کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغانانو له ډنمارک څخه د حضرت محمد(ص) دسپکاوي غچ واخيست

افغانانو له ډنمارک څخه د حضرت محمد(ص) دسپکاوي غچ واخيست

تېر ماښام په خپل دفتر کې د کار پر مهال په انټرنيټ بوخت وم او د خبري معلوماتو په موخه مې بېلا بېل سايټونه  کتل ، چې ناڅاپه يوشمېر خبري سايتونو کې  بيړنى خبر خپرېدل پيل شو، دغه خبر سياسي ، امنيتي او يا اقتصادي نه و، خبر د لوبو او ورزش په اړه و، خو اهميت له سياسي او امنيت څخه ځکه ډېر و، چې د کرکټ د ٢٠١١ کال د نړيوال جام د غوراوي  د وروستي پړاو په سيالۍ کې  د افغان ملي لوبډلې اتلو لوبغاړو د ډنمارک لوبډلې   ته ماتې ورکړه..

 

ددې ترڅنګ چې له هر ملګري سره به مې روغبړ کاوه نو ترټولو مهمه خبره به يي  همدا دافغان لوبډلې لخوا دډينمارک لوبډلې ته ماتې ورکول وو

 

په رښتيا چې ډير ه دخوشحالۍ خبره وه چې افغان لوبغاړو څرنګه وکولاي شول چې دجګړو سره سره يې دلوبو په برخه کې داسې کسان وروزي چې په نړيوالو اتلوليو کې هغه هېوادونو ته چې شپه او ورځ دنړۍ دپرمختللو هيوادونو سره دتکنالوژۍ په برخه کې سيالۍ کوي اوځانونه دنړۍ په پرمختللو هيوادونو کې حسابوي  ماتې ورکړي .

 

که چېرې ځير شو نو دجنګ جګړو پايله خو بايد داسې واى چې په هرډګر کې له نورو څخه وروسته پاتي واى ، خو که وګورو يادې  شوې افغان لوبډلې په ډيره ميړانه توګه ډنمارکۍ ډلې ته ماتې ورکړه.

 

ډنمارک هغه هېواد  دى، چې يو تن اوسېدونکي يې تېر کال د مسلمانانو د ستر لارښود حضرت محمد مصطفى  (ص) کاريکاتور رسم او چاپ کولو د نړۍ سترې هستۍ ته سپکاوى وکړ. ، نوموړى دغه کار په قصدي توګه داسلام اوپه ټوليزه که ځير شو په عمومي توګه دمحمد رسول الله امتيانوته سپکاوى کړى دى .

 

که څه هم دافغانستان په ګډون ديو شمېر هيوادونو لخوا دډنمارک هيواد دغه  اسلام ضدعمل وغندل شو اواسلامي هيوادونوپه کلکه ددې موضوع دتعقيب اوتحقيق غوښتنه وکړه ، په بېلا بېلو ښارونو کې لاريونونه وشول او مسلمانانو د ډنمارک پر ضد خپله کرکه او غوسه راڅرګنده کړه . .

 

خودادى په ريښتينې توګه د محمد رسول الله ريښتيني امتيان (د کرکټ افغان لوبغاړي) چې دخپل هېواد په استازيتوب يادو شويو سياليو ته  چې د سويلي افريقې  په جوهانزبرګ ښار کې ترسره کېږي  دغه هېواد ته تللى دى .

په دې سياليو کې د نړۍ  ١٢ هېوادونه په کې ګډون لري  ،   چې په دوو ګروپونو وېشل شوي دي ، افغانستان په ب ګروپ کې دى او په دې ګروپ کې ورسره برمودا، ډنمارک، کينيا، هالنډ او د متحده عربي اماراتو لوبډلې سيالۍ ترسره  کړي .

