کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / يوازي حساب وركونه كافي نه ده

يوازي حساب وركونه كافي نه ده

د څلورو كلونو راهيسې افغان حكومت ملت ته د حساب وركونې په نامه د كابينې غړي او خپلواك ارګانونه د ملت د استازو او خبري رسنيو په وړاندې د خپلو فعاليتونو كلنۍ راپوروړاندې كوي. دا ډېره ښه خبره ده او د هېواد د پرمختګ لپاره يو مهم ګام ګڼل كېږي. چې د هر نوي كال په لومړۍ مياشت كې د كړنو او اجرااتو په باب د هرې حكومتي ادارې مشر ملت ته د رسنيو له لارې د ملت د استازو په وړاندې حساب وركوي. لكه څرنګه چې مالومېږي د دوى د حساب وركونې له امله تر اوسه پورې د ادارو په پرمختګ كې كوم مشخص بدلون نه دى تر سترګو شوى. نه په ادارو كې فساد له منځه تللى، نه هم د رشوت مخه نيول شوې او نه هم تر اوسه پورې په دې څلورو كلونو كې كوم چارواكي په دې نامه جزا ليدلې چې كاري ګزارش يې د قناعت وړ نه و. په حساب وركونه كې بايد په ادارو كې د كدرونو په كار ګومارل، په سمه او منظمه توګه د بوديجي لګول، د دوى كلنۍ لاسته راوړنې، د دوى كلني ابتكارات او د ملي عوايدو لپاره كار كول هم شامل وي.


له بلې خوا ليدل كېږي چې چارواكي د حساب وركونې په وخت كې د خبريالانو پوښتنو ته سم او د قناعت وړ ځواب نه وايي، هغوى ته د خپل كلني لګښټ په اړه پوره مالومات نه وركوي. د دوى د حساب وركونې په وخت كې د ډېرو خبريالانو پوښتنې بې ځوابه پاتې كېږي. د چارواكو حساب وركونه يوه ننداره ييزه بڼه لري.


د روان ۱۳۸۸لمريز كال د وري د مياشتې په ۸ مه يو ځل بيا د تېرو كلونو په څېر نوموړې لړۍ پيل شوه چې د همدې مياشتې تر ۲۴مې پورې به جريان ولري. د وزيرانو د شورى او د چارو د ادارې (اداره امور) د څرګندونو په اساس په نظر كې ده، ترڅو هره ورځ د حكومت درې ارګانه د خلكو د استازو او ډله ييزو رسنيو په وړاندې د افغانستان خلكو، مدني ټولنې او سياسي مجلسونو ته خپل كلنى كاري راپور او فعاليتونه وړاندې كړي.


د افغان دولت دويم مرستيال محمد كريم خليلي د حساب وركونې غونډې ته په وينا كې ټولنيز عدالت او همدارنګه خلكو ته د خدمتونو وړاندې كول لكه: وارداتي برېښنا، مخابرات، د سړكونو جوړول، د كابل د هوايي ډګر لپاره د نوي ترمينل جوړول، د كابل ښار لپاره د نوي ماسټر پلان جوړول څرګند كړل او د افغان حكومت له ښو لاسته راوړنو څخه يې وشمېرل. خليلي وويل: ((په تېر كال كې افغانستان د يادولو وړ لاسته راوړنې درلودې، د پاريس په كنفرانس كې له ۲۱ ميليارد ډالرو څخه د ډېرې مرستې ژمنه، د ملګرو ملتونو د اتمي حكمي شوراى غړى كېدل، او د مهاجرو افغان زده كوونكو لپاره په بهرنيو پوهنتونونو كې د زده كړې اسانتيا برابرول. چې ياد شوي فعاليتونه په سيمه ييزه او نړيواله كچه زموږ له مهمو لاسته راوړنو څخه شمېرل كېږي،))


خليلي په دولتي او خصوصي لوړو زده كړو كې د څومره والي او څرنګوالي ښه كېدل وستايل، نوموړي له رسنيو څخه وغوښتل د دې تر څنګ چې له وزيرانو او نورو ارګانونو څخه چې كله پوښتنه كوي. بايد خپلو خلكو ته مثبت او منفي دواړه ټكي وړاندې كړي. نوموړي له وزيرانو څخه غوښتنه وكړه، چې راشي په هغو عرصو كې مو چې پرمختګ كړى ملت ته په صادقانه ډول ووايو، په هغو برخو كې مو چې ستونزه درلوده، خپلې ستونزې ملت ته وړاندې كړو او په هغو برخو كې چې د فساد او بلې كومې ستونزې له امله نه يو توانېدلي چې كار وكړو، بايد د زړه له تله له خپل ملت څخه بښنه وغواړو.


