ملت ته د حکومت د حساب ورکونې پروګرام څلورم دور روان دى ، په دغه پړوا کې هره ورځ څو وزارتونه اويا د خپلواکو ادارو مشران د يوه کال د حساب ورکونې په نوم راځي .
دغه ښاغلي ، د تېره يو کال او حتې ځينې يې د څوکلونو حساب په يوه ، يا يونيم ساعت کې ورکوي .
که څه هم مشهور متل دى چې وايي : ( حساب په کک بخشش په … ) خو دلته د ميليونونو ډالرو حساب په ډېر کم وخت کې ورکول کېږي .
حساب ورکول خو دې ته وايي چې د هرې افغانۍ د لګښت ځاى او د هغه اغيزمنتوب په ګوته شي او د معمولي شک په صورت کې کره څېړنه وشي ، خو دلته داسې نه ده .
دلته حساب ورکونکي تکراري خبري کوي مثلا : د انکشافي بودجي له کمبود او د ظرفيتونو له نه لوړوالي څخه سرټکوي .
که له يوې خوا دغه خبرې له حساب ورکونې سره سم اړخ نه لګوي ، نو له بلې خوا رښتينې هم نه دي او ددې هم بايد حساب ورکړل شي .
وګورئ !
په داسې يوه هېواد کې چې خلک ډېرو لومړنيو اسانتياوو ته لاسرسي نه لري ، خو بيا هم هرکال د انکشافي بودجې يوه برخه له مصرفه پاتې وي .
ښه اوس دغه ښاغلي ، چې د کمې بودجې خبره کوي نو دا پوښتنه ترې ولې نه کېږي چې تاسو شته بودجه ولې مصرف نه کړه ؟؟
راځو د ټيټو ظرفيتونو خبرې ته چې حساب ورکونکې په کې خپله ناکامي پټوي ، وګورئ ! په تېرو اووکلونو کې د لګښت له پلوه څومره درانه ورکشاپونه د ظرفيتونو د لوړولو په خاطر جوړشول ؟ خو داچې په اووکلونو کې هم ظرفيت نه دى لوړ شوي نو دا مانا چې ورکشاپونه بې ګټې و ، ښه چې داسې ده نو په دغو بې ګټو ورکشاپونو د مصرف شوي لګښت جبران به څوک کوي ؟؟ د دې حساب به څوک ورکوي ؟؟
دغه شان د کابينې په لومړى ناسته کې ولسمشر کرزي له وزيرانو غوښتي و چې خپلې شتمنې ثبت کړي خو ايله څو کسانو دارايي ثبت کړې (!) او بيا خبره بېرته غلې شوه .
دادى يوځل بيا ولسمشرکرزي تېره اونۍ خپله دارايي ثبت کړه او له نورو يې هم ورته غوښتنه وکړه خو تراوسه لا بل څوک دې ډګر ته نه دي راوړاندې شوي او که راوړاندې هم شي داسې څه به ثبت کړي چې د هغه د يوې ورځې لګښت سره به هم سرنه خوري .
دا څو وړې نمونې وي ، که لږ وړاندې لاړشو نورې ډېرې بېلګې هم تر سترګو کېږي .
وګورئ! کله چې په لومړني ولسمشر سردار محمد داوود کمونستي کړيو کودتاه وکړه نو د کور ، کالي ، ډوډۍ شعارونه راپورته شول او په هره خوله زمزمه کېدل خو وروسته له خلکو هم کور واخستل شو اوهم ډوډۍ .
دغه راز له هغې را وروسته نظامونو کې چې کوم شعارونه ورکول کېدل او يا ورکول کېږي ، نو که دغه شعارونه د هغوى له عمل سره پرتله شي نو توپير به يې د ځمکې او اسمان په څېر وي .
دوه نورو وړو بېلګو ته هم ځېر شي :
په اوسني نظام کې د بيان د ازادۍ خبره ډېره توده ده ، خو له دغې ازادۍ سمه ګټه نه پورته کول کېږي.
يو څوک د صاحب نظر په نوم مايک خولې ته نيسي ، د کرزي په اړه داسې خبرې کوي چې ډېره وړه ګناه يې هم نه پرېږدي خو کله چې د خپلو ډلو د مشرانو په اړه خبرې کوي نو دهغوى له هر ډول جنګي جنايتونو سترګې پټوي او سپينه ملايکه ترې جوړوي .
همدارنګه اوس د حقوق بشر بازار هم ګرم دى ، خو په همدغه بازار کې له تېرو نږدې اتو مياشتو راهيسې د تخار په خواجه بهاوالدين کې نږدې ٨٠٠ پښتانه په خپل پلرني ټاټوبي کې د برمتې په حال کې ژوند تېروي او شاوخوا ترې وسلوال لکه وږي ليوان تاويږي راتاويږي ، ايا هغوى بشري حقوق نه لري ؟؟؟
پايله او غوښتنه :
افغانستان د ټول افغان ولس کور دى ددغه وطن افتخار او شرم د ټولو دى ، د همدې وطن لپاره يونيم ميليون کسان د مجاهدينو له ډلې او په زرګونو خلک له مقابل لوري څخه وژل شوي دي .
اوس غوښتنه داده چې دغه په وينو لړلى هېواد بايد نور د نظامونو ، ډلو او څو کړيو قرباني نه شي .
دلته چې هرڅه کېږي بايد په سمه توګه وشي او ددغه هېواد اعتبار ته زيان ونه رسول شي .
د هېواد باور د ولس باور دى او چې کله څوک په يوه هېواد بې باوره شي نو په ولس يې هم باور نه کوي ،
او که همداسې دوام وکړي نو يو وخت به مو ډېر قدرمن او درانه خلک لکه د بوسو په څېر سپک او بې وزنه وي .