ډنمارکيانو چې دمسلمانانو ستر لارښود ته سپکاوي کاوه اوهم يي له افغان لوبډلې سره سياليو ميدان ته راو دانګل نو  په دې فکر کې وو چې دداسې يوه جګړه ځپلې هيواد ( افغانستان ) سره سيالۍ ترسره کوي چې هغوي ټول وخت په جګړو کې تېر کړى او خپل برى به يي له و ړاندې څخه له ځانه اټکل کړي وي .

دمحمد رسول الله امتيانودوي ته په نړيواله کچه داسي ماتې اوشرمندګي ورپه برخه کړه چې له خداي پاک څخه غواړم چې په دواړو دنيا وو کې شرميدلي مخونه وګرزي اوداسې شرمنده شي چې بل آخره دوي خپله فکر وکړي چې داهماغه دمحمد رسول الله دکارتونودسپکاوي غچ يې رانه واخيست .

تيرکال او و ړم کام چې دډنمارکيانو لخوا زموږ دستر پيغمر ته کوم سپکاوي وشو نوهيڅ هيواد داسې څه ونه کړل چې دمسلمانانو ارزو دې پرې پوره شوي وي .

Ibrahimi.jornalist@gmail.com

تبصره نسته

  1. Haji Sahib learn how to live in a civilized world instead of appealling to people's emotions. It is a sport game not a political revenge. You better care about your own realities in Afghanistan than mixing game with your political position. It is hard to understand what is your point? Afghans want the game, and lets wish them more success than connecting the game to unrelated issues. This controversial positioning is the reason why we people do not understand our own issues.

  2. Habib rahman, za Afsos kawaom che sport la intikam sara hch link nastha, this bulshshit and nonsence.

  3. اسلام عليكم حاجي صاحب

    ډېره ښه خبره دي كړي ده خو هيله كوم چې بيا داسي خبري له سپورټ سره مه ګډوه،ديوه هيواد ټول اوسيدونكي په يوه جورم كي هيڅ وخت يوكيداى نه شي او كيداى شي چې دغه ماته خوړلې ډله كركيټران هم دهغه منهوسه څېرې مخالف وي چې زموږ سترلارښود ته يې سپكاوى كړى . بله خبره داده چې ددومري لويوخبرو غچونه اخيستل داسي ساده مه ګڼه او دا پخپله سپكاوى دى چې تاسو دومره لويه خبره دكركيټ دسيالي له يوې ماتي سره تړئ . هيله ده بيا دلويو خبرو سپكاوى ونه كړې . او كه ډېر وخت لرې نو موضوعګاني ډېري دي او پر هغو كار وكړه ولس او هيواد ته به يې ګټه ورورسيږي .

  4. Haji saheb zema neke hile wemani. Taso der sda yastai. Pe pashtani mina. Wasalam.

  5. Haji Sahib, yaw pushtena, aya taso Shia yastey? Zeka aksara Shia Gan taso ghunde khabere ka wee. Shia gan leka Pakistani mullayano ghunde har kela mazhab ragad keri aw mentaq ya haqiqat ta sha keri. Ke Shia yastey, no bya khu mong tol tasota malamat yu, aw bashena ghawru . Ke Shia na yastey, kha bu da wee che yaw sa musbat nazar welari, zeka che zhwend der land deay aw de ghache akhstelo ta hets zarorrat ham ne day. Mannana. Ma khapa keri, monga hous ham gran yastey..

  6. Haji Sahib, yaw pushtena, aya taso Shia yastey? Zeka aksara Shia Gan taso ghunde khabere ka wee. Shia gan leka Pakistani mullayano ghunde har kela mazhab ragad keri aw mentaq ya haqiqat ta sha keri. Ke Shia yastey, no bya khu mong tol tasota malamat yu, aw bashena ghawru . Ke Shia na yastey, kha bu da wee che yaw sa musbat nazar welari, zeka che zhwend der land deay aw de ghache akhstelo ta hets zarorrat ham ne day. Mannana. Ma khapa kerigay, monga ta hous ham gran yastey..

