د بلجيم حكومت اعلان وكړ، چي ډېر ژر به افغانستان ته ۱۵۰ تازه دمه عسكر ولېږي.
بلجيم پر داسي مهال دغه اعلان كوي، چي پرون په هالنډ كي د افغانستان په اړه نړيوال كنفرانس جوړ سو.
بلجيم تر دې دمخه په افغانستان كي ۵۰۰ عسكر درلودل، چي د كابل په هوايي ډګر كي ځاى پر ځاى ول.
همدا راز د بلجيم حكومت اعلان كړى چي افغان ماموريت ته به دوې نوري ايف ۱۶ جيټ الوتكي هم ولېږي، چي ټول شمېر به يې شپږو ته وخېژي.