شپه او ورځ دی په طلب کۍ دېوانه شوم
د رواج او له رسومه بېګا نه شوم
ښه او بد د دنېا واړه شولو پاتې
ستا د مېنې په زنځېر چه زولانه شوم
په محفل دعاشقانو کۍ دلبره
ته وۍ شمح د محفل زه پروانه شوم
لازخمۍېمه تراوسه په ځېګر زه
د نظر دغشې ستاچه نشانه شوم
اوس داستان دمحبت مۍخوله په خوله شو
ستاد مېنې افسانه کۍ افسانه شوم
فرزانه مخ چه مې ستا لېدلۍ ېاره
د دنېا په مخ زه ټوله فرزانه شوم
« کامله » کوې اقرار درته جانانه
ستا په مېنه کۍجانانه٬جانانه شوم
غزل
چه دی د زلفو دا ټالونه ګورم
زه خپل نېمګړېارمانو نه ګورم
ته د هجران توری تېاری راکوی
زه دوصال خوږه خوبونه ګورم
خوله دی ترخی ، ترخی خبری کوی
زه دی په سترګو کی ستو نه ګورم
څه به هم ستا څه به زما خطا وې
دا چې په مېنځ کی خفګانو نه ګورم
راځه اشنا چه سره ېو شو دواړه
زه په ېووالې کی خوندونه ګورم
څومره جفا راسره نوره کوی
زه به تر څوغم او دردونه ګورم
عمر شو تېر ستا د وفا په تمه
جانانه ډېر دی مکېزونه ګورم
چه مستانه نګارمی څنګ ته راشی
زه په ګډا د زړه حا لونه ګورم
نن د دی خپلو پښتنو د لاسه
خوږی پښتو په زړه داغونه ګورم
زه به هم توره هم قلم راواخلم
چه د خوشهال د ننګ کارونه ګورم
چه می غزل ته زړه هوس کوېنه
زه دحمزه بابا شعرونه ګورم
خوب او قرار به ماته کله راشی
زه چی د مېنې کتا بونه ګورم
مېنه به ستا په زړګې هم پېدا کړم
زه چی د خوار زړه امېدونه ګورم