  7. حاجي صاحب په تا دی آفرین وی

    شمس روښان ته فقط دومره وایم چی حق نشی ویلی نو بیا ورباندی سترګی هم مه پټوه
    ستا هم ارادی را ته خرابی ښکاری
    څنګه لکه چی دیموکراسۍ تا باندی هم اثر کړیدی

  8. ټولو نظر ورکوونکو ته د هر څه نه مخکی سلام کوم.
    وروسته له سلام څخه د پورتنی مضمون په اړوند دومره وایم چی خدای د حبیب ارحمن صاخب
    ته خیر ورکړی چی دومره خو زمونږ د ستر لارښود په فکر کی دی، او دا نورو وروڼو چی دا
    بی ځایه نظرونه ورکوی د ځان سره دومره فکر وکړی چی تاسو څه کړی، تل مو په بی ځایه
    او په خوشی نظرونو وخت تیر کړی. هغه د چا خبره د تا به د سوټی زور وی او زما د بد
    بد کتو یا د چغو. د ډنمارک د اوسیدونکی دا زور وو چه په ډاګه او رڼا ورځ یی زمونږ
    قدردان محمد (ص) و ښکنځل او سپکی سپوری یی ورته وویل، چا د تروریست چا د ظالم او
    توبه نعوذ باللا چا د جابر په نوم یاد کړ خو د هغی امتیانو څه وکړل، چا خپل غږ
    پورته کړای شو، نه – نه – نه – او بیا نه… نو د خدای ظالمانو دومره خو مو پریږدی
    چی دوی مو په سر سر وهی او مونږ چغو ته هم نه پریږدی، او همدا خپل را باندی په قهر
    دی چی دا سیولایزیشن دی او دا هغه دی او دا دغه دی، لږ خو مو پریږدی چی په دی تش بد
    کتو خو لږ خپله غوصه ښکاره کړو.

    پاکستان او هندوستان د لوبی په ګټلو او بایللو کی څه
    څه نه کوی او بیوزلو افغانانو که خپله غوصه هغه هم د خپل وطن او خلکو په خاطر نه د
    ګران محمد مصطفی (ص) په خاطر ښکاره کړه نو د خپلو شخصی نزاکتو په خاطر مو په یوه
    تکړه ژورنالیست او لیکوال راودانګل. یو بله خبر چی کوم یو ورور په خپل نظر کی لیکلی
    چی اسلام ولی له لوبو یا نورو کړنو سره یو ځای کوی، نو زړګیه مونږ هیڅ شی بی له
    اسلام نه پر مخ نه شو بیولای. زمونږ سپورت، زمونږ سیاست، زمونږ تجارت، زمونږ
    اجتماعیات، او نور ټول روزنیز کارونه بی له اسلام نه هیڅ معنی نه لری. که ته داسی
    فکر نه کوی نو د زړه سره بیا لاړ شه مه ځان ته افغان وایه او مه ځان ته مسلمان وایه
    او څه چی د سیولایزیشن درته وایی هغه د نورو سیولایزد خلکو سره په مخ بوزه او په دی
    ټولنه کی ستا ځای په مشکل سره پیدا کیږی که وی هم هغه به لکه څنګه چی تاریخ ثابته
    کړی ډیره لنډه موده به وی.

    زما هیله له ټولو وروڼو څخه دا ده چی ددی لوبو ګټلو
    ته هم له سیاسی، هم اجتماعی او بی له شکه د اسلامی
    اساساتو له مخی وګورو او قبلوله یی کړی او بی ځایه څوک ددی په خاطر چی د لیکوال یا
    ژورنالست سره به د شخصا نه لګی تهدید کړو.
    په مننه

    ُف – وردګ

  9. ګرانه وروره ف. وردګه نېکې هيلې مې ومنه! تاسو ته
    مالومه ده چې افغانانو تېره ورځ د کېرکټ لوبه د کېنيا ټيم ته بايلله، نو اوس څه
    ووايو، چې د کېنيا خلک تر افغانانو يا ښه خلک ول، يا ښه مسلمانان او يا ښه عيسويان،
    چې افغانانو ته يې ماته ورکړه. څه ووايو، چې کينيا په ۱۹۹۸ م کال په امريکا سفارت
    تروريستي يرغل کړی ؤ، نو خلک يې ډېر باتور ول او په جهاد کې له افغانانو پياوړي،
    څکه چې افغانستان ته يې ماته ورکړه!! ګرانو ورونو کله چې څه له خوله باسئ، نو لومړی
    فکر وکوئ، چې څه ليکئ او څه وايي.