د ترانسپورت نوي ټاكل شوي وزير حمدالله فاروقي د خپل كلني راپور د وړاندې كولو په ترڅ كې ومنله، چې د دوى وزارت په تېر كال كې نه دى توانېدلى چې خپله ۵۰ سلنه پرمختيايي بوديجه مصرف كړي. هغه په وزارت كې فساد ته اشاره وكړه، نوموړي وويل: ((زه چې په دې لنډه موده كې دې وزارت ته راغلى يم، تر اوسه مې د اداري فساد د له منځه وړلو په اړه كوم كار نه دى كړى. زه تر اوسه پورې په دې مطالعه بوخت يم چې د وزارت په كومو برخو كې فساد موجود دى. د خپل كار په لومړيو كې مې خپلو ټولو كاركوونكو ته ويلي چې په هيڅ صورت كې د فساد شتون نه شم منلاى. ځكه چې زموږ آبرو، عزت او مالي امكاناتو ته يې ضرر رسولى دى.))

فاروقي د دې وزارت د تېر كال لاسته راوړنې په دې ډول په ګوته كړې، د كابل د هوايي ډګر برېښنا، د هوايي ډګر او ترمينالونو د حفظ او مراقبت د چارو لپاره قرارداد، د نقليه وسايطو پاركېنګ او د هغې د برېښنا سېستم، د دې وزارت د ودانۍ د بيارغونې چارې. او د راتلونكي كال لپاره چې څه په پام كې لري دا چې كار به د كار اهل ته سپارل كېږي، په وزارت كې به د (پي آر آر) بهير په شفاف ډول ترسره كوي، د كاري ظرفيت د لوړولو لپاره پاملرنه، د بېلابېلو ولايتونو د هوايي ډګرونو بيارغونه او د كرايې د لږوالي لپاره به هوايي لېږدونې د شركتونو تر منځ په سيالۍ كې اچوي.

نوموړي د ترانسپورت وزارت د تېر كال ناتوانۍ ، د حاجيانو لېږدول، د كابل ښار په د ننه كې د ملي بسونو ستونزې، په ښار كې د لارښودو لوحو نه شتون، او د سركونو د پراخوالي لږوالى په ګوته كړل. نوموړي څرګنده كړه چې د نوموړو ستونزو لپاره ځانګړي پروګرامونه په پام كې لري.

د حساب وركونې بهير په تېرو كې هم كومه مثبته پايله نه درلوده، ډېرى كارپوهان د افغان حكومت حساب وركونې ته د يوې ننداره ييزې ډرامې نوم وركوي. ځكه چې دوى رسنيو او ملت ته په پوره ډول مالومات نه شي وركولاى.

د حساب وركونې نوموړې لړۍ په داسې وخت كې روانه ده چې د ولسمشرۍ ټاكنو ته يوازې څلور مياشتې وخت پاتې دى، كله چې نوى حكومت رامنځته كېږي نو د دې دولت كابينه او چارې به بيا نوي دولت ته سپارل كېږي.

د حساب وركونې په لړ كې د سرحدونو او قبايلو چارو وزير هم خپل كاري راپور وړاندې كړ، د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مرستيال محمد يعقوب احمدزي د خپلو لاسته راوړنو په ترڅ كې وويل، د هغو كسانو لپاره يې چې په سرحدونو كې ژوند كوي، دوه ښوونځي جوړ كړي دي. او له ترورېزم سره مبارزه او د نشه يي توكو قاچاق د مخنيوي په اړه يې كار كړى دى. او همدارنګه يې له سرحدي قومونو سره مرسته كړې ده چې څه ډول كولاى شي چې د ترورېزم ښكار نه شي او له خپل ځان څخه دفاع وكړى شي.
نوموړي د اربكيو په اړه څرګنده كړه، سره له دې چې شوراى د اربكيو طرحه رد كړه خو ما بيا هم سرحدي قومونه دې ته هڅولي چې په خپلو شته وسلو له ځان څخه دفاع وكړي.
د سرحدونو چارو مرستيال د كورنيو چارو د وزارت د عامه نظم پوليسو طرحه هم اربكي ته ورته وبلله، زياته يې كړه، چې يوازې يې له اربكيو سره دومره توپير دى چې دا نه پوليس دي او نه هم عادي خلك.

