يو شمېر سياسي كارپوهان وايي چې د ملي جبهې د ځينو خپل منځي اختلافاتو له امله نه دي توانيدلي چې راتلوونكو ټولټاكنو ته خپل نوماند وړاندې كړي .
ځېنې نور كارپوهان بيا په دې اند دي چې ملي جبهه منتظره ده چې د كوم كانديد د ولسمشر كېدو چانس يې زياد وي له هغوى سره يو ځاى شي چې بيا د معاونيتونو او وزارتونو په څوكيو له هغو سره تقسيمات وكړي .
په دې وروستیو کې يو شمېر سياسي كارپوهانو ته داپوښتنه پېداشوې چې ولسمشریزو تاکنو ته به لکه دنورو کاندیدانو په څېر ملي جبهه هم خپل نوماند ونوموي او کنه یوازې به په خپلې اعلان کړې خبرې سترګې پټې کړي .
دغه کارپوهان وايي چې د ملي جبهې ډېرى غړي د جهاد په وختونو كې د يو بل په وړاندې جنګېدلي نو ځکه به دا له امکانه لري وي چې دوی دې په خپلو کې سره په یوه واحد کاندید سلا شي
په ولسي جرګې كې د كندوز د خلكو استازى معين مرستيال وايي چې د ملي جبهې د غړو تر منځ فكري يوالى نشته نو پر همدې بنسټ به دوی په دې ونتوانېږي چې راتلوونكو ولسمشريزو ټاكنو ته خپل نوماند وړاندې كړي .
همداراز ښاغلى مرستيال زياتوي چې ټلواله په دې موافق نه ده چې راتلوونكو ولسمشریزو ټاكنو ته نوماند وړاندې كړي . ځكه دوى پوهېږي چې د دوى نوماند به ګټونكى نه وي .
بلكې يو له هغه نوماندانو څخه چې د ولسمشر كېدو امكانات يې زيات وي له هغـه سره يوځاى شي چې وروسته د معاونيتونو او وزارتونو څوكۍ يو له بله سره وويشي .
همداراز د خلكو استازي وايي چې نړيواله ټولنه په دې سره سلا شوې چې د افغانستان راتلوونكي ولسمشر بايد د هېڅ يوه ګروپ او يا سازمان سره تړاو ونه لري .
خو بل لور ته دسياسي چارو كارپوه او دجمعت اسلامي تنظیم داجرایې شورا پخوانی غړی عصمت قانع بيا په دې اند دى چې دملي جبهې جوړېدل د اوسني نظام په وړاندې يوه ناكامه هڅه وه .
خو بل لور بیا یوشمېر شنونکي ددغو ټاکنو بل لورته خپله زیاته پاملرنه وراړوي دسیاسي چارو کارپوه مطيع الله خروټى راتلوونكو ولسمشريزو ټولټاكنو ته د زياتو كانديدانونومانېدلو ته ګوته نيسي او وايي چې دا كار د افغانانو بې اتفاقي ښيي .
نوموړى وايي چې د اوسنيو كانديدانو په منځ كې درې ګټه ګوري كانديدان دي يو هغه چې غواړي له دې لارې ګټه پورته كړي او د راتلوونكي ولسمشر څخه امتيازونه واخلي . بله ډله كانديدان دي چې غواړي ځانونه مطرح كړي .
او ورستى ډله غواړي چې په راتلوونكو ټاكنو ته ستونزې راولاړې كړي .
د چارو كارپوهان وايي چې راتلوونكو ولسمشريزو ټولټاكنو ته بايد داسې يو زعامت ځان ونوموي چې جنګي مجرم نه وي ، د مخدره توكو په قاچاق كې لاس ونه لري او همدارنګه د افغانستان د تېرو دېرش كلنو په ورانيو كې لاس ونه لري ، ملي هويت ولري او د افغانستان ځمكنۍ بشپړتيا ته پوره احترام وكړي او ټول ولس ته منلى شخصيت وي .