کور / شعر / راشه ننګرهارته

راشه ننګرهارته



راشه ننګرهارته چې ګلان درته ډالۍکړمه
باغ دنارنج ګل نه ارغون درته ډالۍکړمه

داخو دژوندي طاقت ژوندي  اولسوکوردی
سوله يو ارمان د باچا خان درته ډالې کړمه

دلته ملنګ جان دوطن عشق ملنګي کړی
مينه دوطن ننګ دافغان درته ډالۍ کړمه

دلته د حمزه دمينې ښکلې کتاب ولوله
راشه دالفت دشعر ديوان درته ډالۍ کړمه

دلته دميرويس اوابدالي دننګ بچي اوسي
غيږه دغيرت نه خو ږ داستان درته ډالۍ کړمه

دلته په حجروکې فيصلې په اتنفاق کيږي
کور دلروبر د ټول افغان درته ډالۍ کړمه

خپل دکلي سره دانارګل ګلان به هيرکړی
زه که  مينې شورکې د نرګس ګلان ډالۍ کړمه

تانه دکابل دسيند ښکلا به درنه هيره کړي
زه که دکونړ د سيند رومان درته ډالۍ کړمه

لپه کړه لاسونه که دسولې يوارمان غواړی
مينه دحفيظ کې سره ګلان درته ډالۍ کړمه



 ننګرهاره   ننګرهاره\



 مـــــــــتن  : ننګرهاره   ننګرهاره اې دسولې ډک بازاره
نوی کال دمبارک شه دنارنج ګل افتخاره

ستا باغونه می ياديږی نارنج ګل دبيا سپړيږی
داشنا ښايسته يادونه نن می بيا په زړه وريږی
ننګرهاره   ننګرهار اې دسولې ډک بازاره
نوی کال دمبارک شه دښايستو جينکو هاره
****
خا طری می پاريدلی ټولې ستا لمن نيولي
ستادميندوارمانو ته ما په سروسترګو ژړلې
برۍ ستا ده زه منمه ما يويو درته ليکلي
دقسمت مقابله کې ما با   يللې تا   ګټلي
ننګرهاره   ننګرهار اې دسولې ډک بازاره
نوی کال دمبارک شه د نارنج ګل افتخاره
****
دهوا جګو څپو نه دخپل زړه له تنابو نه
داشنا ښايسته يادونه دګلروخومحفلو نه
ته لرئ ژوندي ولسونه  ميله ځاې دزيارتونه
ستا ديدن ته هوسيږ م په تا وياړي  ولسونه


يادوم دې نن بيواره  اې دسولې ډک بازاره
ننګرهاره ننګرهاره دنار نج ګل افتخاره
****
ستاشمشادنه قربانيږم  ولسو نه به دی ځارشم
که زه بيا ستا ميلمنه شم يا ډيوه دکوم مزارشم
بغدادي کوترې غواړه زه به سره ګل د انار شم
نارنج ګل به ټولومه که زرلښته ستا دښارشم
دکونړ دسيند غړ مباره ننګرهاره   ننګرهاره
اې دسولې ډک بازارهد نارنج ګل افتخاره
****
صفتونه  دبي  شانه روح مې واخستو له تانه
ما خاپوړې درکې کړې   زما  زړه په تا ودانه
ته د سولې ښه زانګو يي زما مينه زما ځانه
نوی کال دمبارک شه د (حفيظ) دزړه ارمانه

ننګرهاره   ننګرهار اې دسولې ډک بازاره
نوی کال دمبارک شه دنارنج ګل افتخاره

ننګر هاره

ټـــاټـــــوبــــی د غيـــرت يې زما ښکــــــلی ننګرهاره
ګلونو کې شي پټ ، ای زمـــــــــــــا دمينــــــې هــــــاره

غرونه دې لعلونه دي ولسونــــــه د ې نــــــــا مــــــــــــداره
کونړ سيند په نغمو دی يــــــادوي په هــــــــــــر چـــاره
سپين غر هم په ځلا دی لمسوی مې نـــــــن بـــــيــواره
ته سپين د نارنج ګل يي اباد اوســــــی تــــــل بــهاره
ټا ټوبی د غيرت يي زما ښکـــــلی نــــــنــــګرهـــــاره

*****
بچي دې عالمان دي شـــــــاعـــــــران دي ملـــــــکان دي
جرګو ته په هجرو کې راټول شــوي شنه زمريان دي
سنګر د غليم مخي ته ولاړ لــــــــکه د سپــــــــــر دي
دا ميندې دي هوښيارې چې روزلــــــــې اتـــــــــــلان دي
هريـــــو ځـــــــوان دې شيـن زمری دی هره پيغله دې ملاله
ټاټوبی د غيرت يې زماښکلی ننـــــــــګرهـــــــــــــاره