د ښځو چارو وزيرې حسن بانو غضنفر د حساب وركونې په لړ كې وويل، چې زه تر اوسه په مشخص ډول نه پوهېږم چې د ښځو چارو د وزارت كار او دنده څه ده. د ښځو چارو وزيرې په تېر كال كې ددې وزارت پرمختيايي بوديجه له ۱۹ ميليونه افغانيو څخه ډېره او عادي بوديجه يې هم ۱۲۹ ميليونه افغانۍ وښوده چې په سلو كې يې ۹۵په بېلابېلو پروګرامونو باندې لګول شوې ده. نوموړې د دې وزارت د عمده فعالتونو له ډلې څخه لاندې فعاليتونه په ګوته كړل. د ښځو چارو وزارت لپاره د يوه لس كلن پلان جوړول، په تېر كال كې د دې وزارت د حقوقي رياست په مرسته د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د ۴۳۰۰ قضيو اوارول، د ۱۶۸ زره ښځو لپاره د حرفوي زده كړو وركول، د ۱۵۳ ښځو لپاره حرفوي زده كړې، لكه خامك، خياطي او اوبدلو زده كړې وركړل شوې دي، د هېواد ۱۳۵۰۰ ښځو او نجونو ته د قرآن كريم، انګليسي، او كمپيوټر په برخه كې زده كړې وركړل شوې، په كابل ولايت كې يې د يوې هندې كمپنۍ په مرسته۱۵۰۰ ښځو ته د پخلي په برخه كې زده كړه وركړې، د حكومتي بېلابېلو ادارو ۲۲۴ تنه ښځينه مامورين د ليسانس او ماسټرۍ دورې لپاره د امريکا، جاپان، هند، چين، ماليزيا، ټايلند، تاجکستان، ايران، هالند، نيپال، کوريا، ترکيې او اندونيزيا ته لېږل شوې دي.

د هېواد لوى څارنوال اسحق الكو چې ملت يې خپل يو كلن كاري راپور وركاوه، اړيكې او واسطه يې د خپل كار له لويو خنډونو څخه وبلل. نوموړي زياته كړه، چې د دې ستونزې د اواري لپاره بايد د افغانستان حكومت او د ملت استازي مرسته وكړي. الكو وويل، دا چې مخكې تر ما د فساد په وړاندې د جهاد په نوم اعلان شوى و، تش يو شعار و، خو زه به له ملت سره يو ځاى په عمل كې خلكو ته وښيم، چې له فساد سره څه ډول مبارزه وكړم. اووه مياشتې كېږي چې ښاغلى الكو پر دې څوكۍ مقرر شوى دى، خو تر اوسه پورې يې د فساد په وړاندې كومه قضيه نه ده بررسي كړې. نوموړى زياته كړه، چې تر اوسه پورې يې په دې لاره كې كوم عملي ګام نه دى پورته كړئ او د فساد د له منځه وړلو په مطالعه بوخت دى.

د حج او اوقافو وزارت په ۱۳۸۷ لمريز كال كې د خپلو لويو كارونو له ډلې څخه د حج بهير، په هرات، بادغېس، او د هېواد په ځينو نورو برخو كې د تاريخي مسجدونو رغول، په پروان، فراه، كندهار، باميانو، وردګو، نيمروز، خوست، غور، لغمان، او كاپيسا كې د لس بابه اداري ودانيو جوړول، په مسجدونو كې د ښځو لپاره د الحاقيو پرانيستل، په وزارت كې د يوه زده كړه ييز مركز د رغولو د كار بشپړېدل او د حاجي كمپونو جوړول وبلل. 

د حج او اوقافو وزارت تر ډېره د مسجدونو د ساتنې، ديني ارشاداتو، د دينې مدرسو څارنه او پالنه او د حج د مراسمو دنده په غاړه لري.

د دې وزارت مسلكي مرستيال شفيق صميم د حساب وركونې په ورځ د ملت د استازو او خبري رسنيو په وړاندې ولاړ و، نوموړي د حج په مراسمو كې د ۲۰۰ ښوونكو په كار ګمارل، د حاجيانو لپاره د درملو برابرول، په مكه كې د يوه ۴۰ بستريز روغتون برابرول، د خپل تېر كال له لاسته راوړنو څخه وبلل.

د صميم د وينا له مخې په ۱۳۸۷ لمريز كال كې د دې وزارت عادي بوديجه ۴۷۴ ميليونه افغانۍ وه، چې ۴۴۵ ميليونه افغانۍ يې لګول شوې او پرمختيايي بوديجه يې ۲۵۲ ميليونه افغانۍ وه چې ۱۱۳ ميليونه افغانۍ يې په تېر كال كې لګول شوې دي.

