متل دئ : (( ګيله خو د دوست نه كېږي))
نو افغانان له بهرني دوستانو ډېرې ګېلې په زړه كې لري چې يوه ګيله يې د ولسمشرۍ په ټاكنو كې د دوستانو نېغه لاسوهنه ده. دا لاڅه چې كله خبره دې ته هم رسيږي چې كه دوى يې ونه غواړي، هيڅوك چوكۍ نشي ګټلى. ياني هغه څوك به بريالي شي چې دوستان يې وغواړي.
نو په داسې وخت كې د افغانانو د خاموشه اكثريت هلې ځلې به بې ارزښته او خپلو ارزوګانو مطابق د يو ملي زعيم ټاكل به يو غير عملي تصور وګرځي.
نن په افغانستان كې درې ډلې وګړي اوسېږي:
۱- د هېواد خاموشه اكثريت:
دا هغه ډله ده چې د ملت غټه برخه جوړوي او قانوني لحاظ د ملي سرنوشت د ټاكلو حقدار دي، خو د هرچا د سترګو شاته غورځول شي دي.
۲- مجاهدين:
كه هغه د دولت په څنګ كې ناست وي او كه ترې مرور وي، خو په مجاهدينو كې داسې كسان هم شته، چې كه لږ يې قدرت ته خطر متوجه شو، نو بيا سمدستي د مذهب له كړكۍ نه سر راښكاره كړي او په لوړ غږ وايي: جهاد فرض دى.
خو كه بېرته په قدرت كې راشي نو بيا يې نه افغانان په كار دي او نه دمذهبي مقدساتو دفاع روا ګڼي.
۳- د روڼ اندو ډله:
زموږ ډېرې روڼ اندي په غربي او شرقي ټولنو كې اوسيدلي. په غربي او شرقي پوهه او زده كړو كې سارى نه لري، خو له بده مرغه چې د بهرني چاپرېال د تاثير لاندې هم راغلي دي. د هغوى له كلتور سره عادت شوي او ځينې يې د خپل ملي فرهنګ سره نااشنا ښكاري، نو ځكه كله كله وايي چې د افغانانو كلتور پرمختللې نړۍ سره سمون نه لري.
په دې ډله كې داسې كسان هم ليدل كېږي چې بهر كې پيدا شوي، هلته لوى شوي او دماغ يې وينځل شوي، نو هغوى بيا يو قدم له نورو نه وړاندې تللي دي. ياني نه افغانان پېژني او نه افغاني ملي روحيه! په ټوله كې دواړه ډلې په بهر كې هوكې شوي او دلته د حكومت كولو او د نوي نظام د چلولو له پاره راليږل شوي دي.
هغوى خپله بقا په جګړه او د بهرني قوتونو په شتون كې ويني. هغوى نه سوله پېژني او نه د افغانانو له پاره يو ازاد هېواد مني! بلكې يوازې ځان او هغه پېژني چې چا رالېږلي وي.
خو داسې څېرې هم پكې شته چې د هېواد هر اړخيزو ګټو ته ژمن دي خو هغو ته بيا څوك وخت نه وركوي او بهرني هېوادونه هم نه غواړي چې صحنې ته راشي.
دا ټولو ته ښكاره ده، په افغانستان كې يوازې اته ميليونه خلكو ته د راى وركولو حق تثبيت شوى دى. دا په داسې حال كې ده چې د هېواد د ټول نفوس كره شمېرنه د كډوالو په ګډون (۳۷) ميليونو ته رسېږي. نو ايا! په دې (۸) مليونو رايو قاطع اكثريت لاسته راتلاى شي؟
ايا! دابه د ټول نفوس نزدې پنځمه پرخه نه وي؟
ايا! د هېواد د پنځمې برخې ته عادلانه او منصفانه ټاكنې ويل به د افغانانو د خاموشه اكثريت سره سياسي جفا او حقوقي سپكاوى نه وي؟
دا څه ډول فارموله ده چې هر ډول انتخابات اكثريت بلل كېږي او ملي مشروعيت پيدا كوي؟
په تېرو ټاكنو كې د سترګو ليدلى حال ښيي، چې (۴۰%) د امريكا تاييد (۳۰%) د اروپا تاييد، (۱۰%) د بين المللي ټولنې تاييد او (۲۰%) افغاني تاييد چې طبعاٌ ۱۰۰/۱۰۰ كېږي.
