کور / تازه خبرونه / احمدولي كرزى: د بريدكوونكو هدف زه وم

احمدولي كرزى: د بريدكوونكو هدف زه وم


د كندهار د ولايتي شورا رئيس او د ولسمشر كرزي ورور احمدولي كرزى وايي فقط پنځه دقيقې تر بريد دمخه له ولايتي شورا څخه وتلى وو.
ښاغلي ولي كرزي د اسوشېټيډ پريس آژانس ته وويل بريدكوونكو غوښتل دى ووژني، خو دا يې نه دي ويلي چي دى څنګه وپوهېدئ چي د هغوى هدف دى وو.
د كندهار د ولايتي شورا پر ودانۍ په ننني بريد كي پر بريد كوونكو سربېره ۱۳ كسان وژل سوي او ۱۶ نور ټپيان دي.
په مړو كي د كندهار د ښووني او روزني رئيس محمدانور، د عامي روغتيا مرستيال رئيس ډاكټر عبدالحى رازمل، او په ټپيانو كي د كليو او پراختيا رئيس انجينر عبداللطيف آشنا او د ولايتي شورا پخوانى منشي بسم الله افغانمل هم شامل دي.
د كندهار د ولايتي شورا رئيس وويل په شورا كي د كندهار ښار او ولسواليو د قومي مشرانو غونډه روانه وه چي پنځو بريد كوونكو حمله پر وكړه.
طالبانو د دې حملې مسئوليت پر غاړه اخيستى دئ او وايي ۲۵ دولتي چارواكي يې وژلي دي.