نوموړي د دې وزارت د ستونزو له ډلې څخه د زورواكو له خوا ددې وزارت د ځينو ځمكو غصبول، د مسجدونو او مدرسو د رغولو لپاره د كافي بوديجي نه وركول، په ګوته كړل.

نوموړي ددې وزارت د كارونو د پرمختيا لپاره د مسجدونو د ملاامامانو او خطيبانو لپاره د معاشونو ډېرول او د يوه راديو ټلويزيون لپاره د بوديجې غوښتنه وكړه ترڅو خلكو ته ديني  ارښتونه او ارشادات وړاندې كړي.

ملت ته د حكومت د حساب  وركونې د اونۍ په بهير كې د كرنې وزير محمد آصف رحيمي خپل د تېر كال كاري راپور وړاندې كړ.   آصف رحيمي، په تېر كال كې د ۳۴ پرمختيايي پروژو د پيلېدو يادونه وكړه چې د نوموړي په وينا يې ځينې په تېر كال كې بشپړې شوې دي او ځينې يې تر كار لاندې دي.  نوموړي زياته كړه چې په تېر كال كې يې د د غلې په توليد، د باغونو روزنه او پياوړي كول، د مالدارۍ پياوړي كول او د كرنې په برخه كې پانګه اچونه او د طبعي سرچينو په پياوړي كولو كې پرمختګ كړى او په دې برخه كې يې ښې لاسته راوړنې يې درلودې.

نوموړي وزارت په تېر كال كې له بزګرو سره د ۲۰ زره ټنه بېلابېلو ډلونو اصلاح شوو تخمونو، ۳۳ زره ټنه كيمياوي سرې او ۱۷۷ عرادې ټراكټورونو مرسته كړې ده.

د نوموړي وزارت د تېر كال عادي بوديجه ۶۷۶ ميليونه افغانۍ وه او پرمختيايي بوديجه يې ۲،۷ ميليونه افغانۍ وه چې عادي بوديجه يې ۹۹ په سلو كې لګول شوې او پرمختيايي بوديجه يې ۳۸ په سلو كې لګول شوې ده.

نوموړي د عامه ستونزو له ډلې څخه بزګرو ته د اصلاح شوي تخم او كيمياوي سرې نه رسېدل، ماشين آلاتو ته نه لاسرسۍ او د اوبو لږوالى  په ګوته كړل. 
د حساب وركونې په بهير كې د چاپېريال ساتنې رئيس مصطفى ظاهر څرګنده كړه، چې د چاپېريال ساتنې ملي شوراى يې جوړه كړې، افغانستان ته يې د اتمي انرژۍ د آژانس غړيتوب ترلاسه كړى. او همدارنګه يې د خښتو پخولو كورې له ښار څخه بهر ويستلې دي، او ۷۰۰ ډوډۍ پخوونكو ته يې قناعت وركړى چې د سون لپاره د لرګيو په ځاى له ګاز څخه كار واخلي. 

  نوموړى زياتوي چې د  كابل د هوا د ككړتيا د مخنيوي لپاره يې د حل لاره برابره كړې خو كابل ښاروالي نه ده توانېدلې چې هغه پلې كړي. مصطفى ظاهر په تېر كال كې د نوموړې ادارې بوديجه ناكافي وښوده، چې په تېر كال كې يې ۱۱۵ميليونه افغانۍ بوديجه درلوده چې دا اندازه بوديجه د دې ادارې ټولو اړتياوو ته ځواب نه شي ويلاى. 
د پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر عبدالمتين ادارك بيا د ماليې وزارت په دې ګرموي چې د كال په ترڅ كې يې دوى ته پرمختيايي بوديجه نه ده وركړې، نو ځكه د دوى ټول پروګرامونه نه دي ترسره شوي. ادارك د كال تر ټولو مهم كار د ماين له خطرونو څخه د عامه پوهاوي لپاره د ۵۰ زرو پوسترونو چاپ كېدل وښودل.

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواكې ادارې مشر غلام جيلاني پوپل، د (يو اېس اې آى ډي) له موسسې څخه د ملي پرمختګ د پروګرام د ځواكمنولو لپاره د ۹۵ ميليونه ډالرو اخيستل د دې ادارې د تېر كال له مهمو كارونو څخه وبلل.

