محمدحسن حقيار haqyar@gmail.com
دادی له اوږده انتظاره وروسته بالاخره د امريکا نوي منتخب ولسمشر د افغانستان لپاره خپله نوې تګلاره (ستراتيژې) اعلان کړه.
ددې استراتيژۍ ډېر جزئيات اوس هم نا څرګند او تر ډېره حده ګونګ او مبهم دي نو ځکه پرې څوک په خلاص مټ څه ليکلی نشي خوهغه څه چې مطبوعاتو ته راوتي دي ښيي چې دهيلواو انتظار پر خلاف دا استراتيژي هم روانې ستونزې اود افغانانو هيلې او غوښتنې نشي پوره کولی. ځکه چې پدې ستراتيژۍ کې دافغانستان او په ټوله کې دسيمې له ستونزو او واقعيتونوسره ډېر برسېرن چلند شوى او په ډېرو حقايقو پکې سترګې پټې شوي دي .
داروڼ حقيقت دى چې افغانان اوس تر هر څه وړاندې په لومړي ګام کې امنيت او د جګړې پای ته اړتيا لري او حالاتو وښوده چې دلته امنيت د جګړو، وژنو بمباريو، دپوځونو او وسلو د ډېرښت او د ځانمرګيو بريدونو له لارې نه راځي، بلکې امنيت د سولې، تفاهم له مخالفينو سره د جوړ جاړي او ټولو افغانانو ته د هغوی د سياسي،اقتصادي، کلتوري او نورو حقوقو د ورکړې له لارې راځي خو په دې استراتيژۍ کې بيا په پوځي برخه او نظامي لارو چارو ډېر ټينګار شوی او سولې او له مخالفينو سره تفاهم ته پکې ډېر حاشيوي ځای ورکړل شوی دی، هغه هم له ډېرو شرطونو، قيدونو او حدودو سره. چې دا پخپله ددې څرګندوی دی چې متحده ايالات اوس هم داغوره ګڼي چې د لاس غوټه په خولې خلاصه کړي چې ددې سر تمبګۍ په ټس کې به هم افغانان ځورول کېږي.
اوس تقريباً ټولې نړيوالې او سيمه ييزې سياسي څټې پر دې پوهېږي چې په افغانستان کې دپوځونو ډېرښت دستونزو حل ندى ، بلکې ستونزې دبهرنيو پوځونو شتون زېږولې او په کار داوه چې په دې استراتيژۍ کې لکه څنګه چې اوباما همداڅوورځې وړاندې ورته اشاره هم وکړه ددوى دځواکونو دوتلو عملي ميکانيزم ته ځاى ورکړل شوى واى ،خو برعکس ددوى استراتيژيستانو دپوځونو ډېرښت ته ځاى ورکړى دى .
په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونو خپلسريو عام افغانانو خو پرېږده چې ان دولتي چارواکي او ملي شورى هم اړه کړه چې ددوى دشتون لپاره قانوني رنګ وغواړي ، ځکه چې ددوى کړنې يرغلګرو ته ورته دي او عام افغانان هم ورته ديرغلګرو په سترګه ګوري ، خو دااستراتيژي دبهرنيانو لپاره مطلقه واکمني غواړي او ځان دهېڅ ډول قانون تابع کول نه غواړي .
همداراز له امنيت وروسته د افغان ولس او افغانستان ستره اړتيا ددې هېواد بيارغونه او آبادول دي. موږ وينو چې هيواد مو هره ورځ دهمدې بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې کنډر کنډر کېږي او اوس د نړۍ په موزيم بدل شوی دی، فقر او نيستي پکې له کرښې هم ټيټه ده. په سلو کې اتيا د کار وړ خلک او کاري قوه مو مناسب کار او روزګار نلري، سړي سرکلنی عايد مو په درسته نړۍ کې کم دی او افغانانو له بهرنۍ په ځانګړې توګه له متحده ايالاتو ډېرې هيلې درلودلې خو له بده مرغه چې د متحده ايالاتو په نوې استراتيژۍ کې دې ټکي ته هم چندان پام نه دى شوى او په ډېر سطحي ډول پرې تېر شويدي.
په افغانستان کې دپانګونې لپاره ډېره ښه زمينه برابره ، سلګونه سر پټي او ناڅپړلي معادن موجود ، خام توکي مو بهرته صادريږي خو دوى په خپلې ستراتيژۍ کې په افغانستان دنيستۍ دخاتمې لپاره هېڅ دياد او حساب وړپلان نه لري.
سره له دې چې امريکا او نور ټول سياست پوهان په دې پوهېږی چې بيارغونه، د افغانانو لپاره کار موندنه او ځوان بوختونه په امنيت کې ډېره مرسته کوي.