    د پښتو متل دئ، چې ژبه هم کلا ده هم بلا. د اسلام د
    مقدس دین نه مو د خيدک ادې جوړه کړه، په افغانستان کې ټول د ټوپک په خوله خبرې کوي،
    خپل ملک کې یې ټولیزه انارشي جوړه کړې، پښتنې نجلۍ په کوناټيو په پښتني دورو وهل
    کېږي، بیا ځانونو ته مسلمانان وايو، له اسلامه مو د بربريت دين جوړ کړی. نن ورځ
    لوږه، بې ديني، بې ناموسي، د انسانان په ژوند يرغل، د انسان سپکاوی ټول په اسلامي
    ملکونو کې دئ، په افغانستان کې ښخې د ولور په نامه خرڅېږي، هلکان ودېږي او د
    افغانستان د ټولو سيمو ګېرور له تسبو سره د ښځو ن]ا او د هلکانو نڅا بيا … ګوري،
    په ماشومانو او بې وزلو تېری کېږي.

    افغانستان، پاکستان، ایران، سودان ، عراق او ګڼشمېر
    عربي ملکونو ته ځير شئ. په سعودي کې ۳ ميلیونه ښځې چې عمر يې له ۳۰ ښکته دئ پرته له
    کورني ژونده مجردې دي او اسلامي شېخان په لويديزو ملکونو کې چړچې کوي، داسې ښکاري
    چې اسلام یوازې د غریبانو او بې وزلو پرضد وي او د ملايانو او شېخانو د جنسي غوښتنو
    لباره جوړ وي. تېره اونۍ په افغانستان کې ملا کرزي هم د ښځو حقوق پر ځای کړل. آیا
    مسلمانان به اوس له یو او بل سره خوېښي وکؤي، چې له ورايه پوهيږي، چې خور او یا لور
    يې لکه برده او د جنسي غوښتنو عامل وي.

    يا دا چې تاسو د هغه ټوکې پر بنسټ خپل احساسات
    څرګندوئ. ویل کېږي چې یوه ورځ یو پښتون د راده برې غاړې ته ډبرې وارولې، نو کوم
    لاروي ترې پوښتنه وکړه، چې وروه دا تېږې ولې ولې، نو پښتانه ورته ووېل، چې هغه سپی
    راته غاپي، نو زه يې په ډبرو ولم. نو لاروي ورته وويل، چې ستا ډبرې خو سپي ته نه
    رسېږي او په راده کې لوېږي، نو پښتانه ورته وويل، چې زه خيل نیت ورته ښييم، نو
    درانو وروڼو تاسو په خپله بې وسي کې ډبرې بلې خوا ته مه اچوئ، چې بیا به څوک
    دروګوري او بیا به خوله جينګه کړئ، چې ما خو نه دي کړي! نو وردګه وروره بنده يې
    بوله. ستاسو د بري په تمه. ډاکتر لمر

  10. Salamoonaaa aw nikee helee mee wamanaa!!!

    da har sa da makhaa har afghan tha pa har maidaan kamyabee ghawaram..mawzoo da cricket da aw haji saib pa kee noor rabaab ghwagawee…haji saib deer kha insaan yee khoo deer sada yee ,moor darnaa qurbaan shaa da journalistee ta sara na joregee lag mawzoo tha wagoraa aw sta lekanee ta wagoraa khoo sa ba darta uwayaam da dr lmar wroor lekanaa wagoraa aw amaal pree wakaa……aw patee shwa da ghach aw badal khabar noo da haghee khabroo ghach pa cricket loba na wakhestaal kege…hagha qurbanee ghware na tashee khabree…allah dee saraa zmung poh kraa…mannaa

