کور / تازه خبرونه / كوټه: د ملګرو ملتونو امريكايي كاركوونكى خوشي سو

كوټه: د ملګرو ملتونو امريكايي كاركوونكى خوشي سو


د بلوچستان ايالت له كوټي څخه د ملګرو ملتونو تښتول سوى كاركوونكى خوشي سوى دئ.
د ملګرو ملتونو د مهاجرينو يا يو، اين، ايچ، سي، آر امريكايي كاركوونكى جان سويليكي نيژدې دوې مياشتي دمخه د كوټي له ښار څخه نامعلومو وسله والو تښتولى و، چي نن يې د خوشي كېدو خبر وركړل سو.
د هغه د تښتووني مسئوليت چي د بلوچستان ايالت د بلوڅو ملتپالو يوې ډلي پر غاړه اخيستى وو، له حكومت څخه يې د خپلو ۱۲ ملګرو د خوشي كېدو غوښتنه كوله.
دا لا تر اوسه معلومه نه ده، چي جان سويليكي د نورو بنديانو سره په تبادله كي او كه د يوې پټي معاملې پر بنسټ خوشي سوى دئ..