همداراز په افغانستان کې لويه ستونزه خپله بهرنيوځواکونوجوړه کړې ده ددوى خپلسريو عملياتو، ړندو بمباريو، له دولتي امنيتي ځواکونو سره ددوی د همغږۍ نشتوالي ، د افغانانو عنعنې، کلتور او دود او دستور ته نه احترام، د ناسمو راپورونو له مخې د بې ګناه او ملکي وګړيو وژلو افغانانو ته لوى سر درد پيداکړى او هيله وه چې په نوې ستراتيژۍ کې به دې موضوعګانو ته ځانګړې پاملرنه شوې وي خو له بده مرغه چې په دې استراتيژۍ کۍ پدې اړه کوم نوی تصميم اونوښت نه ليدل کېږي، نه ددې ستونزو پر حل فکر شوی او نه يې په اړه کوم بدلون ليدل کېږي.دا ددې څرګندوى دى چې په دې اړه ددوى چلند به دتېر په څېرغموونکى او ژينو سايډ ته ورته وي .
همدراز سره له دې چې د متحده ايالاتو لخوا په افغانستان کې ددموکراسۍ د ترويج، پلي کولو، په افغانستان کې ديو ولسواکه نظام د راوستلو او د مدنيت او پر مختګ له کاروان سره د افغانانو د يو ځای کولواو پدې اړه دهراړخيزو مرستو شعارونه ورکول کېږي خو په نوې استراتيژۍ کې پر دې ژمنو خاورې اړول شوي او امريکايانو دلته خپله اصلي څهره رسوا کړې اوخپله موخه يې دلته يواځې او يواځې دوى په وينا او ددوى په اند، تروريزم ته ماتې ورکول، او د القاعده له شر!! څخه ددوی ژغورل بللې ده چې په افغانستان کې ددوى په وينا، دولسواکه نظام او ځوانې دموکراسۍ؟؟ برخليک ته پکې هيڅ پام ندی شوی. (دلته پردې هم بحث نه کووچې افغانان اسلام غواړي او که غربي دموکراسي او ايا دلته له دموکراسۍ څخه دوى موخه څه ده )
همداراز اوس امريکايان په افغانستان کې ځينې داسې چارې کوي چې دافغان حکومت مشروعيت يې له سوال سره مخ کړى دى ، لکه دافغانستان په خاوره کې دامريکايي ځانګړو زندانونو شتون او …. هيله داوه چې دوى به کم ترکمه دافغان حکومت چې ددوى دوست او ددوى په مرسته راغلى حکومت دى دمشروعيت په خاطر هم له دې کارو اوله دې زندانونو تېر شي خو دادى وينو چې دوى دخپلو نازولو ملګرو په خاطر آن دومره وړه قرباني هم ورنکړه .
يو بل د يادوړ ټکی دادی چې سره لدې چې د جګړې ډګر افغانستان دی او اوس ټوله نړۍ په دې پوهېږی چې پر افغانانو جګړه تپل شوې او جنګيالي له پولي اخوا روزل کېږي ياپه بله وينا اورته پکی له پولې څخه له هغې خوا وهل کېږي. خو بيا هم مرستې هماغوی ته ځانګړې شوې دي او دميلياردونو ډالرو چکونه به هغوى ته ورکول کېږي .
ځينې بې احساسه خلک دې ته خوښ دي چي ګويا امريکا پدې استراتيژۍ کې دتروريزم ځاله!! ( قبايلي سيمي ) تشخيص کړي او هلته به جنګېږي خو نه پوهېږي چې ټول چل پښتون ته جوړ دى . امريکا به هېځکله لاهور او سند بمبار نکړي خو هرکال به يو نيم ميليارده امريکايي ډالر مرسته په لاهور(پنجاب) او سيند ( کراچۍ ) لګوي .
اوس خو امريکا اعتراف وکړ چې له القاعده سره داى اس اى پنجابي او سندي جنرالان اړيکي لري يو هم پکې پښتون نشته خو بمونه دپښتانه په کور غورځوي ؟؟.
په هر حال، په دې استراتيژۍ کې ځينې ګټور ټکي هم شته لکه د افغان امنيتي ځواکونو روزنه او اکمال ( که څه هم وخت ورته ټاکل شوى ندى) ، اداري اصلاحات ،دمرکزي نظام پياوړتيا، دمخدره توکيو پر ضد مبارزه او … . خو خداى دې وکړي چې پر دې ژمنو عمل وشي .
دافغان ولس هيله داده چې وړاندې تر دې چې دا استراتيژي نهايي شي بايد داوباما اداره پورتنۍ اندېښنی اوغوښتنې په پام کې ونيسي که نه خداى خبر که داوړۍ شړۍ شي