  11. ډیر قدرمن لمر صاحب! مننه د تاسو د نظر نه، ولی تاسو د موضوع نه
    ډیر لری تللی یاست. دا چی د عربو شیخان او یا زما او ستا کرزی خان څه کوی دا د
    اسلام ګناه نه ده دا زما او ستا او زما او ستا د همدی په عیاشیو او فحاشیو کی ډوب
    خپل مسلمان وروڼه دی. دا چی دوی څه کوی ددی مطلب دا نه دی چی افغان ملت دی هم ددوی
    په نقش قدم لاړ شی او یا اسلام ددوی په نفع او طرفداری استعمال شی، څرنګه چی تاسو
    جناب ته بهتره معلومه ده په اسلام کی دداسی دوه مخیو منافقینو سزا د کافر نه هم
    سخته مقرره شوی.

    زه خو داسی وایم چی که څوک ریښتیا ځانته مسلمان وایی نو په هغه
    صحی اصولو کوم چی اسلام ټاکلی تګ وکړی که نه نو ولی خپل ځانونه په خپل لاس په
    ګمراهی کی اچوو. او بله دا چی تاسو د کینیا د ګټی خبر کړی او زه فکر کړم بی منطقه
    ده چی د کینیا د ګټی په اړوند مونږ کوم غبرګون ښکاره کړو، دا کینیا پوه شه او د
    هغوی خلک چی هغه د کوم اړخ نه ګوری او لمانځی، ولی دا ګټه کیدای شی دوی ته دومره
    مهمه لکه څومره چی دا ګټه افغانستان ته مهمه ده نه وی ځکه کینیا نسبت افغانستان ته
    یو رسیدلی او د تاریخ له اړخه په دی لوبه کی ډیر وخت ایستلی. خو په هر صورت، زما د
    پرونی ایمیل نه هدف دا وو چی بی ځایه د یو چا په احساساتو تعرض و نه شی لکه څنګه چی
    بعضی وروڼو په خپلو نظرونو کی ښکلی وو. زه فکر کړم زمونږ د افغانانو او خصوصا د
    پښتون قوم وخت ډیر په دی تیریږی چی څنګه یو بل پسی خبری وکړو او د تقدیر پر ځای یی
    تهدید کړو او بل دا چی همیش بل ته ګورو او د هغی عیبونه ته ګوته ونیسو نو ولی خپل
    ځان نه اصلاح کوو او د خپل ځان نه پوښتنه وکړو چی مونږ په د کم توان او خپله ساحه
    کی څه کړی، که چیری داسی وکړو نو ډاکټر لمر صاحب ما او تا به هم دومره څه کړی وی چی
    خپل ځان ته به خجالت شو.

    زما خپل شخصی نظر دا دی چی په هر څه کی باید خدای او اسلام په
    خپل سر حاضر او شامل وګڼو، ځکه که مونږ ته خیر وی که شیر، که ګته که زیان، که زور
    او که بیوزلی رارسیږی نو د الله پاک خوښه او اراده په کی شته نو ځکه په هر څه کی
    باید د الله پاک دین او لاره شامله وګڼو او اسلام هیڅکله د دولت، د حکومتداری،
    سیاست، سپورت او نورو کړنو څخه بیل او لری و نه ګڼو.
    نو ګرانه ډاکټر صاحب شیخان، کرزیان او غربیان به پریږدو هغه څه مو چی د اسلام او
    ددی ملت د پاره په توان کی وی و یی کړو که هغه هماغه د تا د کیسی مطابق صرف د شګو
    وارول هم وی، ځکه زما او ستا په دین کی ډیر حساب په نیت باندی کیږی.

    په مننه

    ف – وردګ