د بلوچستان پوليس خبر وركوي چي په يوه كانټينر كي يې د شنبې په ورځ تر سلو زيات كسان نيولي دي، چي ۴۶ تنه پكښي مړه دي .
پوليس وايي دغه كسان د سپين بولدك څخه د ناټو د اكمالاتي موټرانو په يوه كانټينر كي بلوچستان ايالت ته قاچاق سوي وو، چي وروسته يې اېران ته اړول .
د بلوچستان ايالتي حكومت وايي د موټر چلوونكى تښتېدلى دئ، خو دا چي خلګ ولي او څنګه مړي سوي دي، تر اوسه معلومه نه ده.
د دې كسانو ډېرى د افغانستان د شمالي سيمو هغه غريب ځوانان په ګوته سوي چي اېران ته د خوارۍ او غريبۍ دپاره ځي .
رويټرز آژانس په نيول سوو كسانو كي د يوه كس له خولې وايي چي دغه كسان د څلورو لكو اېراني تومنو په مقابل كي اېران ته وړل كېدل.
اېران ته هركال د بلوچستان له لاري په زرونو افغانان د خوارۍ كار كولو په خاطر قاچاقي ځي، چي ځيني يې وخت پر وخت د بلوچستان د پوليسو له خوا نيول كېږي او بيا د پيسو په بدل كي خوشي كېږي .
عکسونه : Yahoonews.Com
تاسو زموز خبر نشرولی شی جواب راوالیگی وسلام