. شفیق الله په ۹ منډو او نورعلي په ۱۲ منډو وسوځېدل. په سویلي افریقا کې افغانستان خپله نننۍ لوبه له هالنډ سره کوي، هالنډ ټاس وګاټه او افغانستان ته یې د منډو بلنه ورکړه.

د افغانستان په لوبډله کې دوه تغیره را وستل شوي، نورعلي ځدراڼ د ریس احمدزي پر ځای راغلی، او هستي ګل عابد بېرته لوبډلې ته راستون شوی.