کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د نوري فايبر په بشپړېدو سره به د ټليفوني اړيكو بيې نيمايي ته ولوېږي

د نوري فايبر په بشپړېدو سره به د ټليفوني اړيكو بيې نيمايي ته ولوېږي

په هېواد كې د نويو بدلونو په راتګ سره د مخابراتو په ډګر كې د پام وړ بدلون رامنځته شو. ځكه تر هغه د مخه د مخابراتو په برخه كې د هېواد ډېرى وګړي له ډېرو ستونزو سره مخ وو د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ د وزارت د څرګندونو پر اساس تردې مهاله د مخابراتو په برخه كې، چې ټليفون، انټرنېټ، فكس او پستي خدمتونه په كې شامل دي يوميلياردو دوسوه شپـږ دېرش ميليونه امريكايي ډالره پانګونه شوې ده، چې ډېرى برخه يې د خصوصي سكټور لخوا په كار اچول شوې ده.
دا مهال په هېواد كې، پنځه فعال مخابراتي شركتونه، چې روشن، افغان بيسيم، اتصالات، اريبا او افغان ټيلي كام چې دولتي شركت دى، په كار بوخت دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ د وزارت وياند ښاغلي عبدالهادي هادي باختر اونيزې سره د يوې مركې په ترڅ كې وويل، د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزارت هر كال د دولت د عوايدو ډېرى برخه جوړوي، چې په تېر۱۳۸۷ لمريز كال كې د دې وزارت عوايد۹۳ ميليونه امريكايي ډالرو ته رسېدلي وو، چې د مخابراتي شركتونو د عوايدو څخه ترلاسه شوي دي.
د مخابراتو وزارت د وياند ښاغلي هادي د معلوماتو له مخې، د مخابراتي خدمتونو د وړاندي كولو لپاره دغه وزارت پنځه كلن پلان لري، چې په هركال كې د هغه پلان پر بشپړولو كار كوي. د سږ كال په موده كې تر ټولو مهم كار، چې د پام وړ دى د نوري فايبر د پروژې د كار پاى ته رسول دي، چې د مخابراتو په برخه كې به ډېرې زياتې آسانتياوې رامنځته كړي او د ټليفوني مخابرې بيې به نيمايي راولوېږي.
نوموړى زياتوي، چې دغه وزارت په پام كې لري د روان كال په موده كې د هېواد په اوو لويو ښارونو كې ديجيتل ټليفونونو ته پراختيا وركړي. همدارنګه د هېواد هغو سيمو ته چې د نفوسو د كموالي يا غرنۍ سيمې لري او تر اوسه ورته مخابراتي خدمتونه نه دي رسېدلي د ټليفون آسانتياوې او نور مخابراتي خدمتونو آسانتياوې برابرې شي چې د دې سيمو شمېر به زرو كليو ته ورسېږي.
د دې وزارت د وياند د خبرو پر اساس، د پستي خدمتونو په برخه كې د دوو كلونو راهيسې د پستي خدموتونو د عصري كولو كار روان دى. همدا اوس د هوايي شركتونو ټكتونه، د پسته خانو له لارې د هغوى بوكينګ كېږي او له نړيوالو معيارونو سره سم د دريو ورځو په موده كې له مركز څخه ولايتونو ته او له ولايتونو څخه مركز ته پستي خدمتونه ترسره كېږي يوازې د هېواد په جنوبي ولايتونو كې د امنيتي دلايلو له امله يو څه ستونزې د پستي خدمتونو په برخه كې رامنځته كېږي چې د امنيت په ښه كېدو سره به دا ستونزه هم لمنځه ولاړه شي. دا مهال په ټول هېواد كې ۴۵۵ پسته خانې فعالې دي او د پستي خدمتونو قانون هم عدليې وزارت ته وړاندې شوى دى، چې په نيژدې وخت كې به يې د تصويب كېدو چارې هم بشپړې شي.
نوموړى زياتوي ،چې د دغه وزارت لويه پروژه د برېښنايي تذكرو وېش دى، چې دا كار به په نيژدې راتلونكي كې پيل شي او د دې پروژې په كار اچولوسره به په دې برخه كې تر ډېره بريده د جعل او اداري فساد مخه ونيول شي.
همدارنګه د برېښنايي حكومت دارۍ، چې د هېواد د مركز ادارې چې په كابل كې دي، ټول د انټرنېټ له لارې سره ونښول شي لكه همدا اوس، چې د مخابراتو وزارت ټول رياستونه او ادارې د انټرنېټ په وسيله له ولايتونو سره اړيكې لري، چې په دې كار سره به د بيوكراسۍ او اداري فساد څخه په لويه كچه مخنيوى وشي. يوازينۍ ستونزه چې په دې لاره كې ځنډ رامنځته كوي د لاسليك ستونزه ده، چې په دې برخه كې هم كار روان دى ترڅو دا موضوع هم اواره شي. د روان كال په اوږدوكې دغه وزارت په پلان كې لري، چې د( ملي معلوماتو د مركز ) يا National Data Center د مرکز جوړول دي چې د ټولو هېواد په كچه بې ساري پروژه ده او په دې كې به د افغانستان د ټول دولت معلومات ساتل كېږي هم به يې كار پيل شي.
د ښاغلي هادي د څرګندونو پر وينا، د نوي حكومت په راتلو سره ډېره توجه دې ته وشوه،چې په لومړي سر كې خلك د غږ له لارې سره اړيكه پيدا كړي چې د دې كار له امله د ټليفون په برخه كې د پرمختګونه تر نورو چارو د پام وړ دي او دا مهال۸۰ په سلو كې د هېواد اوسيدونكي ټليفون ته لاسرسۍ لري. د ۱۳۸۷ لمريز كال د كب د مياشتې سروې دا ښيي، چې په ټول هېواد كې نهه اشاريه پنځه ميليونه خلك له ټليفون څخه ګټه پورته كوي په داسې حال كې، چې د انټرنېټ د كاروونكو شمېر له اووه سوه څخه تر اته سوه زرو كسانو پورې رسېږي، چې په روان كال كې به دا شمېره نوره هم پراختيا ومومي ځكه د سږكال په پلانونو كې د انټرنېټي شبكو د پراختيا لپاره ډېره پاملرنه په پام كې نيول شوې ده.
د ښاغلي هادي په وينا، د نوري فايبر پروژه به د روان كال په لومړيو دريو مياشتو كې ګټې اخستنې ته چمتو شي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د هېواد په مخابراتي چارو كې د پام وړ بدولون راشي او انټرنېټي شبكې، چې اوس ځينې ستونزې لري لمنځه ولاړې شي ځكه دا مهال هغوى د سپوږمكۍ له لارې خدمتونه وړاندې كوي او د ځمكې له لارې تر اوسه د انټرنېټي خدمتونو آسانتيا نشته چې د نوري فايبر په بشپړېدو سره به نه يوازې دا چې د مخابراتي شبكو په څرنګوالي كې به د پام وړ ښه والى راشي د ټليفوني مخابرې په برخه كې به هم د بيو ټيټ والى رامنځته شي. دا چې د نوري فايبر د پوښښ ساحه ډېره زياته ده نو هغه ستونزې به چې ځينې وخت د مخابراتي شبكو په كار كې را منځته كېږي له منځه ولاړې شي او همدارنګه به له دې پروژې سره د هېواد په بېلابېلو ولايتونوكې د زرګونو هېوادوالو لپاره د كارموندنې په برخه كې دايمي كارونه پيدا شي او دا چې د دې پروژې له لارې د سيمې مخابراتي ترانزېټ هم ترسره كېږي نو د پام وړ عوايد به هم د هېواد په برخه شي.

