افغان پوليسو او ايتلافي ځواكونو د هلمند په كجكي ولسوالي كي د ۳۰ طالبانو د وژلو ادعا وكړه.
د دې طالبانو د وژني ادعا په داسي حال كي كېږي، چي پرون په ګاونډي ولايت روزګان كي هم په همدې شمېره د طالب جنګياليو د وژلو خبر وركړل سوى و.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي دغه طالبان يې تېره شپه د هلمند په كجكي ولسوالي كي وژلي چي ۲۰ نور پكښي ټپيان دي.