****
بلبلې بوراګان ستايي ستا بـــــــــــــــاغــــــــــونه
هر يو دا امير دی سيندونه دي که غــــــرونـــــــه
نغمې د ميني وايې خبرو کی د ســــــــــــتا يـــــــــــــي
دحسن شهزاد ه يــــــــــې لرې لاسونو کې لعلونه
ته سپين د نارنج ګل يې ابــــــــاد اوســـــــي تل بهاره
وياړنې ټول پــــــه تا دي ای د (خان غفار) مـــــــــزاره
ټا ټوبی د غـــــــــــيرت يـــــــــــې زما ښکلی ننګرهاره
****
باغو ته د ې راځمه  نارنج  ګل  ټــــــــولــــــــــــومـــــ

ـــــه
داسره ګلاب ګلو نه سوغــــــــــــات سره ليــــــــــږمه
(حفيظه) مخ د ګل شه خو عمــــــــر دګـــــــــل مــه شه
تورمخو ته به وايم  اشنا خو شحـــــــالـــــــــــــومــــــه
ته سپين د نارنج ګـــــــــل يــــــې اباد اوسې تل بهاره
ټاټو بی د غيرت يې زمــــــا ښـــــــــــــکلی ننګر هاره

ننګرهاره
ستادمستي ستاد ځواني ستا د ښکلا شيبې دي
ا ی ننګرهاره نارنج ګل ته د خندا شيبې دي
د ګلوباغه ستا ديرو کې به جرګۍ جوړيږي
بياپسرلۍ شو دسپين غرنښتر شغا شيبې دي
***
ستا نوې کال سره وږمۍ د پسرلي به را ځي
بياپه ويالو کې ګلابونه کشمالي به راځي
ستا د سپين غرلمن ته راشي ننګرهاری کوچيانې
بياد سپين غرمشا عرۍ ته شاه زلمي به راځي
****
مستو شعروکې ترانی د پسرلي به را و ړي
بياسوغاتونوکې دسره ګلاب ګيډۍ به راوړي
بيا به د سره سينو مرغيو اوازونه ستا يي
بيابه شپونکۍ دشين خالې مينه شپلي کې راوړي
***
اوراوره کي به راتاويږي زيارتونوباندې
رنګين شالو کې مستې پيغلې ګودرنو باندې
هرچهار شنبه دډولکي بابا ميله به ګرم وي
ګرم د سولې ډک بازار دی اولسونو باندې
****
ماته خوستادنارنج ګل خواږه وږمې يادږي
ای ننګرهاره د غزل مشاعرې يا د يږي
بيادحفيظ دماشومتوب دونيارايادکړي راته
د جلالا اوبه خو ږي رڼۍ چيني يا د يږي


د نوي کال  مو مبارک

کال  به  نوې  شي او اونې پاڼي وکړي
هسکو ونو کې ټول زاڼۍ ځالې وکړي

د سنځلو ونۍ سپينې ښکلي ښکاري
سپين غرهم بيا پر ګي مماڼۍ وکړي

که بياهم دشين سهارمحال کې لمربيا
سپيدداروباندې سپينې وړانګۍ وکړي

که نسيم په خندا راشي پاس په ونو
نارنج ګل ته زيرۍ راوړي د خندلو

که بورا بياپه اهنګ د  ګل په مخ کې
راڅر خيږي اد ګانې  کړي په ګلو

ارغوان او ريدي ګل زمونږد غرونو
ښايسته ښکاري نارنج ګل زمونږد ونو

زه به بيا هم د ملکو نو مساپر يم
نوې کال کې دې شيبو نه ناخبر يم

لاس به پورته کړم دوعاد سولې غواړم
نوې کال کې به د خپل زړه هيلې غواړم

حفيظ وايي بيا د خپل وطن په خيال کې


مبارک  ټو لو ته و ايم  نوې  کال کې

نوی کال

نوې کال مو بختور شه پسرلې راغلې  دی
دنارنج ګل په خندا شوچې لالې راغلې دی

قاصد دمينې راوړ د نرګس د ګل جامونه
ننګرهاردسولې غږ کې بريالې راغلې دی

کنړسيندپه څپوکې دمستي سندرې وايي
خټک له خنداشين شوچې زړګۍ راغلې دی

رابيل چمبيل کلونه به درځارکړم هيواد والو
ننګرهارپه نارنج ګل کې شازلمی راغلې

بياپيغلۍ به خپل سپين لاسونه سره کړي په نکريځو
چاويل چې سودا ګر د بوډيالۍ راغلې دی

دزرکې قطارونه به  راځي په لوړو غرونو
سپين غر له چې نښتر بياپه ځوانۍراغلې دی