د المان د صدراعظمي له دفتر څخه خپاره سوي خبرونه وايي چي آغلې انجلا مركل په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسېده.
له آغلي مركل سره د دفاع وزير فرانز جوسف جنګ هم ملګرى دئ، چي په كندز كي به د خپل هيواد له عسكرو سره وګوري.
د امريكا ولسمشر باراك اوباما اروپا ته په سفر كي د ناټو په عمومي غونډه كي چي په فرانسه او المان كي ترسره سوه، له ناټو غړو هيوادونو څخه غوښتنه وكړه چي افغانستان ته نور پوځيان ولېږي.
ناټو د ۵۰۰۰ نورو پوځيانو د لېږلو پرېكړه كړې، چي د المان هيواد پوځيان هم پكښي شامل دي.
المان په افغانستان كي ۳۵۰۰ عسكر لري چي ډېر يې په شمالي ولايت كندز كي مېشت دي.