په اوسنيو ټولټاكنو كې به هم هو به هو همدغه فارموله په كار واچول شي، ځكه چې پرون د جمهوريت خوا او نن د ديموكراتانو وار دى. د هغوى په ملي پاليسې كې هېڅ بدلون نشته، ځكه چې د ښاغلي بوش دنده د افغانستان سياسي نظام بدلول وو او د ښاغلي بارك اوباما يا د دموكراتانو دنده د نوي نظام ټينګول دي، چې په دواړو جګړو كې لوى زيان افغانانو ته رسېدلى او لا به رسېږي ، ځكه چې دواړه جنګونه تپل شوي دي.
افغانانو په وار وار ويلي، چې جنګ كول نه غواړي خو په خواشينۍ سره چې د دوستانو نظامي او سياسي مشاورين لاډېرېږي.
دا لاڅه چې زمونږ مشران د جنګي قوتونو راتګ ته هركلى وايي او ددې تازه قواوو رالېږل د افغانانو هيله ګڼي. مانايې دا شوه چې نړۍ ته وښايي چې د ا په خپله افغانان دي چې جنګ غواړي، د خپل هېواد لا كنډواله كول، د خپلو بچيانو په وينو كې لژند كول او په خاورو كې بې ګناه خښول غواړي، خو دا نظريه بالكل د افغانانو د هيلو خلاف ده ځكه چې دوى باور لري، سوله او امنيت په جګړو كې لټول يو پوچ منطق دي. په جنګونو كې افغانان لا وژل كېږي، اسلامي كلتور له منځه ځي او هېواد لا د اشغال د تهديد سره مخ كېږي نو دا به كوم انساني قاموس وي چې امنيت دې په جنګ كې ولټول شي.
د افغانانو خاموشه ولى له پامه غورځېدلى اكثريت د خپل هېواد له پاره هغه ولسمشر غواړي چې سياسي او مذهبي شخصيت ولري، خو نړيواله ټولنه هېڅكله له مونږ سره دا خبره نه مني، ځكه چې دلته د دوى لوبه روانه ده، دلته به هغه څوك ګټونكي وي چې نړيوال يې شاته ولاړ وي، نه افغانان.
له دې امله د افغانانو اكثريت هغو ښاغلو سياسي او مذهبي پوهانو ته چې د ملت په درد دوا كېږي په ډېره خواشيني سره وايي چې تاسې ځانونه مه كانديدوئ، ځكه چې په دې چاپېريال كې د مذهبي پوهانو ځاى نشته دلته د سياسي چل كمپله هواره ده يانې د ازادۍ باخت او د چوكۍ برد دى.
افغانان يقين لري چې تر هغې جنګي قواوې په افغانستان كې وي، جنګونه به لا ډېرېږي. ملت به د كړاوونو سره لاس او ګرېوان وي، د دولت او د ملت تر منځ به د بې اعتمادۍ واټن لا لري كېږي.د افغانانو كينه او خپګان به د نړيوالې ټولنې څخه لا زياتيږي. نو ځكه افغانان جنګي كنډكونه نه غواړي او هغه كسان هم نه غواړي چې د افغانانو په دين، ازادۍ، د ځمكې په تماميت، ملي او افغاني كلتور باندې ملنډې وهي.
په دې وروستيو كلونو كې هالنډ، ډنمارك، المان، اټاليا، كاناډا او برتانيا څومره په ديني مقدساتو ملنډې ووهلې، دا دچا په اشاره او دچا په ډاډينه؟
په كور كې عبدالرحمان، كامبخش، قاضي او نورو لكه پدرام، لاله يوسف چې د دين او د ملي شخصيتونو سپكاوى يې وكړ، دا دچا په اشاره او دچا په ډاډينه؟
ځينې ورځپاڼه ليكونكي او ژورنالستان چې د جنګ اور ته پكى وهي او مسلمانانو ته هغه الفاظ كاروي چې د هېڅ انسانيت په قاموس كې نشته، دا دچا په اشاره او دا دچا په ډاډينه؟
قانون چې د هېواد ملي وثيقه ګڼل كېږي، ولې د كاغذ په مخ نا عمله پاتې كېږي، يوازې هغه مواد چې دچا او چا سياسي ګټې په كې ليدل كېږ ي، هغه مني مګر نور چا عملي نه كړ. دا د چا په اشاره او ډاډينه؟
ولې د ازادۍ په پلمه ملي مقدسات سپكېږي، دا دچا په اشاره او ډاډينه دا كارونه كېږي؟
ايا افغانان نه پوهېږي چې وايي:
ايا ((ږيره زما واك يې د ملا)) متل په هېواد كې عملاٌ نه ليدل كېږي؟ دا دچا د لاسه افغانان بې واكه او بې ارزښته شول؟
څه ښه وايي: (( د زورورو اوبه مخ په پورته روانې وي)) چا پپو؟ خپله پپو.