کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دبې پايلو پايلې

دبې پايلو پايلې



دتير په څير سږ هم دهيواد په كچه په لسهاوو زره هغه زده كوونكي چي دكانكو ر په ازموينو كې يې ګډون كړې و بې پايلې اعلان شول . له دغه اعلان سره سم به دډيرو هغو زده كوونكو شونډې وچې شوي وي چې دخپلې بريا په هيله يي دهمدغې شيبې درارسيدو انتظار ويست، دډيرو هغو زده كوونكو غوړيدلې هيلې به مړاوې شوي وي چې له دولس كلن زيار وروسته به يي دخپل پوهنيز ژوندانه ديوبل بريالي پړاو دپيل خوبونه ليدل او دډيرو استعدادونو زرغونې پاڼې به دلوړو زده كړو وزارت دبې مهاره پريكړو په پايله كې رژيدلي وي .

خوپه ريښتيني ډول هغه زده كوونكي به چې له خپلو ښوونځيوو څخه په لوړو نومرو فارغ شوي وو او اوس يي دوړتيا پرځاي دبخت په ډګر كې بايللي وي ډير خواشيني شوي وي، ځوريدلي به وي او دلوړو زده كړو د وزارت دمسولينو ړندو پريكړو ته به يي دزورواكۍ په ډګر كې په نهيلو او ژړغونو سترګو كتلي وي.

ددغې سكالو دشاربلو په پايله كې غواړم پردوو ټكو څو كرښې وليكم، لومړې دا چې دكانكور دپايلو اورولو سره سم دلسهاو زره ځوانانو برخليك تريوې ګونګې پوښتنې لاندې راغلې چې دژورې ارزونې پربنسټ ښايي دغه حالت نه يواځې په فردي ډول بلكه په ټولنيزه او ملي كچه ديولړ جدي ستونزو د راولاړولو ته لاره هواره كړي.

كله چې دغه بې پايلې زده كوونكي دخپلو كورنيوو له غړيوو سره يوځائ كيږي نو هرو مرو به د زده كوونكي دوړتيا اوظرفيت په اړه له هغوئ سره پوښتنه پيدا كيږي، او يا به هم دخپلو سيالانو په وړاندې كه څه هم دغوره استعداد درلودنكي وي بيا هم ځانونه دناكامو او مغلوبو فاتحانو په توګه ګڼي. او ډير كله به دخپل خوار قسمت دلرلو له مخې ځوريږي.

بايد وويل شي چې ټول زده كوونكي ښايي دخپلو ازموينو په پايله كې يو ډول احساس ونه لري دځينو به يي حوصلې لوړې خو دځينو به يي بيا كمزروې وي، خو په ټوليز ډول له طبيعي سرچينو څخه په اخستل شوي څرك داجوتيږي چې انساني هوس تل دپرمختګ دزيري تمه لري نه داچې دځوړتيا په لور لاړ شي.

همدا لامل دې چې زمونږ زياتره ځوانان دطبيعت په وړاندې له پرتو خنډونو سره دټكر پرمهال دوه لارې نيسي چې يوه يي دمثبت پرمختګ او بله يي هم دمنفي او يا ناوړه پرمختګ لاره ده چې انساني هوس هڅوي څو يوه ضرور خپله كړي.

له دې امله يوشمير هغه زده كوونكي چې دخپل ګونګ برخليك له اعلان څخه خبرشي نو دويښ او هوښيار زده كوونكي په څير ددغه حالت منلو ته يو څه انديښمن وي خو خپل مورال له لاسه نه وركوي او دبيلابيلو لارو دغه نيمګړتيا پوره كوي، دراتلونكي كال دكانكورلپاره يوځل بيا دكورسونو، ځانګړو زده كړو او مطالعې خواته مخه كوي او ياهم دپوهنتون پرځائ يولړ شخصي تعليمي مركزونو ته دشموليت په نيت خپلې هڅې پيلوي او دوخت نه په ګټه اخستنه دخپل پوهنيز درك كچه لوړوي.

بل ډول ځوانان په داوړ حالاتو كې دنهيلئ او ياهم داقتصادي ستونزو له امله دكارو بار لور ته مخه كوي او دتل لپاره دزده كړو له چاپيريال سره خدائ پاماني كوي.

خو يو لړ هغه ځوانان چې نور يي هيڅ دلاسه پوره نه وي په يوډول نه يوډول دنظام پرضد پروپاګند ته لاره هواروي، او ډير كله داسې هم كيږي چې دوئ دزده كړې دزمينې په نه شتون ددولت دمخالفينو ليكو ته جذبيږي او له هغه ځايه دخپل زړه بړاس وباسي. او ياهم په نشه ايي توكو روږديږي چې نه يواځې ځان او ټولنې ته ديوخطر په توګه بروز كوي بلكه پرټولنه ديوستر بار په توګه خپل اغيز پريباسي. اوياهم ښايي داسې زده كوونكي وموندل شي چې له خپل ژوند سره په يو ډول نه يوډول لوبې وكړي.

له دې امله بايد دولت او په ځانګړي ډول دلوړو زده كړو وزارت دغې ستونزې ته ديوې سرسري مسلې په توګه ونه ګوري، بلكه دحل لپاره يي ګړندي ګامونه پورته كړي.

دغو زده كوونكو ته بايد په بيلابيلو تعليمي مركزونو كې د زده كړې زمينه برابره شي، دكارموندنې په لاره كې بايد ورسره مرسته وشي، لنډمهاله روزنيز پروګرامونه ورته جوړ كړل شي او ترټولو مهمه دا چې ټولو زده كوونكو ته بايد په مساوي ډول دهغوئ دو ړتياوو پربنسټ حقوق وركړل شي .

او داځكه چې مونږ وليدل يوشمير هغه زده كوونكي چې دټولګي ديولټ شاګرد په توګه به مشهور و دهغه زده كوونكي په پرتله چې ديوبااستعداده شاګرد په توګه پيژندل كيده تر ټولو غوره پوهنځي ته راغلې

نو دا دلوړو زده كړو وزارت تر ټولو مهمه دنده ده چې دبې پايلو زده كوونكو حالت ته ديو ريښتيني حل په موخه دلومړيتوب حق وركړي او پرينږدي چې دغه يوڅه ارامه فضا يوځل بيا دتورو لوخړو كوربنه شي.
 




د کانکور پايلو اعلانېدو پر مهال تخنيکي ستونزي  د لوړو زدكړو ښاغلى وزير دي سپيناوى وكړي!