تبصره نسته

  1. دیره مننه ستاسو د هلو حلو نه الله د نور هم توقیق درکری چی دی
    دردیدلی وطن ته خدمت وکری، او خلکو ته یی اسانتیاوی برابری کری.
    دوه وراندیزونه لرم خدای د وکری چی مخابراتو وزارت مصول کسان زما وراندیزون ولولی.
    اول : تولی د تلیفونونو کمپبنی چی په هیواد کی کاری کوی، دیر بی مسولیته او اسانه
    خپل سیم کارتونه خلکو بی غیر د کومو اسانادو توزیع کوی، باید ددی لپاره داسی سیستم
    جور شی که چا خپل سیم کارت د اوردی مودی لپاره استعمال نکر باید بند شی او پوشنه
    تری وشی . د نوم او هویت په معلومولو کی باید دیر کوشش وشی حکه دیری خلک په بدلو
    نومونو سیم کارت اخلی او بیا تری ناوره استفاده کوی. او که خوک خپل سیم کارت ورک
    کری باید مربوطه کمپنی ته دیر ژر خبر ورکری چی بند یی کری که هر چا تری ناوره کته
    واخسته باید نوموری کس نه پوشتنه وشی او نقدی جریمه او یا دقانون سره سمه سزا ورکرل
    شی. او یا تولو کمپنیو ته نوم او عکس ولیژل شی چی نوموری ته باید د یو سه مودی
    لپاره سم کارت ورنکری، تر خو په قدر یی پوه شی.
    دوهم : د افغانستان مخابراتو که خه هم کاری کری دی، خو بیا هم دوی دیره زره او
    پخوانی تکنالوژی کاروی حکه کله چی مور د خارج نه زنک وهو افغانستان ته تر نورو تولو
    هیوادو زیات مصارف لری، کله چی مور کارت اخلو افغانستان 10 دقیقی کار کوی هند،
    پاکستان او تاچکستان ته همغه کارت 2 یا 3 ساعته کار کوی بله عجیبه خبره لا داچی
    نورو هیوادو ورح په ورح مصارف کمیری او افغانستان ته زیاتیژی.
    مننه