کور / تازه خبرونه / د بحران د له منځه وړلو دپاره يو ټريليون ډالر مصرفېږي

د بحران د له منځه وړلو دپاره يو ټريليون ډالر مصرفېږي

د نړۍ د شلو بډايو هيوادونو مشرانو پرېكړه وكړه چي د دنيا د مالي بحران د له منځه وړلو په خاطر به يو ټريليون ډالره مصرفوي.
دغه غونډه چي پرون په لندن كي پاى ته ورسېده، پرېكړه پكښي وسوه چي دغه پيسې به د نړيوال بانك او نورو نړيوالو موسسو له خوا په هغو هيوادونو او چارو كي مصرفېږي چي د ۲۰۰۸ كال مالي بحران ځپلي دي.