په هغه ځانمرګو حملو كي چي د كندهار د ولايتي شورا په وداني كي دننه وسوې، ۱۲ كسه وژل سوي او ۱۶ تنه ټپيان دي.، په ټپيانو كي د ولايتي شورا ځيني غړي هم شامل دي، خو سرچينې وايي د شورا رئيس احمدولي كرزى چي د بريد پرمهال په شورا كي نه وو، روغ پاته دئ.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري د مړو شمېره اووه كسه ښيي، خو په ميرويس روغتون كي يو ډاكټر چي د نوم يادول نه غواړي، وايي روغتون ته ۱۲ مړي وروړل سوي دي.
د كورنيو چارو وياند زمرى بشري وايي د بريدكوونكو يوه ملګري خپل صرف موټر پټاو كړ او وروسته يې درې نور ملګري د شورا ودانۍ ته ننوتل چي پورتنۍ مرګ ژوبله يې واړوله.
لر او بر ته يوې باوري سرچينې په دې پېښه كي د شورا د ځينو غړو د ټپي كېدو او د كندهار د دوو لوړ پوړو دولتي مامورينو چي يو د ښووني او روزني د رياست او بل د عامي روغتيا په ادارو پوري اړه لري، د وژل كېدو خبره هم وكړه. خو تر څو چي دولتي چارواكي د هغوى د مړيني پخلى كوي، د لر او بر ويبپاڼه يې د نومونو له اخيستلو ډډه كوي.
البته د كندهار چارواكي بېله يوه پوليس څخه نور ټول مړي ولسي وګړي په ګوته كوي.