نوموړي د دې ادارې د تېر كال د فعاليتونو له ډلې څخه د پوهنې، روغتيا، كرنې، كليو پراختيا، ټولګټو (فوايد عامه)، لوړو زده كړو، لپاره د نوې تګلارې رامنځ ته كولو په اړه د۱۵۸۱ كاري او بوديجوي پروګرامونه تر لاس لاندې نيول او د ولايتي بيارغونې د ټيمونو د كړنو ډول او د كړنو په اړه يې پرېكړه كول په ګوته كړل. دوى همدارنګه له نشه يي توكو سره د مبارزې وزارت، كورنيو چارو وزارت، او له نړيوالې ټولنې سره د يوې ښې همغږۍ د رامنځ ته كولو لپاره د يوه ارګان رامنځ ته كول د تېر كال له فعاليتونو څخه وښودل.

د دې ادارې په هڅو سره له نشه يي توكو سره د مبازرې په نوم يو ارګان د هلمند ولايت لپاره جوړ شو، چې د تمويل لپاره يې نړيوالې ټولنې۱۲ميليونه ډالر وركړل. چې په پلي كولو سره به يې د ترياكو په كښت كې لږوالى راشي.

ښاغلي پوپل د لازمې بوديجې د تخصيصاتو لږوالى، په ټولو ولايتونو كې د دولتي ارګانونو تر منځ د همغږۍ نشتوالى، په ټولو ادارو كې د كاري ظرفيت د كچې ټيټوالى او د پرمختيايي پروګرامونو په جوړولو كې د خلكو اصلي اړتياوو ته نه كتل، د دې ادارې له مهمو ستونزو څخه وګڼل.

ملت ته د حكومت د حساب وركونې لړۍ چې د وري د مياشتې تر ۲۴ مې نېټې پورې به دوام وكړي، د دې لړۍ لومړۍ برخه تاسې درنو لوستونكو ته وړاندې شوه دويمه برخه به يې ستاسې د مالوماتو لپاره په راتلونكې خپرونه كې خپره كړو.

تبصره نسته

  1. سلامونه، د وقار صاحب دا ليكنه مې خوښه شوه، وقار صاحب څومره تكړه شوى يې نام خداى دې وي.

  2. اكمل صاحب سلامونه ومنه، هيله كوم او بيا هم هيله كوم، مخكې مې هم ستا په مخكې كې كومه ماته نه وه خوړلې، هيله كوم له ليكلو سره دې پام وكړي. وقار

  3. ښاغلی وقار سلامونه!
    دعراده کلمه نه پهپښتو کې شته او که په بله ژبه کې هم ويهم هسې زیاتي کلمه ده . … او ۱۷۷ تراکتورونه مرسته کړې بېخی بس ده. زما دوستانه مشوره تاسو اوټولو دوستانو ته دا ده چې دعرادې کلمه نه پښتو ده او نه یې کارول ځای لري. دا کلمه اویوه بله هغه د متاسفانه کلمه چې پښتانه ور سره ټینګه مینه لري هیله من یم چې یې زما له دغې نیوکې وروسته ونه کاروی.
    په ډېر درناوی.
    غاور

  4. غاور صاحب زما سلامونه هم ومنه، ستا دوستانه نيوكې په لېمو منم. ډېره مننه

  5. غاور صاحب زما سلامونه هم ومنه، ستا دوستانه نيوكې په لېمو منم. ډېره مننه

  6. ښاغلی وقار زما سلامونه او نېکې هیلی به یو ځل بیا ومنې!
    ستاسو سو عکس العمل هغه د حمید بابا او که دبل کوم ستر بابا شعر را په یاد کړ – کشر هم مشر دی چې راته ښه ښیی. زم دې په دې باوري کړم چې ته به په نژدې راتلونکې کې دپښتنو ویاړ شې. په تاسو کې زه د ستر سړي خصلت وینم.
    دا لوز به راسره کوې چې لیکنو ته به دوام ورکوې . همدغه اوسنۍ لیکنه دهم له ډېرو کسانو چې کلونه کلونه په لیکنو لګیاديٍ اوچته ده. زه درته دزړه له کومي بریاليتړبونه غواړم. زه غواړم له تاسره په دې اړه نورې خبرې هم وکړم. زماپته:xxghawer@yahoo.com
    په ډېر درناوي غاور

  7. لومړى د ليكنې ليكوال ته سلامونه وايم او بريا يې غواړم، او بيا مې دې اكمل زړه پرسېدلى، ورورجانه ته سنګه يې خپل حال وايه ته هم تكړه يې كه سنګه كه دې يوازې دا كار دى چې په خلكو بې ځايه خبرې وكړې. ډېر ساده ګل يې اكمل خانه، نه پوهېږم چې چېرته لوى سوى يې.