د ناټو غړو هيوادونو په غونډه كي پرېكړه وسوه، چي افغانستان به ۵۰۰۰ نور سرتېري لېږي.
دغه عسكر د روان كال په دوبي كي افغانستان ته د جمهوري رياست د انتخاباتو د امنيت ټينګولو په خاطر راځي، چي ويل كېږي تر انتخاباتو وروسته به بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه سي.
د ناټو غړو هيوادونو كي برتانيې، فرانسې او جرمني د ده پنځه زره كسيز پوځ د لېږلو پرېكړه كړې، چي ډېرى برتانويان وي.
د امريكا ولسمشر لندن، فرانسې او جرمني ته د سفر پر مهال د ناټو له غړو څخه يو ځل بيا خپله پخوانۍ هيله تكرار كړه، چي افغان ماموريت ته نور عسكر ولېږي.
د ناټو ډېر هيوادونه افغانستان د عسكرو له لېږلو په دې خاطر انكار كوي، چي ولس يې مخالفت كوي، خو د كاناډا د بهرنيو چارو وزير د ناټو په عمومي غونډه كي وړانديز وكړ، چي هر هيواد پوځيان نه سي لېږلاى، بايد په مالي، لوجيستيكي او نورو برخو كي همكاري وكړي.