د تركيې صدراعظم د ناټو د عمومي منشي په توګه د ډنمارك د صدارعظم انډرس فوګ راسموسن له ټاكلو سره مخالفت وكړ.
رجب طيب اردګان وايي په تېرو كلونو كي ډنماركي ورځپاڼو د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د سپكاوي په موخه د هغه كارټونونه خپاره كړي، چي د تركيې او د نړۍ د نورو مسلمانانو احساسات يې راوپارول،ځكه يې دى مخالفت كوي.
د ناټو سازمان د اوسني مشر ياپ ديهوپ شيفر مشري د روان كال په جولاى كي ختمېږي، چي مشرتابه ته يې د ډنمارك صدارعظم راسموسن هم ځان كانديد كړى دئ.